نظــر

تاریخ او ډلې…!

عبدالصمد “شاکر”

کله چې دتاریخ پاڼې لولو هغه که په لږ شمېر کې هم وي خورا ډېر درسونه او تجربې راکوي، داسې درسونه که یې د زده کړې لپاره ټول عمر صرف شي نو بېځایه به نوي.

تاریخ چې کله پخپله پاڼه کې دخوځښتونو، یونونو، بنسټونو، شبکو، ډلو او کاروانونو زمان او مکان ثبتوي نو ورسره جوخت په ډېره څرګنده او دقیقه توګه د دوی کړنکې، خدمتونه، موخې، هدفونه، پالیسی او ایډیاوې په خپل ارشیف کې محفوظوي.

د تاریخ په دې برخه کې ساتل شوي اسناد د هغو کسانو لپاره ډېر اړین دي چې د ټولنې او … رهبري په غاړه لري تر څو ورته د مخکینیو خوځښتونو او … منفي او مثبت اړخونه څرګند شي.

د تاریخ له دې پاڼو څخه په جاج اخیستو دا جوتیږي چې ډېر کله یوه ډله، تنظیم او … په خورا سپېڅلي توګه را پورته شي او په ډېره چټکۍمزل پیل کړي خو په مرور د لږ وخت سره خپله سپیڅلتیا له لاسه ورکړي.

تاریخ یې علت د ګډوډو افرادو داخلیدنه او د خوځښتونو او … خپلو لاس لاندې کسانو روزنې ته نه پام لرنه په ډاګه کړیده.

دا وخت چې یوشتمه پیړۍ ده ، د عصریت او تکنالوژۍ څپو خلک تر سخت اغیز لاندې را وستلي د تاریخ دې ثبتونې ته یې پام ندی خو تاریخ اخته دی خپل کار پرمخ وړي او هیڅکله په خپل کردار کې سستي نه کوي.

دا وخت بالا ټولنې، ډلې، تنظیمونه او … موجودې دي ، هرڅوک کوښښونه کوي ترڅو خپل هدف ته چې په کومه وسیله وي ځان ورسوي او ځان مطرح کړي.

دلته تاریخ زموږ پام دې خبرې ته را ګرځوي چې: هدف لاسته راوړل مهم دی خو په هغه طریقه چې سپېڅلي وي او دا اصل به د ټولنې د بریا ضمانت وکولی شي.

تنظیم، ډله، خوځښت، بنسټ، یون، کاروان او شبکې چې کله هدف ته رسیدل له سپیڅلتیا پرته په بله لار غوره ګڼلي تاریخ یې په اړوند د پرځیدو فیصله کړي ده.

نور بیا..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x