
غزني ښار کې د سياف په ملاتړ غونډې ته څېرمه ترسره شوې چاودنې مرګ-ژوبله نلري
نن ټکی آسیا: نن له غرمې وروسته د غزني د ښار په فوټبال لوبغالي کې ولسمشریزو ټولټاکنو ته د ولاړ نوماند استاد سیاف په ملاتړ د رابلل شوې غونډې په څو مترۍ کې درې پرله پسې چاودنې وشوې.
لومړني ورکول شوي راپورونه د غزني د امنیتي چارواکو له خولې وايي، چې په چاودنو کې کوم چا ته مرګ –ژوبله نه ده اوښتې او سېمه اوس مهال د امنیتي ځواکونو له لورې محاصره شوې ده. د مالي زیانونو په اړه هم تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي.
ویل کېږي، چې له چاودنو سره جوخت د استاد سیاف د ملاتړو غونډه بې نظمه شوې او اکثره ګډونوالو یې له سېمي پښې سپکې کړې دي.
طالبانو تر دې دمه د پېښي په باب څه نه دي ویلي.