د ښځو د طلاق د مخنیوي لپاره حل لاري !

لیکنه : احمدجنید مبارز

ښځه هم د طلاق د پیښو په کمولو کي غټ رول لوبولای سي، ښځو ته پکار ده چي په مختلفو طریقو سره خپل خاوندان خپلو ځانونو ته متوجه کړي او داسي خبره دي منځ ته نه راوړي چي ددوی تر منځ د کرکي او نفرت سبب وګرځي.

د ښځو لپاره لاندي څو ټکي د یادوني وړ دي :

۱_ ښځه دي په دې پوهه سي چي په کوم کار مي خاوند خوابدی کیږي او په کوم کار خوشحاله کیږي؟!.

۲_ که کوم وخت یې خاوند ور څخه خوابدی سي نو فکر دي وکړي چي په کوم کار سره مي خاوند خوشحاله کیږي، هغه کار دي تکراراً تر سره کړي.

۳_ که یې خاوند خوابدی سي نو ښځه دي د خاوند د خوابدی سبب معلوم کړي او موضوع دي حل کړي.

۴_ ښځه باید فکر وکړي چي د خاوند د پیسو څخه پیسې واخلي که څه هم د خپل کور لپاره کوم ضروري شی په رانیسي، د خاوند اجازه یو ضروري امر دی.

۵_ ښځه باید فکر وکړي چي : کومه خبره چي خاوند د خپلو دوستانو څخه پټه ساتي نو ښځه دي هم هڅه وکړي چي دغه خبره پټه وساتي که څه هم کوچنۍ او معمولي خبره وي.

۶_ ښځي ته پکار ده چي عموماً د خپل خاوند راز او پټ حال خپلو قریبانو، دوستانو، او همسایګانو ته ونه وایي.

۷_ ښځه باید هڅه وکړي چي خپل خاوند ته پېغور ور نه کړي لکه د قوم، نسب، کمزوري اقتصاد، بې علمۍ، سیالۍ او نورو… ځکه دا هم د تاوتریخوالي یو عمده لاره ده.

۸_ ښځه باید د خپل خاوند د اقتصاد سره برابر ژوند وکړي، کوم خواړه چي خاوند د خپل کور لپاره راوړي ښځه باید په هغه باندي قناعت وکړي او د بې ځایه لګښتونو څخه ډډه وکړي همدا ډول دي په داغه خواړو حمد او شکر اداء کړي.

۹_ ښځه باید د خپل خاوند لپاره خپل ځان تر هر چا په ښه ډول سینګار کړي تر څو خپل خاوند خپل ځان ته متوجه کړي او له نورو نارواوو لکه زنا، لواطت، څخه یې راوګرځوي او پاک لمنی یې جوړ کړي ځکه نو نبي کریم علیه السلام فرمایي : د نیکي ښځي خصوصیت دادی چي خپل خاوند یې هر وخت په لیدلو خوشحاله سي.

۱۰_ ښځه باید ځان په دې خبر کړي چي زما خاوند ماته له کومو قریبانو څخه د مخ پټولو یا ستر کولو امر کوي، که یې د کوم سړي څخه د مخ نه ښکاره کولو امر ورته کړی وي نو دي هغه سړي ته مخ نه ښکاره کوي ځکه نارینه ډېر حساس دی.

۱۱_ ښځه باید د اشپزۍ په برخه کي هم ډېره پاملرنه وکړي، خاوند چي د کوم ډول خواړو غوښتنه لري د هغه د خوښۍ سره سم دي یې ورته پاخه کړي په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کي دي ډېر پام ورته کوي.

۱۲_ ښځه دي د خپل خاوند سره پر شرعي او اسلامي طریقه ژوند وکړي، که چیري یې خاوند بد لاری وي نو دي په ډول ډول چمونو سره د هغه اصلاح وکړي.

۱۳_ ښځه دي پر خاوند ځان کنجونه نه کوي، که چیري خاوند د خپلي میرمني څخه د کوروالي غوښتنه وکړي باید دا بغیر د میاشتانه مریضۍ، نفاس څخه، ورسره یوځای کوروالي وکړي.

۱۴_ ښځه دي د خپل خاوند لپاره خپله قیافه او صورت داسي جوړ کړي چي خاوند یې په هر ځل لیدلو د هغه سترګي د خوښۍ څخه اوښلني سي.

۱۵_ خاوند دي هم ناکي ناکي پر میرمني باندي ظلم نه کوي، که ممکنه وي د هغې د اوسایني لپاره دي یوه خادمه ودروي او کنه نو میرمن دي د کور کار خپله کوي او خاوند دي د میرمني سره د بدژوند په بدل کي د شرعي طریقې څخه کار واخلي دا ډېر ظلم دی چي بغیر د سنت او شرعي طریقې څخه خپلي میرمني ته پر یو معمولي شي باندي طلاق یا طلاقونه ور کوي.

پاملرنه : که چیري پورته څو ټکي په پام کي ونیول سي نو ان شاءالله د خاوند او مېرمني په منځ کي به هیڅ مشکل پېښ نه سي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.