ټولنیزه برخه

د جاپانیانو اخلاق او وړتیاوې

دچاپانیانو په اړه مې په یوه ویب پاڼه کې دا لاندې معلومات ولوستل ، له درنو لوستوالو سره یې شریکول بي ګټي نه بولم ، د تاسف ځای خو دادی چې دا معلومات ډیری یې اخلاقي دي ، زموږ عام ذهنیت او فکر خو داده چې داقومونه له موږ نه په ساینس او تخنیک کې مخکي دي او په تهذیب او اخلاقو کې خو موږ زمریان یو ! زموږ ډیر دردمن وروڼه دا خبره کوي چې موږ باید ساینس او تخنیک له هغوی زده کړو او دوی باید اخلاق او سړیتوب له موږ زده کړي ځکه موږ اسلامي اخلاق لرو او اسلامي اخلاق ساری نلري ، یقینا هم اسلامي اخلاق ساری نلرې خو موږ کله اسلامي اخلاق عملي کړي دي ، له موږ ټولې ویجاړې او خثي دي او هغوی ډیر اسلامي اخلاق خپل کړي دي .

لومړی : جاپاني شاګردان او استادان یوځای هره ورځ خپل مکتبونه پاکوي ، دوی ټول پنځلس دقیقي وخت فارغوي او په دي وخت کې خپل مکتب پاکوي ، په دي سره یو د پاکي او نظافت اهتمام وشې او بل شاګردان عاجزه او له تکبر لرې وروزل شي .

دویم : هرچاپانی چې سپی ولري دهغه له پاره خامخا ځانګړې خلطي او کڅوړې باید ولرې چې دهغه فضله مواد پکي خوندي او نظافت مراعت کړي .

دریم : په جاپان کې ښار پاکوونکی کاریګر صحي انجنیر بولي ، او دمیاشتي یې له 5000نیولې تر 8000امریکايي ډالرو پوري معاش وي ، او د دي کار د زده کړې له پاره مختلف کورسونه ورکول کیږې او بیا ازمویني ورنه اخیستل کیږې .

څلرم : جاپانیان هیڅ ډول خام مواد نلري له بهر نه یې واردوي ، او په کال کې له سلهاو زلزلو سره مخ کیږي خو بیا هم په نړۍ کې دویم ستر اقتصادي ځواک جوړ شوی دی .

پنځم : دهیرو شیما په ښار چې امریکایانو ایټمي بم وغورځاوه له هغه وروسته په لسو کلونو کې د هیروشیما ښار دپخوا په څیر بیرته مکمل جوړ او خپل اقتصادي حیثیت یې ترلاسه کړ .

شپږم : په جاپان کې په ریل ګاډي ، هوټلونو او نورو بندو ځایونو کې موبایل کارول بند دي ، او په جاپاني موبایلونو کې د سایلنټ یا صامت په ځای (اخلاق) توری لیکلی وي !

اووم : په جاپان کې له اول ابتدايي نیولې ترشپږم پوري یو مضمون لوستل کیږې چې نوم یې دی : داخلاقو لاره ، چې په غه کې زده کوونکو ته اخلاق او له خلکو سره چلند ور ښوول کیږې .

اتم : سره له دي چې جاپاني ولس دنړۍ ترټولو شتمن ولس دی خو په کورونو کې خادمان نلري ، پلار او مور دکور او اولاد مسؤلیت په غاړه لرې .

نهم : په جاپان کې له لومړي ټولګي نیولې تر دریم پوري ناکامیدل نشته ، ځکه په دي مرحله کې مهمه موخه روزنه ، اخلاق او دماشوم شخصیت جوړول دي .

لسم : په جاپان کې چې هوټل ته ورشې هر سړی دومره خوراک ور غواړي چې د خوراک یې کافي شي اوله خوراک وروسته د هیچا په لوښې کې پاته شوني نه لیدل کیږې .

یولسم : په جاپان کې په کال کې د ریل ګاډیو متوسط ناوخته کیدل اووه ثانيي ښودل شوی دی !! یعني دوی د وخت ثانیو او دقیقو ته حساب کوي او دو خت خورا زیات ارزښت لري .

دولسم : په جاپان کې د ابتدايي زده کوونکي له ځانونو سره دغاښونو برشونه خامخا لري او له خوراک وروسته یې کاروي څو په ماشومتوب کې لا د روغتیا ساتنه زده کړې .

دیارلسم : په مکتب کې یې استادان له شاګردانو نیم ساعت ډوډۍ مخکي خوري څو معلومه کړي چې خوراک روغ دی . او دوی په دي اند دي چې ماشومان یې دهیواد مستقبل ده .

لیکوال: مولوي شمس الهدي هادي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x