نظــر

د ډاکټر مهدی عاکف مرحوم د شهادت په مناسبت

راټولوونکی: محمد هاشم شاهین

د شهید حسن البنا رحمه الله د مظلومانه شهادت ورورسته د عصر فرعوني نظام د هغه په جنازه کي د هغه د والد، بچي او د عسکرو د یوې وړوکي ټولګۍ پرته(چي خلک ئې په جنازه کي د شرکت کولو نه منع کول) بل چاته د شرکت اجازه ورنکړه، نن یو ځل بیا د یوه اسلامپال مشر(ډاکټر مهدی عاکف) جنازه د امام ابو حنیفه رحمه الله په څير د ظالمانو له زندانه راووتله، د اخوان هر مشر د طاغوت په زندان کي د کلونو حبس سابقه لري، د دوی ایمانونه د ظالمانو سره په ټکر کي لا قوي شوي، مضبوط شوي او پولادي شوي دي، استاد مهدي عاکف هم د ابدي نړۍ په لور کوچ وکړ، ده د اخوان المسلمین سره د هغوئ پر سپېڅلي شعار (االلهُ غَایَتُنَا، والرَّسُولُ زَعِیمُنَا، وَالقُرآنُ دَستُورُنَا، وَ الجِهَادُ فِی سَبِیلِ الله اسمَی امَانِیُّنَا / ژباړه: الله مو مقصود دی، رسول صلی الله علیه وسلم مو قائد دی، او جهاد فی سبیل الله زموږ تر ټولو ستر ارمان) باندي د وفاء پیمان سرته ورسوئ، خو د تیر په څیر یو ځل بیا د سیسي فرعوني کودتاچي نظام د ده په جنازې کي چاته د شرکت اجازه نه ورکوي. انا لله و انا الیه راجعون

دا چي نړیواله میډیا د اخوان سره پر ترسره کېدونکو جرائمو ولي غلې ده، دلیل ئې دادی چي غربي او د یهودو لاسپوڅې ميډیا د هغوئ په اشاره غلې ساتل شوې ده، د اخوان په اړه د غرب د دښمنۍ او د دوی له لوري د سیسي په څیر د منحوسو فرعوني څیرو د تمویلولو او حمایه کولو اساسي دلایل په لاندي ډول دي:

۱ـ تر شهادت مخکي استاد حسن البنأ رحمه الله د داخله چارو د وزیر د معاون عبدالرحمن عمار د یو یاد داشت(چي په هغه کي د اخوان د غیر قانوني کولو غوښتنه شوې وه) په ځواب کي د اخوان د غیر قانوني اعلانولو اسباب په ګوته کړي ول، دا د استاد حسن البنأ مرحوم آخرنۍ لیکنه وه چي په هغه کي ئې په لاندي لیکو کي د هغه اسباب مختصراً داسی لیکلي ول:

“د اخوان دښمنۍ تر ټولو ستر سبب بهرنۍ فشار دی، د داخله چارو د وزیر معاون ماته خپله پردې خبري اقرار کړی وو، چي د برطانیې، امریکا او فرانسې له لوري د ۶دسمبر۱۹۴۸م د اجتماع وروسته یو یادداشت نقراشي پاشا (لومړي وزیر) ته وړاندي شو چي په هغه کي ئې د ده نه فوراً د اخوان د فعالیت د بندلو غوښتنه کړې وه، د استعماري دولتونو له لوري داسي غوښتني یو طبعي امر وو، چي د “وادي نیل” عربي هیوادونو او اسلامي هیوادونو په ارتباط د خپلو اغراضو او مطامعو په لار کي اخوان د لاري خنډ بولي، دا کومه لومړنۍ غوښتنه نه وه بلکي د دې غوښتني حیثیت د یوې دولتي غوښتني په څېر وو، چي د هر برطانوي سفیر له خوا ئې هر وخت د خپلو نمائنده دولتونو نه کوي، او کوم حکومت چي دوی ته عملي ځواب حتی په سخت ترینو وختونو کي هم نه وو ورکړی، برطانوي سفارتخانې د نحاس پاشا نه چي په ۱۹۴۲م کي کله جګړه پیل شوې وه او جرمنیان د مصر دروازو ته رارسېدلي ول، غوښتنه کړې وه چي اخوان باید غیر قانوني او ممنوع الفعالیت اعلان شي، خو ده دې غوښتنو ته لبیک نه وو ویلی البته دومره ئې وکړه چي د یو معلوم وخت لپاره ئې د اخوان منځني ښاخونه بند کړل، خو مرکز خپل فعالیت همهغسي جاري ساته. نقراشي پاشا هم داسي کولای شول چي د اشغالګرانو داسي غوښتنو ته منفي ځواب ووایي، او په مقابل کي ئې د اخوان سره کومه ګټوره معاهده وکړي چي د دواړو جهتونو لپاره د اطمینان وړ وي، اخوان د “مرشد” د حجاز له سفره تر راستنېدلو وروسته مذاکراتو ته چمتو وو، خو نقراشي ته دا توفیق ورپه برخه نشو، او پورته جارحانه او ظالمانه ګام ئې اوچت کړ چي د دې نه جوته شوه چي مصر تر اوسه لا هم د خپلو هیوادوالو پر ځای د پردیو اهداف تأمینوي، او پر دې ځمکه تر اوسه لا هم د اغیارو نفوذ او اقتدار دوام لري”. د دې وروسته مرشد د حالاتو او اسبابو تفصیل په دې ډول سره بیانوي: “دا هر څه د بین المللي یهودي تحریک، نړیوال کمونیزم، دیکتاتوري نظامونو او د الحاد و بې دینۍ د علمبردارانو کار دی، چي دوی اخوانیان او د هغوی اسلامپال تحریک د خپلو ناپاکو اغراضو په لار کي ستر خنډ ګوري”. دا لیکنه ډیره پخوانۍ ده خو د منتخب ولسمشر محمد المرسي پر حکومت د غرب او اسرائیلو د اېحنټ د کودتا عوامل همدا دي، تېره ورځ مي په ملګرو ملتونو کي د محمد المرسي پخوانۍ وینا او د عصر د نوي فرعون جنرال سیسي نوې وینا واورېدله، د مرسي د وینا محور د (حضور اکرم ص) مبارک نوم او د سیسي د وینا محور (امن الاسرائیلیه) وو، مرسي وايي چي څوک زموږ د پیغمبر ص عزت لري د هغه عزت به وي چي څوک ئې عزت نه کوي د هغه عزت نشته، مرسي د سیمي د امنیت لپاره اسرائیل حتمي لوبغاړی وباله، اوس لوستونکي ښه قضاوت کولای شي چي غرب اسلام دښمني څيرې څرنګه او ولي حمایه کوي.

۲ـ هر څوک چي د اخوان المسلمین د تحریک په ځپلو کي د امریکا او جمال عبدالناصر تر منځ په تعاون او مرسته کي شک لري هغه دي د امریکا د استخباراتي شبکې(CIA) د مؤسس “مائلز کوپلېنډ” Miles Coopland کتاب(The Game of Nations) “د قومونو لوبه” مطالعه کړي، چي تفصیلاً پکي لیکل شوي چي څرنګه امریکا په سوریه کي په ۱۹۴۹م کي د فوځي انقلابونو سلسله پیل کړه، او دغه ستر امریکایي جاسوس په دغو لوبو کي کوم کردار ولوبوه، او بیا ده څرنګه جمال عبدالناصر او د هغه د ځینو نږدې ملګرو سره تعلقات پیدا کړل او په مصري فوځي انقلاب کي ئې څومره ونډه او رول درلود، دی جمال عبدالناصر ته څومره نږدې وو، دا کتاب د ۶۰شپیته ایمي لسیزي په پیل کي چاپ شوی وو، مصر، سوریې او عراق ته ددغه کتاب راوړل سخت منع وو، په عربي هم دغه کتاب د “لعبة الامم” په نوم وژباړل شو او بیروت چاپ کړ، دا لوبي او هڅي نن تر پروند ډیري تیزي شوي او فعاله شوي دي.

۳ـ د اخوان المسلمین د امن خوښوونکي اسلامي تحریک د ځپلو او تباه کولو لپاره ټول پلان او کار د امریکا په مرسته ترسره کېده، په ۱۹۶۷م کي د مصر و اسرائیلو د جګړي پر مهال چي مصر په ډیر ذلت سره ماتي وخوړله، وروسته چي د مصر فضائي او هوائي ځواک ناڅاپه د اسرائیلو په هوائي بمباردونو کي مکمل تباه شوی وو، یوه اسرائیلي مخفي جاسوس یو کتاب لیکلی وو چي عربي ژباړه ئې د (عند ما تحطمت الاسراب) په نوم شوې، د کتاب انکریزي نوم مي په یاد ندی خو ممکن داسي به وو(When the Squdrons were Crushed) . مصنف چي په دې وخت کي ئې په مصر کي د اسرائیلو لپاره ښه بریالئ جاسوسي کوله ددې خبري نه پرده پورته کړېده چي د مصر د انقلاب وروسته چي کله په شرق اوسط کي د انګرېزانو د نفوذ د له منځه وړلو لپاره د مصري حکومت له لوري د امریکا سره موافقت شوی وو، جمال عبدالناصر د مصري استخباراتي پولیسو په بدل کي چي د انګریزانو په لاس روزل شوي وو او د پاچا خدمتګار ول د یوې نوي استخباراتي پولیسي شبکې د منظم کولو او جوړولو لپاره د امریکا نه مرسته وغوښتله، په امریکا کي هغه وخت د جرمني د نازیانو نه تښتیدلي ډیر فوځي او پولیسي افسران موجود ول، امریکا هغوی مصر ته ولیږل، د دوی نه ځیني نازیان ظاهراً مسلمان شول، او دوی خپل نومونه د فلسطین د مفتي(محمد امین الحسیني) په نوم محمد امین ته ورته کېښودل، دا خبره باید یاد وساتل شي چي د دوهمي نړیوالي جګړي پر مهال الحاج امین الحسیني د انګرېزانو د لاسونو نه په تېښته او جرمني ته په رسېدلو بریالی شوی وو، د انګرېزي استعمار په خلاف ئې د برلېن د راډیو نه پروپاګند کول، نو ځکه چي کوم جرمني ووایي چي د ده په لاس ئې ایمان راوړی دی په مسلمانانو او بالخصوص اخوان کي ډیر محبوب بلل کېده، د همدې لاري نه دغه دروغجن نازیان د مسلمان شوي جرمن وزیر داخله “زکریا محی الدین” د منصوبې له مخي د اخوان په منځ کي ځای پر ځای کړل شول، او دوی ته دا دنده ور وسپارل شوه چي د اخوان په صفونو کي د جرمني د مسلمانانو په صفت سرایت وکړي، او د اخوان د نیمه عسکري تنظیم تمریني(Training) او تربیتي چاري پر مخ یوسي، دوی به په دې ډول سره وکولای شي چي د اخوان مخفي او پټو اسلحو ته لاس رسئ پیدا کړي، او بیا مصري حکومت ته راپور ورکړي، دا کار په ډیره راز دارۍ او مهارت سره ترسره شو، نازیانو خو هسي هم د داسي کارونو د سرته رسولو لپاره په خپل هیواد کي مهارت تر لاسه کړی وو، له دې لاري د جمال عبدالناصر فوځي حکومت د اخوان المسلمین د نیمه عسکري او استخباراتي تنظیم په اړه تفصیلي معلومات لاس ته راوړل، د اسکندریه په جلسه کي پر جمال عبدالناصر باندي د دوی د سازش له مخي ډزي وشوې، چي وروسته ئې د څیړلو لپاره فوځي محکمه تشکیل شوه او د هغي محکمې مخي ته هر څه کېښودل شول، په دې طریقه ئې اخوان بدنام کړ، د هغه په خلاف ئې دروغجني دوسیې ترتیب کړې او په څو میاشتو کي ئې څو د ګوتو په شمېر خو تر ټولو ستر اخواني مشران لکه د ستري محکمې مشهور وکیل او ممتاز قانون پوه او مصنف “عبدالقادر عوده”، ازهري عالم “شیخ فرغلي” او نور شپږ کسان اعدام کړل، خو د انقلابي کونسل هغه رکن او د انقلابي محکمې هغه مشر(کرنل جمال سالم) چي دغه پاک نفسه اشخاص ئې په اعدام محکوم کړي ول ډیر ژر لیونۍ شو او د نیویارک په یوه شفاخانه کي ومړ. امریکا په ډېره چالاکي او بیداري سره دصلیبي عداوت او دښمنۍ تر چتر لاندي اخواني تحریک چي د غربي اثراتو منلو ته ابداً چمتو نه وو په خپلو لاسپوڅو او اجیرو غلامانو وځپی او لا ئې هم ځپي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

شاهین صاحب ، ښکلی لیکنه دی لیکلی الله ج دی اجر درکړی ، ډیر ښه تاریخی معلومات دی پکی راټول کړی وو ، مګر څه چه زه د اخوان المسلیمن د مبارزی د تاکتیک سره موافق نه یم ، تاسی ورله یو دلیل هم لیکلی چه ما یی په اړه فکر کولو چه اخوان المسلمین رهبری ته به ځینو اسلام دشمنو څیرو لار موندلی او اخوان المسلمین به یی په دی ډول دیموکراتیک مبارزی په تاکتیک مجبوره کړی وی چه له امله یی تر دی زیات مسلمانان او دوی تباه شول چه کشکی له اوله نه وی . مونږ د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x