ټکنالوژي

په فیس بوک کي د جاسوسۍ په اړه مارک زوګبرګ ولس مشر اوباما ته ټیلیفون کړی

نن ټکی آسیا: د ټولنیزي شبکې فیس بوک مشر مارک زوګبرګ په یو پوسټ کي لیکلي چي نور د امریکا د جاسوسي ادارې څخه په تنګ راغلی، او ولس مشر ته به تلیفون وکړي او د هغه سره به په فیس بوک کي د امریکا له خوا د استخباراتي فعالیت په اړه خپل مخالفت شریک کړي.

نوموړي په خپل شخصي پاڼه کي ویلي چي دوی په فیس بوک کي انجینران ددې لپاره ټاکلي تر څو ددغه صفحې ګډونوال د مجرمانو او هیکرانو څخه وژغوري، ددې لپاره ېې نه دي ګمارلي چي د خپل حکومت څخه هم د ګډونوالو د ژغورلو لاري چاري ولټوي.

او زیاته کړي چي زه به خپله ښاغلي اوباما ته تلیفون کوم او خپل مخالفت به ورسره شریک کړم، او د حکومت په دهغو کړنو په اړه به یادونه ورته وکړم چي زمونږ راتلونکي ته ضرر رسوي.

نوموړي وویل چي زمونږ دا خواهش چي امریکا به نور په فیس بوک او نورو ټولنیزو شبکو جاسوسي نه کوي، او د استخباراتي موخو لپاره به یی نه کاروي، ژر پوره کیدونکی نه مالومیږی.

د رویټرز په وینا مارک زوګبرګ نه یوازي اوباما ته تلیفون کړی ، بلکي یو اوږد پوسټ یې هم لیکلی او په هغه کي د امریکا د حکومت له خوا د فیس بوک په صفحه کي استخباراتي فعالیت غندلی.

سپیني مانۍ هم ویلي چي ولس مشر تیره شپه د مارګ زوګبرګ سره خبري کړي، او په فیس بوک کي د امریکا د استخباراتي شبکې د فعالیت په اړه دواړه لوري سره وغږېدل.

باید وویل شي چي د امریکا د استخباراتو پخوانۍ مامور سنوډن چي اوس یې روس ته پناه وړې ویلي چي امریکا د ګوګل، یاهو، فیس بوک او نورو ټولنیزو شبکو او خدمتونو په ذریعه جاسوسي کوي، او ددغو شبکو د کارکونکو کمپيوټرونو ته وایرسونه لیږي، تر څو د هغوی شخصي معلومات غلا کړي، او د استخباراتي موخو لپاره کار ځیني واخلي.

زوګبرګ ویلي چي د امریکا حکومت باید د انټرنیټ لپاره خطر جوړ نه شي، بلکي حمایت کونکی یی جوړ شي، دوی باید د خپل فعالیت په اړه واضح او شفافه تګلاره غوره کړي، او خلګو ته وښيي چي دوی څه کوي، که داسي ونه کړي نو کیدای شي دا به د انټرنیټ لپاره ډیري خطرناکي پایلي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x