د ارواحو غِذاء / نعتيه غزل!‎

نظام کندهاری

مونږ يې تر اوسه لا د زلفو په وږمو پسې ځو

د ژوند پر دښته لاروِي يې قدمو پسې ځو

د خيال د غره لمن کې ګرځو لالهانده ځکه

ستړِي ستومان يې د يادونو په رمو پسې ځو

تنده د عشق يې ماتوو اوس په طاها او ياسين

د مُزَمّل او مُدَثّر په زمزمو پسې ځو

شته د رخسار د ګل پر پاڼو يې زمزم د شبنم

مونږ هم د زړونو پر تڼاکو او تغمو پسې ځو

چې په هر حرف کې يې پرته وه د ارواحو غِذاء

د ملغلرو په شان هغو کليمو پسې ځو

که په نصيب يې راته راکړل د ديدار جامونه

د زړه پر تَلُو به په ټکنه غرمو پسې ځو

ښايي رانجه مو شي د سترګو د قدم خاوره يې

نظامه مونږ چې پر پښو نه ځو پر لېمو پسې ځو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.