نړۍ

کویټه: ساینس کالج ته څیرمه چاودني تر ۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړول

نن ټکی آسیا: نن د جمعې په ورځ د بلوچستان په پلازمینه کویټه ښار کي د ساینس کالج ته څېرمه یوه چاودنه وشول، چي له کبله یې لس تنه مړه او تر شل زیات نور ټپیان شول.

امنیتي سرچینې وايي چي د چاودني هدف د پاکستان د ایف سي والا یو موټر و، چي تر چاودنی شېبه وړاندي له سیمي څخه تیر شو.

او زیاتوي چي چاودېدونکي توکي په یوه سایکل کي ځای پر ځاي شوې وه، کوم چي د سړک په غاړه درول شوی و، او بیا د ریموټ په ذریعه چاودنه ورکړه شوه.

باید وویل شي چي چاودنه د جناح روډ باندي ساینس کالج ته نیژدې د شهیدانو چوک سره شوې، چیري چي د کوټي د زړې اډې او کندهاري بازار تر منځ لوکل بسونه تیریږي.
د پيښي اکثره قربانیان د یوه لوکل بس سپرلي وه، چي د چاودني په وخت کې دغه لوکل بس موټر له سیمي څخه په تېرېدو و.

د پيښي مړي او ټپيان نیژدې سول روغتون ته رسول شوي.

د یادوني وړ ده چي د پاکستان د بلوچستان په ایالت کي له ډیره وخته د بلوچستان نېشنل آرمي په نامه وسلوال بلوچ ګروپ فعالیت کوي، او اکثره د پاکستان فوځ او امنیتي چارواکي په نښه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x