نظــر

د قدسي جهاد لومړي مصري مبارز ومړ!

محمد حامد احرار

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا- صدق الله العظیم-.

دتاریخ پانې همېشه د اسلامي مفکرینو او نوابغو د سخت ، تریخ او مشکل ژوند شاهدې دي ، همېشه په اسلامي حرکتونو ظلمونه شوي ، دقدرتمند او قوي فکر ککرۍ د دشمنانو په زندانونو کې خاورې شوې ، یوه ورځ مو جمال الدین افغاني له لاسه ورکړ ، بل ورځ مو البنا ، سید او …. مو پرله پسې له لاسه ورکړل ، خو دا لړۍ ختمه نشوه او تر نن پورې ادامه لري ، کوم چې وروستی قرباني یې استاد مهدي عاکف شو .

استاد مهدی عاکف نرم خویه ، با حوصله ، متقی او د لوی فهم خاوند وو ، د استاد ژوند ټولو داعیانو او د حق دلارې مجاهدینو ته د عبرت او درسونو ډک ژوند دی . استاد د خپل ژوند ۲۴ کاله د زندان د میلو تر شا تیر کړي ، یو ځل په ۱۹۵۴م کال کې داسلامګرایی او نورو تورونو په خاطر په زندان محکوم شو او وروسته له ۲۰ کلونو یعنی په ۱۹۷۴ کې آزاد شو ، بل ځل په ۲۰۱۳م کال کې د مصر د ظالم حکومت له لوري زنداني شو ، تردې چې د تیرې شنبې په ماښام د پخوانۍ مریضۍ او د زیاتو شکنجو له امله په شهادت ورسید . انالله وانا الیه راجعون .

استاد یو تکړه مجاهد او فهیم انسان وو ، کله چې انګریزانو د فلسطین او قدس د نیولو لپاره یرغل پیل کړ د استاد د ځوانۍ ورځې وې ، استاد د انګرېزانو پر ضد جهاد کې برخه واخیسته او د یوې برخې مجاهدینو مشري یې په غاړه دلوده .

د قطبی اخوانیانو او اوسنیو متغیرو اخوانیانو برعکس استاد یو قاع او د واضحو مواقفو خاند وو . د ژوند له پیل څخه یې د اخوان د مهمو او سرنوشت لرونکو پوستونو او وظیفو خاوند وو ، وروسته استاد د (۲۰۰۴-۲۰۱۰م) پورې د اخوان د لومړي مرشد په توګه وټاکل شو . مهدی عاکف یواځینی مرشد او مشر وو چاچې په ژوندون د اخوان د رهبری سره مخه ښه وکړه او اخوان او نورو ټولو ډلو مشرانو ته یې د عبرت درست پرېښود .

کلونه مخکې د اخوان په عمومي مرکز کې په یوه غوڼډه کې ټول مشران په لومړي صف کې ناست وو ، استاد د محمد بدیع تر څنګ د سیف الاسلام بنا سره نژدې ناست وو ، لږ وروسته د اخوان نور مشران او مېلمانه راغلل خو په لومړي صف کې د کېناستلو لپاره ځای نه وو ، پدې وخت کې استاد له خپله ځایه ولاز شو او په آخري صف کې کېناست او خپل ځای یې مېلمنو ته خوشي کړ . دا وه خاکساري ، سالمه او ریښتینې تربیه ، کوم چې دا دټولو اسلامي حرکتونو مشرانو او افرادو ته یو درس دی ، باید هریو له امیر نه نیولې تر عادی شخص پوری د استاد په شان اخلاص او خاکساري ولري ، کوم چې موږ یې بدبختانه په ډېره کمه اندازه په اسلامي حرکتونو کې وینو .

د اخوان معنوي رهبر یوسف القرضاوي د استاد د مرګ په اړه وویل : مهدي عاکف یو قوي او فهیم شخص وو ، کوم چې دده په شان انسانان مو ډېر کم لیدلي دي ، خدای پاک د رحمت پرې وکړي او د شهدا وو خای د ورته نصیب کړي.

همدارنګه د حماس اسلامي حرکت هم د استاد د مرګ د خبر په اورېدو سره د ده د کورني او ټولو مسلمانانو سره غمشریکي وکړه او ویې ویل : موږ غمګین یو ځکله نن د قدسي جهاد لومړنی مصري مبارز له دنیا سترګې پټې کړې .

د اخوان المسلمین یوځلي په ګوڼډو کېدل ، د اخوان د نابغه ککریو بندي کول او له منځه وړل ، …. دا هرڅه د اخوان پاتې برخې ته او نورو اسلامي حرکتونو لپاره د عبرت درس دی . اخوان المسلمین د تګلارې ځینو کوچنیو غلطیو نن اخوان دې حالت ته راورساوه ، کوم چې هر اسلامي حرکت باید جدي پرهېز ترې وکړي .

ای کاش اخوان د قرضاوي او نورو مشورې منلې وای او په پټو سترګو مخکې نوای تللي ، نن به مو دا ورځې نه لیدلې . ځکه دا بهتره ده مسلمان له یوه غار څخه دوه ځلې ونه چیچل شي ، خو بد بختانه اخوان په یوه ډبره دوه ځلې وغورځېد .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x