fbpx

خاص امريکايان دي (لنډه کيسه)

خالد رعد

لمر د مخامخ غره له څوکې پنا کيدو ته نژدې و، دادو لالا د قبلې لور ته په کمکۍ دروازه راووت، په چپ لاس يې په سترګو سيوری جوړ کړ او په شاوخوا پولو پټو کې یې د مجلس په انډيوالانو پسې وکتل، له ځان سره وغوميد….. د ډارن اولاد خو يو هم نه ښکاري چې لږ سات مې ورسره تير سوی وای.

درې شپې مخکې يې په کلي کې د سردار خان په کور د سپيشل فورس عسکرو لخوا چاپه وهل شوې وه، په بمبار يې نيمه کلا ورته ورانه کړې وه، ميرمن، کمکۍ لور او وراره يې ورشهيدان کړي او درې زامن يې ترې وړي وو، له چاپې وروسته به کله-کله سپيشل فورس عسکر کلي ته راتلل، په کلي ويره خپره وه او ټول درې ورځې او شپې په کورونو ننوتلي وو، يوازې سپينږيري او سپني سارې به له سردار خان سره د غم شريکۍ او تسلي ورکولو لپاره د هغه کور ته ورتلل.

په دادو لالا دنيا تنګه شوې وه، د جنوب خوا لويې دروازې ته روان شو….. ته راځه که د جارګي د توت خواته څوک پيدا سو او مازديګر مې ورسره لنډ سو، خو راباندې يو کال سو. شيبه وروسته يې له زړه د ديغت خپسه پورته شوه، لالی او پاچا يې وليدل چې د جارګي په سر ناست وو. دوی دواړه هم له ديغته جارګي ته د مجلس په سړي پسې راغلي وو، چې ورځ پرې لنډه شي.

دادو لالا له سلام او روغبړ وروسته شنه نسوار له ژبې لاندې کيښودل او پاچا ته يې مخ کړ.

….. پاچا! په سردار خان به دې حال نه وي؟ خدای دې سوب وکړي له خپګانه به يې زړه چاودلی وي.

….. ورغلی وم، ما ويل لږ مجلس به ورسره وکم چي غم پرې سپک سي، بيچاره ډير خپه و، د چاپې ټوله کيسه يې راته وکړه، بس الله (ج) دې غور وکړي.

….. يه وروره! د شکر ځای خو دا ده چي د کوپر زمنو (سپيشل فورس) بدنامي نه ده ور اړولي، دا خو امريکايانو تريبه کړي دي، په هيڅ ناروا نه دي تړلي. يو د زمنو کيسه يې سړی خپه کوي، دعا به ورته کوو چي خدای يې زر ورته راخلاس کي.

پاچا لږ په سياست پوهيده، کله نا کله به يې په جومات کې د راديوګانو د خبرونو غورچاڼ هم بياناوه او لنډه تبصره به يې پرې کوله، دی لږ و ډير په حالاتو خبر و. د دادو لالا خبرې ته يې د هو په ډول سر وخوځاوه او ويې ويل ….. ما خو لا دا هم له ډيرو خلکو واوريدل چي دغه يې د هغو پرچميانو او کمونستانو زمن راټول کړي چي د امريکايانو خاص ملګري دي، ډير اتيبار (اعتبار) پې لري، بيا يې خاص امريکايي جنرالان ورته مکرر (مقرر) کړي چي تربيه يې کي. دغه چاپې خو امريکايانو ورښودلې، په هغه شپه دې ورته پکر (فکر) و؟، بالکل لکه د امريکايانو چاپه.

….. هيڅ شک يې نسته، سردار خان د چاپې په سهار راته ويل چي بيخي پيزندل کيدل نه، چي پارسي او پښتو يې وويله بيا پوه سوم چي دا خو امريکايان نه دي، وايي داسې ظالمان و چي نه يې ښځې ته کتل نه سړي ته، بس ټول يې له لبه په کونداغو وهل، وراره مې څه خبره ورته وکړه، بل توپک پې راواړاوه او دي ما کوروالا، لور مې او وراره مې شهيدان کړل.

پاچا خپل پټکی ديوال ته کيښود، سر يې پرې تکيه کړ ويې ويل: هو، له دې وجې يې خاص ځواکونه نوم پې ايښی، راديوګانې يې ځانګړي ځواکونه بولي، په خاصو عملياتو کې شرکت کوي، دوی وايي چي طالبان چيرته په نورو عسکرو زورور سي بيا دغه عسکر ورليږي چې بيرته جی (ځای) ترې ونيسي او خلک په امن کړي.

….. خلک په امن کړي؟! اوس ښه سوه!!!، طالبان څوک دي وه پاچا ګله! خو دغه دي موږ زمن او وروڼه دي، دوی اوس موږ له خپلو اولادو ساتي؟!. ای د بوش زمنو! نسته ځواني لاړه کني په هغه شپه خو مې ولا د دوی کوپر په لاس کې ورکړی وی. ساتل بيا دغسې وي، چي نه د چا په ناموس بند وي، نه مو قران و جومات پيزني او نه مو سپين سارې او سپينږيری پرېږدي، بس له يوې مخې يې ولي. خاس امريکايان دي، په دوی دې بلا د افغان د نوم وګرځي.

لالي له دعا وروسته تسبيح تر ګوتو تاو کړې او ګريوان ته يې سر ښکته کړ، کفففففف شففف شففف، په دواړو لپو يې هم چفف کړل او لاسونه يې په ټول ځان تير کړل، بيا يې تسبيح جيب ته واچولې او له دادو لالا او پاچا سره يې په مجلس ځان ګډ کړ.

….. ماښام ده، لمنځونه به د جارګي په سر وکو بيا به ځو، چي بيا په غم وانه وړو. د سردار خان شهيدانو ته لويي درجې غواړو او ځان ته به هم دوا کوو چې خدای تعالی له ايمان سره مرګ راکي. داسې وخت ده چې نه مو ناموس خوندي ده، نه دين، نه د خپل کور کلي واک لرو، جومات او لمونځ خو يې کړل رادربدره او،،،،، باچا په خبره کې وروليد، ….. ته ودرېږه د ټانګو درنه غورا مې تر غوږ کيږي، بيا دا د کوپر اولاد پياده نه وي راغلي، غږيدا به مو واوري په بلا به ورسره ککړ سو.

دريواړه ودريدل، پاچا لا پټکی په لاس کې نيولی و چې د سپيشل فورس ټانګ د کلا له برج سره راتاو شو، عسکرو د ټوپکونو شپيلۍ ورته سيخې کړې.

….. ودريږئ! عسکر له ټانګ نه ټوپ کړل او غږ يې پرې وکړ.

يو عسکر چې قومندان ښکارېده، مخ ته يې ودريد او نورو شاوخوا منډه کړه.

….. بيا په کومه پوسته د حملې پلان جوړوئ او که مو چا ته غوړه ډوډۍ تياره کړې ده؟ انتظار خو درباندې اوږد شوی.

دادو لالا ځواب ورکړ، ….. وه وروره! په دې سپينو ږيرو به څنګه پوستې نيسو او ډوډۍ مو کله بيا چا ته ور….. پټکی يې له څپېړې سره د غوا پښو ته ولوېد.

….. په سپينه ږيره دروغ وايې، ابله ورځ مو په دې کلا کې ډوډۍ نه وه ورکړې؟ چې بيا مو يو په هغه بره کلا کې د شپې په چاپه کې وغځاوه او درې مو ژوندي ونيول.

د لالي لاړې نښتې وې، غاړه يې تازه کړه، ….. قومندان سيب هغه خو يې ورار،،،،، د عسکر دروند غږ يې په ستوني کې خبره وچه کړه، ….. چوپ چې بله خبره دې له خولې ونه وځي. له دې سره يې دوه درې درانه سوکان په ولي او ټټر ولګيدل، ….. ځئ چې بيا مو ونه وينم ګني ديرش ډزه به مو وولم، دومره په ډاډه لهجه راته غږيږي لکه موږ يې چې نه په تودو کمبلو خبر يو او نه په غوړو ميلمستاوو.

دادو لالا د کلا د لمرلويدو طرف ته وړې دروازې ته ورتاو شو، د سترګو له کونجو يې عسکرو ته کتل او له ځان سره وغوميد، ….. دا اوس ځان مسلمان بولي، خاس امريکايان دي خاس، په دوی دې بلا د افغان د نوم او مسلماني وګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د