نړۍ

نن د کردستان دخپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶) د عراق د کردستان د محلي حکومت مشر مسعود بارزاني ویلي چې له ټولو مخالفتونو او انتقادونو سره سره به همدا نن دوشنبه د سپتمبر په ۲۵ مه د کردستان د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه( رفرانډم) ترسره شي.

د عراق کردستان چې د صدام حسین له وخته یې د نیمه خپلواکې سیمې حیثیت درلود، سیاسي مشران یې هوډ لري چې دا سیمه په بشپړه توګه خپلواکه او د یوه نوي مستقل کردي هیواد په حیث رسمیت ورکړي.

کردان چې په عراق،سوریه، ایران او ترکیه هیوادونو کې ویشلي پراته دي له دې وړاندې یې هم د خپلواکۍ لپاره ډيرې هڅې کړې، خو د یادو هیوادونو لخوا بیا بیا ځپل شوي دي.د عراق په شمال کې د کردستان ایالت بیلتون پال سیاسي مشران هڅه کوي د عراق له سیاسي کمزورۍ او ګډوډۍ څخه په استفاده خپل استقلال اعلان کړي.

په نننۍ ټولپوښتنه کې به عراقي کردان په دې اړه نظر ورکوي چې آیا له عراق سره متحد پاته کیږي او که خپلواکي غواړي؟ که په نننۍ ټولپوښتنه کې د کردستان دخپلواکۍ رایې ډیرې شي دا به په منځني ختیځ کې د کردستان په نوم د نوي هیواد د رامنځته کیدو لپاره لاره هواره کړي.

عراقي کردان په داسې حال کې د خپلواکۍ لپاره رایې کاروي چې د سیمې او اسلامي نړۍ ډیری هیوادونو له دې ټولپوښتنې سره مخالفت څرګند کړی. د عراق سترې محکمې دغه ټولپوښتنه غیرقانوني بللې او عراقي حکومت ګواښ کړی چې د اړتیا په صورت کې به کردستان ته پوځ ولیږي. ایران له کردستان سره هوایي حریم تړلی او د کردستان پولو ته نږدې یې پوځي مانورې پیل کړي. آخوا ترکیې هم له ټولپوښتنې سره شدید مخالفت ښودلی او په کردانو د فشار واردولو لپاره یي پوځې مانورې کړي.

که یو خوا زیاتره اسلامي او د منځني ختیځ هیوادونه له دې ټولپوښتنې سره مخالفت ښیي او د کردانو د خپلواکۍ اعلان په منځني ختیځ کې د نوې نزاع او بحران پیلامه بولي بلخوا اسرائیلو بیا دکردانو له خپلواکۍ ملاتړ اعلان کړی. د امریکا متحده ایالات که څه هم په اوس وخت کې یې د عراقي کردانو د خپلواکۍ ټولپوښتنه بې وخته بللې خو په عملي ډګر کې مسلسل کوښښ کوي چې کردان د عراقي او نورو محلي حکومتونو په مقابل کې تقویه کړي. امریکایان د عراق د کردستان له محلي حکومت سره مخامخ او مستقل قراردادونه لري، د هغوی پیشمرګه ځواک ته سره جلا کومکونه کوي او عملا له عراقي کردستان سره د یوه مستقل حکومت په حیث چلند کوي.

د چارو پوهان وایي چې د عراقي کردانو د خپلواکۍ احتمالي اعلان به د منځني ختیځ په بحران نور تیل هم وپاشي.د ترکیې،سوریې او ایران کردان به هم خپلواکۍ ته وهڅوي او په سیمه کې به د ملي ګرایي یا قومیت په نوم منازعات نور هم زور واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ح‍ذیفه

چیری هغه د صلیبی جګړو اتل صلاح الدین ایوبی او چیری دا خره او بی عقل کردان چی په سرونو کښی یې بوس دی. دا یو تریخ واقعیت دی چی د تاریخ په اوږدو کښی د منطقی دظالمو حکومتونو له خوا له دوي سره ډیر ظلمونه شوی، اما دا کوم کار چی دوی اوس تر لاس لاندی نیولی دا به نه یوازی دوی له ظلمونو خلاص نه کړی بلکه دوی به نور هم د منطقی د نورو خلکو سره یوځای د تباهی او بربادی و خوا ته ور سم کړی، او دا کوم نسبی ښه والی چی اوس په عراق… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x