دسپږمۍ پر مخ تور داغونه او حقیقت يې

لیکنه:… مفتي احسان الله…

سپږمۍ چې کله موږ ته ښکاري، نو تر ټولو جالب يې هغه تور داغونه دي، چې زموږ فکر ورته راګر زوي، دېته په عربي کې مَحْوَ وايې، ددې په وضاحت کې دهیئت دماهرینو اقوال مختلف دي، په اوسني وخت کې دمسلمان فلک پوهانو نظریه دا ده، چې پر سپږمۍ دهوا دنه وجود له امله، هلته په ورځ کې دیو شي سایه هم دشپې په رکم توره ښکاري، نوي ساینس دا ثابته کړي ده، چې دسپږمۍ پر سطحه غورنه او لوی خندقونه موجود دي، دهغوی سايې موږ ته دتورو داغو په شکل ښکاريږي.

په هوا کې چونکي دبخار او ګرزوغبار وړې وړې زرې دوړو وړو آینو کار ورکوي، او رڼا له یو ځایه نه بل ځایته منتقل کوي، پر زمکه دهوا له برکت په سایه کې هم تر زیاته حده رڼا وي، خو پر سپږمۍ دهوا دنه موجودیت له امله سایه يې هم تکه توره وي.

دهيئت قدیمه مشهور عالم ګليليو چې کله په اول ځل دسپږمۍ سطحه په دوربين مطالعه کړه، په روښانه برخو کې لوړي او زوري ولیدي، خو توره حصه يې بیا همواره ورته ښکاريده، نو دا فيصله يې وکړه، چې دسپږمۍ توره حصه دریاب او اوبه دي، لوړه او زوره يې وچه برخه ده، دهغو دریابو لپاره يې نومونه هم کېښودل، وروسته تحقیقاتو داثابته کړه، چې هلته اوبه او هوا معدوم دي، خو دفرضي دریابو دغه نومونه دسپږمۍ پر نقشه تر ننۍ زماني پوري باقي پاتي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د