حداد فرهاد کلتوری مرکز

لیکواله: زرغونه حداد

په دې نړې کې یو تاریخی حقیقت پروت دی او هغه ځلاند حقیقت د افغانانو روح او ساه افغانستان دی. د پردی اډیالوژګانو لکه افرادیت، کمونیزم ،غربی دیموکراسی، پردی ژبه، لباس او طور طریقو خصوصآ الیکټرانک میډیا په افغانانو کلتور باندې ډیرې بدې اغیزې کړی دی. د پردی کلتور اخیستل آسانه مګر خپل کلتور ساتنه ګران کار دی. د یو ملت په توګه دا زمونږ یو وجدانی او ایمانی وظیفه دی چې خپل هیواد دې بحران نه اوباسو. اوس هم لیدل کیږی چې ځینی افغانان خپل تجارت لپاره افغانی او غربی لباس یې یو ځاې کړې دی. او افغانی کوچیانی لباس یې شرمولې دی. چې افغانی شان او غیرت دې ته دا اجازه نه ورکوی. په ننې شرایطو کې د حداد فرهاد کلتوری مرکز په شان زمونږ هیواد همداسې نور تعلیمی مسلکی او تخنیکی ادارو ته اړتیا لری.

د حداد فرهاد کلتوری مرکز پرانستل په هیواد کې یو مثبت ګام ګڼل کیږی چې په ډیر لږ موده کې یی وکول شو چې په کابل کې فعالیت شورو کړی او ډیر ژر به په نورو ولایتونو کې هم کار پیل کړی. د دی مرکز هدف د تعلیمی آسانتیاو نه علاوه زمونږ د کلتور هغه واړه او خواږه دودونه چې په حقیقت کې یوه لویه معنا لری راژوندې کړی کومي چې زما خداې بخښلی پلار قدرت الله حداد په خپل اثارو کې خپل هیوادوالو ته او خصوصآ هغه نسل کوم چې په نامساعدو حالاتو کې لوې شوی او خپل کلتور نه لرې پاتې دی، پریښې دی. دا مرکز د زما ورور ولی حداد په مشرولی او د نورو محترمو وروڼو وقار الله زیار، سیلاب مسید، حنیف الرحمان لودین، ولی توتا خیل او نورو محترمو غړیو په مرسته مخ ته وړل کیږی. دا کارکونکی په حقیقت کې هغه سپیځلی او با استعداد خلک دی چې دا صرف د وطن پالنې یو احساس دی چې فاصلې یې رانژدې کړی دی. چې زه د سټیو جابز دا وینا هغوی ته ډالی کوم ؛ مونږ دوی ته نه وایو چې څه اوکړی بلکه دوی وایی چې مونږ څه وکړو.

په ورجینیا کې ولی حداد د ابتدایی تعلیم په تدریسی کتابونو باندې کار شورو کړی چې ترتیب، ډیزاین او چاپولو باندې شخصآ کار کوی.

زمونږ هدف :

مونږ سیاست نه غواړو

مونږ تضاد نه غواړو

مونږ یو موټې او بې طرف افغانستان غواړو

و من الله توفیق



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

5 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    له کومه ځایه چه مونږ حداد صاحب او د هغه بل ورور چه د افغان ملت د ګوند نه یواځی مشر بلکه موسس یا بنست کسودنکی یی هماغه وو ، پیژنم څو ځلی مو ور سره تلیفونی خبری کړی . حتی زما د سیاسی ژوند لمړی برخه د افغان ملت سره بیل شوی.
    ، په نن تکی اسیا کی مو تر سترګو شوی نه وه اوس می په ګوکل کی ولیدله ، خامخا به یی ګورم مګر اخری برخه کی چه اهداف لیکل شوی زرغونه حداد وایی زمونږ اهداف :
    مونږ سیاست نه غواړو ، مونږ تضاد نه غواړو مونږ بیطرفه او یو موټی افغانستان غواړو
    دا اهداف څومره چه زه دوی او د دوی جهان بینی پیزنم ورسره ټکر کی دی ،
    دوی خبله لیار بدله کړی د رزغونی معلومات تر اوسه نامکمل دی او بله کومه ستونزه د کاسی لاندی نیم کاسه ده
    په هر صورت مونږ ورته مبارکی وایو او حتی د هغه نوو کتابو لاسته راوړنی په اړه تری هیله کوو چه څرنګه یی تر لاسه کړو په دی اړه که ولی حداد صاحب د نن تکی اسیا څخه زمونږ ایمیل تر لاسه مونږ ته هدایت وکړی او لا په نن تکی اسیا کی عمومی معلومات ولیکی مننه به وی

    • salaamona aw naiki helay mohtram,

      Dera manana statsi da message na da kulturi markraz
      da, Afghan kultur berta ra zhawandi kawalo aw taleemi barkha ki mresta kawal.
      Tasi wayal chi mog bela lara ekhtiar kerai da.

      bay tarafa Afghanistan da mog the meshrano lara wa,
      bay tasoba Afghanistan hum da hoghoi mafkora wa

      raghlo chi mo siasat na kawo hagha zeka chi da yaw kultura markaz dai
      aw Haddad Sahib yaw lekwal aw tareekh poh hum wo.

      Taso farmaili chi kaasa landi neem kasa kho ba nawai?
      mog da mashomano ta pa khpel wakht aw pa masraf riazi,science
      pashto aw nor mazamono ki kitabona leeko no na pohegum chi sanga tasi
      ta da sawal paida sho? chi mog khpel nawai nasal taleem yafta ku.

      Aw mog tasi ghondi ba tajroba meshrano to artia laro chi pa gada khpel gran hewad ta
      yaw sa woko da mog the markaz aw the zerono darwazi taso ta khelasi di.

      wobakhai chi pashto font stonza laro felhal.

  2. الحاج استاذ بیانزی

    مننه وروره ، زه مسلمان ، افغان او بیا پشتون وطن دوست یم ، د خپل هیواد ، خلکو ، خاوری او خبلواکی سره مینه لرو ، دا هیلی تر سره کیږی چه زمونږ بچیان د وطن سره څنګ کی لوړی زده کړی تر لاسه کړی ، انسانیت ، اسلامیت او افغانیت وپیژنی ، مسلکی زده کړی تر لاسه کړی چه له امله یوه مړۍ ډودی ، کور او کالی تر لاسه کړی نورو ته له ګدایی او غلامی وژغورل شو او …… مګر داسی کور کالی ډوډی چه مونږ په کی خبل خالق رضا او د مظلوم مخلوق رضا او خوشالی عملی بڼه کی نظر او عمل کی نیولی وی او ….
    مونږ ستاسی د دغه زده کړو کلتوری ټولنی هر کلی ، ستاینه او مننه کوو ، د همدی امله مو اخره کی لیکلی چه مونږ ستاسی له کتابو او زده کړو څرنګه ګټه پورته کولای شو تاسی کومه پاڼه یا سایت لری ، تاسی همداسی پشتو یا فارسی کتابونه جوړ کړی ریاضی او نوری زده کړی ماشومانو ته کوی او تر کوم ټولګی پوری مو خبره رسولی که مونږ په دغه نصاب تعلیمی او پروګرامو خبر او بوه کړی او ستاسی له زده کړو څرنګه ګټه پورته کړو .
    هو زرغونی خور یا وریری لیکلی زمونږ اهداف :
    مونږ سیاست نه غواړو ، مونږ تضاد نه غواړو مونږ یو موټی او خپلواک افغانستان غواړو
    فکر کوم چه هغه خور په دغه اهدافو کی لږ څه شاته پاتی شوی .
    که تاسی سیاست نه غواړی ، لمړی سیاست یعنی څه ؟ د ټولنی مثبته اداره او کنترول ته سیاست وایی عربی کلیمه ده اصلا د ناګویه یا نوو اسانو ارامولو او ترین کولو ته سیاست وایی ، د اسلام یو نوم سوله او بل سیاست دی سوله له سیاسته غیره نه راتلی او نه ساتل کیدی شی ، نو تاسی چه سیاست نه غواړی افغانستان څرنګه یو موټی او څرنګه یی خبلواک کولی او بیا څرنګه یی خپلواک ساتلی شی یعنی سیاست او حکومت به درته اشغلګر او دهغوی دست نشانده یا کالی څتی کوی او تاسی بیا څرنګه د یو موټی کولو او خپلواک ساتلو دعوی لری .
    په هر صورت دالوی بحث دی لږ فکر په کی وکړی زه هم په مسلمان بودن او انسان بودن وطن دوست هم یم .
    بله خبره دا چه پشتو کی یو متل دی وایی چه اوشان ساتی دروازی لوړی کیږده ، په دی پیړی کی چه د پشتو کی پورد اخستلو ته اړه هم نشته صرف ډون لوډ کولو ته اړه لری او تاسی یی نه لری نو تاسی څرنګه د ماشومانو پروګرامونه به دی یوویشتمه پیړی کی مخی ته وړی ؟
    که دا ستاسی په شان پشتو مونږ په انګلیسی حروفو لیکلی یو عذر مو درلود ډ داسی زده کړو یا لویو دندو مسولیت مو نه دی تر غاړه کړی ولی تاسی باید د پښتو کی پورد ولری او بیا د پشتو د زده کړی عملی بڼه کی دعوی وکړی . د دوستانو خبری لږی ترخی مګر تاسی ته ګټه لری خوابدی نه شی ، تاسی که زمونږ تردی لا دیر نظریات غواړی د نن تکی اسیا څځه زما ایمیل تر لاسه کړی تاسی سره به تر دی زیات خپل نظریات دایمیل له لیاری شریک کړم انشاالله مننه

  3. الحاج استاذ بیانزی

    مونږ د پورتنی تبصری په اړه تبصره ولیکله او کله چه مو کلیک کړه والوته ، د نن ټکی اسیا له ورونو هیله لرم راته ولیکی چه ستاسی د پانی کلیک کیدل همداسی وی ، یعنی وروسته ښکاره کیږی او که کومه ستونزه وه ستاسی له خوا ډیلیت شوه ، او که زما له خوا کومه غلطی وشوه چه په اینده کی غلطی نه کوم مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.