سعودي: په ملي ورځ دیني شعایرو ته توهین شوی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): د سعودي حکومت په لومړي ځل ښځو ته اجازه ورکړه چې د ملي ورځې په نامه جوړ شویو جشنونو کې د خلکو سره څنګ پر څنګ ګډون او رقص وکړي، چې د سعودي ولس د رواجونو خلاف او په تاریخ کې یو بې ساری بدلون بلل کیږي.

په دغه جشنونو کې د قرآن کریم آیتونه د موسیقې سره ولوستل شول او همداسي د سعودي بیرغ چې کلیمه طیبه باندي لیکل شوې، د رقص او فحش په مجالسو کې ورپول شو.

د «ایم بي سي» په نامه تلویزون چې په سعودي کې د سیکولرزم او بې دینۍ خپرولو لپاره د سعوديانو په مالي لګښت چلیږي، د ملي ورځې په مراسمو کې د موسیقۍ هغه پروګرام وښود چې د قرآن ایتونه د سندرو په ډول ولوستل شول.

هر کال 23 سپتمبر په حکومتي سطحه د «ملي ورځ» په نامه لمانځل کیږي، ځکه چې د میلادي کال ۱۹۳۲ په ۲۳ سپتمبر د سعودي دریم مؤسس ملک عبدالعزیز پخوانی نوم «مملکة الحجاز ونجد وملحقاتها» بدل کړ او اوسنی نوم «المملکة العربیة السعودیة» یې انتخاب کړ.

په همدې مناسبت هر کال د حکومت له لوري په پراخه کچه جشنونه نیول کیږي او عمومي رخصتي اعلانیږي.

د محلي رواجونو او همداسي د اسلامي شریعت له مخې د سعودي حکومت تل د ښځو په وړاندي ځیني قیودات ایښی چې له مخې یې ښځې په یوازي ځان سفر نه شي کولای، موټر نه شي چلولای، د نارینه وو سره په عامو محفلونو کې اختلاط نه شي کولای، خو سږ کال لومړی ځل وو چې د حکومت له لوري اجازه وشوه او په ټول هیواد کې په ګډه د «ملي ورځي» مراسم ولمانځل شول.

ټویټر کې مخالفت:

سعودیان چې د خپل نظر څرګندولو لپاره یوازینی وسیله ټولنیزې پاڼې او په ځانګړي ډول ټویټر لري، تېره ورځ یې په هغه هاشتاګ کې په پراخه کچه ګډون وکړ چې عنوان یې وو: ګناه کول وطن پرستي نه ده. (الوطنية ليست بالمعاصي).

یوه متدین سعودي په ټویټر کې په یوه ویډیو کې وویل: مونږ چې کله د رقص، فحش او اختلاط پر ضد خبره وکړو، مونږ خاینان بلل کیږو، هیواد پرستي په ګناهونو نه کیږي، هیواد پرستي د خدای پاک په شکر سره کیږي چې مونږ ته یې په خپل هیواد کې امن او امان راکړی، خپلو مشرانو ته په دعا کیږي چې الله یې اصلاح کړي، هغو عسکرو ته په دعا کیږي چې د هیواد حدود مو ساتي.

یوه بل سعودي لیکلي چې د فحش او رقص په محفل کې د «کلیمه طیبه» تر شعار لاندي باید منکرات ونه شي، دداسي محفلونو لپاره دي بل رنګه بیرغ جوړ شي تر څو د کلیمې توهین ونه شي.

یوه بل سعودي په ویډیو کې ویلي: زه د سعودي مفتیانو او علماو ته چلنج ورکوم چې د حکومت ددغه اجازې پر ضد دي یو څه ووایي او حرام دې وګڼي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د نړیوال شهرت خاوندان دیني عالمان نیولي لکه «سلمان العوده»، او په تیرو ورځو کې يې د حکومت لجنة الفتوا یو عالم ځکه ونیوی چې ویل یې : ښځي په دین او عقل ناقصي دي، ځکه نو شریعت باندي بندیز لګولی چی یوازي به سفر نه کوي او موټر به نه چلوي.

ځیني بیلګې:

یوه سعودي لیکلي: که د ملي ورځې په نامه د رقص او سندرو جشن جوړوی، لطفا د کلیمې تر شعار لاندي يې مه کوی. (هنرمندي د سعودي بیرغ پر سر لګولی چې کلیمه طیبه هم په کښې ده).

د توحید کلیمې په وړاندي د رقص او سندرو پروګرام:

د قرآن کریم آیتونه د موسیقي سره:



4 تبصرې

  1. روح الله روحمل

    ای دعربو شیخانو که چیرته ستاسو په ملک کی دوه مقدس ځایونه نه وای او د دواړو جهانونو سردار حضرت محمد ص هلته نه وای نو ما په ډیر داسی شیان په عربو پسی لیکلی وو چی هیچا به یی د ویلو تحمل نه درلود خو دومره وایم چی افسوس سل ځلی افسوس چی څوک تاسی ### شیخانو ته د مسلمان په نظر ګوری او دا توقع لری چی د عربو سنډاګان به د هغو ظلمو په وړاندی چی په نړی کی په مسلمانانو کیږی څه غبرګون وښایی

  2. اوف له چانه ګیله وکو د ټولو مسلمانانو یوازینی ځای چی دا حال دی

  3. چې هر څونده بد پر وویل سی بیا هم لږدی خو دا بد ویل یواځی د امریکایانو مزدورانو ته ویل کیږی ، نه عام عرب ، خصوصا متدین علماء د عربو ، تر زږو یی وینی څاڅی او مهم او مؤثر علماء یی په بندیخانو کې اچول سوی دی – دا ملعونین خو داسی دموکراسی غواړی چې یوازی د دوی غرندی به اوریدل کیږی او نورو ته خصوصا مسلمانو ته دا وخت نه ورکوی چې هغه د خپل دین او ناموس څخه دفاع وکې – تاسو وینی چې محترم ورور نظر محمد مطئن په قید خانه کې دی او یهودۍ رولا غنی وخپلی فحشا ته په عام ډول رخصیږی او نور هم پر قیاس – قاتلهم الله تعالی قتالا کبیر

  4. ګل محمد وزيري

    دسعودي شيخانو دنړۍ دمسلمانانو دتوقع په خلاف کارونه شروع کړي دي.دسعودي نامتو ديني علما دسعودي دحکومت لخوا نيول کيژي اوزندان ته ليژل کيژي,سعودي علما دخپلي اسلامي وجيبي په اساس دنړۍ دمسلمانانو سره کله ناکله خواخو ږي ښۍ چه بيا دحکومت لخوانيول کيژي.داپه داسي حالت کي ده چه نړۍ ته اسلام له همدې سعودي درسول الله او دصحابه کرامو دريښتيني مبارزې ,جهاد او يوعالم تکليفونو سره نړي ته ورسيد.خو اوس دسعودي حکومت نه تنها دمسلمانانو او ديني علماو دفاع نکوي بلکي داسلام ددعوت ,ديني ليکنو اواسلامي ديني حرکتونو په لار کي خنډ واقع کيژي , که داحالت همداسي روان وي اودنړۍ مسمانان سره متحد نشي نو ممکن دسعودي بيغيرته حکومت دسعودي نامتو علما حتي امريکايانوته په لاس ورکړي ځکه چه دفلسطين دمجاهدينو په خلاف يي داسرايلو حمايت اعلان کړ او عملا سعودي دامريکا تررواني, سياسي او نظامي اغيز لاندي ژوند کوي, دامريکا ددوستي لپاره دسعودي حکام له ټولو اسلامي او ديني ارزښتونو څخه تير دي, دا ځکه چه دسعودي حکومت درسوالله ص لاره يي پريښي ده اودالله نه عزت نه غواړي دغربي عياشيو په لومو کي زنداني دي,داسلامي خپلواکي او عزت تاريخ يي هير کړي اودمسمانانو سره دزور او ظلم د درد احساس يي دلاسه ورکړي دي. که دسعودي حالت همدارنګه دوام وکړي نو ممکن دسعودي حالات او اقتصاد قوي ضربه وويني.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.