حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی او د ملي لوبډلې غوره کپتان شو

hameed_hasanد افغانستان کریکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی بللی او د روان ۲۰۱۱ کال ۲۰ اووریزو او یوه ورځنیو لوبو ته یې کپټان ټاکلی دی.
د کریکټ بورډ وايي له ښاغلي حسن سره به د اوږدو ټېسټ لوبو پرمهال د ملي لوبډلې مخکنی کپتان نوروز منګل هم ملګری وي، چې په راتلونکې کې به کریکټ بورډ دوی ته مرستیال کپتان هم وروپېژني.
حمید حسین د تېر ۲۰۱۰ کال د لوبو پرمهال ښه وځلېد، چې له دې کبله کریکټ بورډ هغه ته د غوره لوبغاړي لقب ورکړ.
د کریکټ بورډ د هغه د راتلونکې په اړه خوشبینه دی.
د افغانستان د کریکټ بورډ اداري مشر، چې تازه تازه یې له خپلې دندې استعفی کړې، د حمید حسین په اړه وايي چې:”محمد نبي ښه لوبغاړی دی، خو په اسیاد کې د خرابې کپتانۍ له امله یې ليرې کوو او پر ځای یې حمید حسن ټاکو له دې نه پس به حمید حسن د ۲۰ اووریزو او یو ورځنیو لوبو کپتاني کوي او د اوږدو لوبو یا ټیسټ لوبو کپتان به د پخوا په څېر نوروز منګل وي”.
حمید حسین تر دې مهاله په ۱۲ یوې ورځنیو لوبو کې ګډون کړی.
هغه په ۶۲۶ توپونو ۴۵۹ مڼدې کړې او په هر ‘اوور’ کې یې د منډو اوسط ۴،۳۹ دی، په دې مانا چې په یو اور کې هغه ۴،۳۹ منډې وکړې دي.
نوموړی تر دې وخته په اتو شل اووریزو نړیوالو سیالیو ګې برخه اخیستې چې د منډو اوسط یې پکې ۵،۸۲ و.
د کریکټ نړیوالې شورا هم حمید حسن د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو د لویو وچو د سیالیو غوره لوبغاړی نومولی و.
حمید حسین د ۱۹۸۷ کال د جون پر لومړۍ په ننګرهار ولایت کې زیږېدلی دی.
په راتلونکو یوې ورځنیو لویو کې، چې ټاکل شوې په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د متحده عربي اماراتو له دبۍ، ابو ظبۍ او شارجې لوبډلو سره به ترسره کېږي، حمید حسن به یې کپتان وي.
په دغو لوبو کې به څلور هېوادونه لوبې کوي، چې لا تر اوسه نه دي اعلان شوي.
حمید حسین یو تېز ښی لاسی بالر دی.
حميد حسن له محمد نبي عيسى خېل سره په ٢٠٠٧ کال کې د انگلستان ايم سي سي کلپ ته وربلل شوى و.
کبير خان د حميد حسن په اړه وايي:” يو له هغو بالرانو دى چې له خدايه به غواړي چې له تاسو سره وي. دى ډېر استعداد لري او داسې قوت لري چې لوبه هره شېبه د ټيم په گټه تمامولى شي. حميد حسن له بايللو کرکه لري. تېز او خطرناک بالر دى خو له لوبې وروسته او وړاندې ټوکې کوي او دوست ځوان دى.’
حميد حسن په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ٢٣ په اوسط شپږ لوبغاړي سوځولي دي.
په ۲۰ اووريزو لوبو کې يې د ١٤ منډو په اوسط ۱۰ کسه او په څلور وروځنيو لوبو کې يې د ٤٢ منډو په اوسط ١٥ لوبغاړي تر اوسه سوځولي دي.

بي بي سی پښتو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.