نړۍ

که په مشرف د «خیانت» جرم ثبوت شي، اعدام کیدای شي

نن ټکی آسیا: که د پاکستان په پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د «ستر خیانت» جرما ثبوت شي نو د اعدام پورې سزا ورکول کیدای شي.

 په اسلام آباد کې ځانګړې محکمې دپاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د نیولو لپاره « ضمانت نه قبلېدونکی» فرمان صادر کړی. د محکمې په فرمان کې راغلي که مشرف د «خیانت» په قضیه کې د مارچ په ۳۱ مه حاضر نشي نو وبه نیول شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس د مشرف د «خیانت» قضیه کې نن درې قاضیانو په دې فیصله وکړه که مشرف د مارچ په ۳۱مه محکمې ته حاضر نشي نو وبه نیول شي او په دې لړ کې به د نوموړي ضمانت هم نه منل کیږي.

محکمې همدا راز کورنیو چارو وزارت منشي ته هدایات ورکړل چې د مشرف د حاضرۍ په ورځ دې نوموړي ته بشپړ امنیت ونیول شي. محکمې زیاته کړې چې مشرف باید لازما محکمې ته حاضر شي.

د پرویز مشرف وکیل انور مقصود نوی غوښتنلیک وړاندې کړی چې مشرف ته دې د نه حاضریدو استثناء ورکړل شي. نوموړي ویلي چې د ۱۵ سوو څخه تر ۱۶ سوو پورې عسکر د مشرف د امنیت لپاره ټاکل شوي چې دوی کې هر یو په مشرف برید کولای شي. دده د وکیل په وینا داسې اندیښنې شته چې مشرف سره د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر په څېر عمل وشي او دخپلو لنډو عسکرو لخوا وویشتل شي.

یاده دې وي په مشرف باندې د «خیانت» تور دی، نوموړي د خپل حکومت په دوران کې اساسي قانون ځنډولی و او په دې جرم محاکمه کیږي.

د پاکستان د اساسي قانون په ۶ ماده کې راغلي چې هر څوک د پاکستان اساسي قانون لغوه کړي، یا يې له منځه ویسي، یا یې وځنډوي، یا ددې کوښښ وکړي نو ده به د «ستر خیانت» جرم ارتکاب کړی وي. د پاکستان د اساسي قانون ۶مه ماده نه پارلمان او نه هم ستره او مرافعې محکمه تعدیل او یا هم لغوه کولای نشي.

که په مشرف د «ستر خیانت» جرم ثبوت شي، نو ټول عمر زندان ته تللی شي او یا هم د مرګ سزا ورکولی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x