fbpx

هلري کلنټن: ټرمپ خطرناک سړی دی، د ولسمشرۍ لایق نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد کاندیدي هلري کلنټن د فرنسوۍ ورځپاڼې «لوموند» سره په مرکه کې ویلي چې ټرمپ د امریکا او نړۍ لپاره ډېر خطرناک دی، هغه د امریکا د ولسمشرۍ لایق نه دی.

او زیاته یې کړه: ما توقع نه کوله چې ټرمپ به ټاکنې وګټي، نوموړی په جنسي تعلیقاتو او ښځو سره په بد چلند شهرت لري.

د ولسمشرۍ پخوانۍ کاندیدي او پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې خپل د کتاب یوه برخه هم د ټرمپ د جنسي لیوالتیاوو او ښځو سره کرکې ته ځانګړې کړې.

کلینټون وویل: ما د ټاکنو په کمپاین کې هم ټرمپ ته «مردارخور» سړی ویلای شو، خو ځکه مي ونه ویل چې میډیا به مي ملامته کړي او همداسي به مخالفین او د ټرمپ مینه وال سخت انتقادونه راباندي وکړي.

هغې وویل: ټرمپ د نړۍ لپاره هم خطر دی، هغه هر وخت کولای شي چې د نړۍ پيژندل شوي قوانین مات کړي او د امریکا دوستان خفه کړي، هغه همداسي هر وخت کولای شي چې د نړیوالو قضایاو په اړه غیر مسؤولانه خبري وکړي، لکه څرنګه چې یې دا کار د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وکړ.

او زیاته یې کړه: میډیا که زما په څېر فکر کوي چې ټرمپ د هیواد لپاره خطر دی، نو باید د هغه سره ضدي تعامل جاري وساتي، نوموړی د امریکا له خوا شوي تړونونه مات کړل لکه د پاریس د تودوخې قابوکولو تړون او همداسي اوس د ایران سره د تړون لغوه کولو خبرې کوي.

کلنټن وویل، میډیا زما پر ضد کلک غبرګون وښود کله چې زما شخصي ایمیل هیک شو، کومه چې یوه خطا وه او ما باندي اعتراف هم وکړ، خو هغه اعمال چې ټرمپ یې تر سره کوي، بیا یې هم میډیا پر ضد هغسي شدید غبرګون نه ښيي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د