پیښې او دریځونه

حیران یم چې نفرت ته اوزګاریږې خلک څنګه؟

له څو ورځو  راهیسې  په نن ټکی  آسیا درنې  ویب پاڼې کې  د مشورو او توصیو ګرمه  لړۍ پیل شوې.

په دغې مشورتې لړۍ کې هرلوری دځان درنه او دجانب مقابل  سپکه وايي  چې په دې سره د هرجانب پلویان هم  احساساتي کیږي  او دهغوی  پر لیکنو باندې په  خپلوتبصرو کې  اظهار مافي الضمیر ښه  په صراحت سره کوي.

داچې  دغه ډول لیکنې  داسلامي  امت كوم درد واكولاي شي او یا په اوسني حساس وخت کې ورته څومره اړتیاده  په دې اړه قضاوت درنو لوستونکو ته  پریږدم ، خوکوم برداشت چې  ما ترې اخیستی هغه داچې   دا ډول لایعني لیکنې  پرته له دې چې له دښمن سره  د مسلمانانو د وحدت  په لا ځپلو کې مرسته وکړي بله هیڅ ګټه نه لري.

دا لیکنې چې محترم لیکوالان یې په هرغرض او نیت کوي هغه  په دوی پوري تړاولري  ،خو چې پر هغو باندې  لیکل شوې تبصرې او تأثرات سړی ګوري،  نو دا ورته  له ورایه ښکاري  چې دغو لیکنو دمسلمانانو په منځ کې دویدو فتنو په راویښولو کې څومره منفي اغیزه  کړې .

د فتنو راویښوونکو په اړه  په اسلامي روایاتوکې   داسې توري راغلي : (الفتنة نائمة لعن الله من أيقظها)

ژباړه :  فتنه ویده ده ، هرڅوک چې یې  را ويښوي پرهغه دې د الله  تعالی لعنت وي .

که څه هم چې محدثین کرام د دغه  حدیث متن ضعیف بولي،خو مفهوم یې صحیح ګڼي.

فتنه  دعربي لغت له مخې دکفر،شرک ،ضلالت، اختلاف ، ابتلاء ،محنت ، مینې جنون  او… په مانا ده، خو په دغه حدیث کې د مسلمانانو په منځ کې اختلاف او تفرقه اچول  تري مراد دی.

نن ورځ چې اسلامي امت په کومو ستونزو او ذلتونو مبتلاء دی  دهغه  اساسي لامل د دوئ خپل منځي فکري، فرقه يي  او تنظیمي شخړې او اختلافات دي .

الله تعالی په ډیر تأکید سره مسلمانان له هرډول خپل منځي اختلافاتو څخه منع کوي ،هغوی ته په صراحت وايي چې : ای مسلمانانو تاسو په خپلو منځو کې تنازع او اختلاف مه کوئ ؛  کنه  تاسوبه وشندل شئ او بوی به مو ولاړشي.

له بوی څخه  دمسلمانانوقوت او هیبت مقصد دی .

نن د همدي داخلي اختلافاتو له وجې د نړۍ یونیم ملیارد (پنځلس زره ملیونه) مسلمانان د ۱۴ ملیونه یهودانو په مقابل کې کمزوري او ذلیل دي.

سبحان  الله !  د اسلامي امت پر دغسي ویرجن حالت باندې هر مسلمان ته د اوښکو پرځای له سترګو څخه د وینو بهول او بیا پر هغوب اندې بي اتفاقه مسلمانانو ته د وحدت او یوالی پیغام لیکل په کاردي، نه داچې لا د خپل زخمي زخمي امت پر  پرهرونو باندې د فتنې، نفرت او تفرق مالګې ور دوړوئ او دهغوی عقیدوي  او اسلامي وحدت د تنظیمي اوسیاسي مردودو اختلافاتو په تفرق  ټوټه ، ټوټه کړئ.

ای زما د رنځیدلي ولس  درنځونو ترجمانانو مسلمانو لیکوالانو !

له تیرو ۳۵ کلونو راهیسې مو دویرجن ولس متحد جسد د دښمن د نفاق او اختلاف په خنجرونو پرهر ،پرهر شوی ، اوس  لتاسو څخه  د ملي وحدت په مرهمو د خپلو پرهرونو د علاج تمه لري ، هیله ده پرشړیدلو زخمونو یې  د مینې ، ورورولي او یوالي پټۍ ورکیږدئ!

حمزه باباڅه ښه وايي:

دا ژوند زمونږه کم د محبت لپاره هم دی                        حیران یم چې نفرت ته اوزګاریږې خلک څنګه

———-

لیکوال: عبد الرحيم ثاقب، کالم: اسمانه ګړنګ وهه را پرېوزه- نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدجميل جوهر

نفرت يعني کرکه
دا يو داسي ناوړه عمل ده چې د همدي عمل په عمه ليکولو سره دښمني،بغض،او يو بل کندي ته ورټيلواهلو ته لار وهي
همدا رنګه نفرت د ژوند اخيستالو په معنى هم ده

فرهاد افریدی

وروره.کاش چه ستا غوندی پاک نفسه او د وطن په درد دردیدلی انسانان میدان ته راووزی،مونگ خو دی بی علمه شیخانو تبا او برباد کرو،خو چه گوری لیکنی به بی د کرکی او نفرت دکی وی،سره له دی چه خه پوهیگی چه په اوسنی حالت کی یوه گروه هم مستقله نده،دواره خواوی غلامان دی یو هم خپلواکه ندی،ددی پر زای چه د سولی دعوت ورکرو ،برعکس مو د غلامانو په سر لانجه وی،الله دی موگ تولو ته هدایت وکری چه سپین ته سپین او تور ته تور ووایو،ستا د ریختینی او سوله خوخونکی لیکنی نه دیره مننه،خوشاله اوسی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x