امريکا ته د ولسمشر غني سفر او کابل-واشنګټن اړيکې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

مقدمه

ولسمشر اشرف غني تېره يک شنبه (د سپټمبر ۱۷مه) ترکمنستان او له هغه ځايه يوه ورځ وروسته امريکا ته ولاړ.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون او وينا ترڅنګ له ولسمشر ټرمپ سره هم وکتل او له هغه يې د نوې تګلارې له کبله مننه وکړه. غني ژمنه ورکړه چې د مرستو حساب ورکولو ته چمتو دی.

د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ نوې تګلاره، چې له مخې يې دلته د امريکايي ځواکونو پوځي حضور تر نامعلوم وخته غځېږي، په افغانستان کې د امريکا د جګړې د اوږدېدو په معنا وبلل شوه؛ خو د افغان ولسمشر په وينا، ټرمپ ژمنه ورکړې چې د افغانستان په ۸۰ سلنه خاوره به يې واکمنوي. دا چې کابل-واشنګټن اړيکې په کوم لوري روانې دي او د ولسمشر غني وروستي سفر څه لاسته راوړنې لرلې، د دې اوونۍ د تحليل په لومړۍ برخه کې يې په اړه د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز شننه لولئ.

کابل-واشنګټن اړیکې؛ د ټرمپ د سوېلي آسیا له تګلارې وړاندې

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته، د کابل-واشنګټن اړیکې د حامد کرزي د وروستیو څو کلونو په پرتله خورا ښې شوې. دغو اړیکو تر دوو کلونو دوام وکړ او د ۲۰۱۶ کال له نیمايي وروسته په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې. د دغو ټاکنو پرمهال دوو مخکښو نوماندانو د افغانستان په تړاو له نشت سره برابر څرګندونې وکړې؛ خو بیا هم د ټرمپ په پرتله هېلاري کلنټن د افغانستان په تړاو کافي تجربه او معلومات لرل.

د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټولو د تمې خلاف ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټلې، چې له وړاندې یې د افغانستان په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کړې وې او تر ډېره په افغانستان کې د امریکا له ۱۶ کلنې تګلارې سره همغږی نه و. همدغه فکر د ده پر افغان تګلارې هم اغېزه وکړه او تر شاوخوا نهو میاشتو پورې یې د افغانستان تګلاره ګنګه او مبهمه پرېښوده. دغه مهال یې هم د افغانستان د راتلونکې تګلارې په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کولې.

کابل-واشنګټن اړیکې؛ د ټرمپ د سوېلي آسیا له تګلارې وروسته

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوږده انتظار وروسته د افغانستان او سوېلي آسیا په تړاو خپله تګلاره اعلان کړه. د دغې تګلارې عمده ټکي له افغان حکومت سره مشروطه همکاري، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو مبهم او ګونګ راتلونکی، پر پاکستان فشار او په افغانستان کې د هندوستان د رول پر زیاتېدو ټینګار و.

دا تګلاره په سیمه کې د افغانستان او هند له تګلارو سره تر ډېره همغږې وه او له همدې امله يې دغو هېوادونو پراخ هرکلی وکړ؛ خو پاکستان، د امریکا د دغې تګلارې پرضد غبرګون وښود. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تګلاره رد کړه او د پاکستان لوی درستیز بیا د خپلې یوې وینا په يوه برخه کې وویل: «موږ د امریکا مرستو ته اړ نه یو؛ خو له امریکا باور غواړو!»

د ټرمپ د افغان تګلارې له اعلان وروسته، د کابل-واشنګټن اړیکې له بې باورۍ څخه په راوتلو د باور په لور روانې شوې. د امریکا د دغې ستراتېژۍ له اعلان وړاندې، کابل تر ډېره د امریکا د راتلونکې تګلارې په اړه اندېښمن او ناخبره و.

امريکا ته د غني د سفر مهم ټکي

امریکا ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال ځینې ټکي د هیلې او ځینې د نهیلۍ وړ وو. د بېلګې په توګه د ټرمپ له‌خوا افغان طالبان د “ترهګرې” ډلې په توګه یادول او برعکس د افغان ولسمشر له‌خوا له دوی سره د سولې د خبرو اترو پر بیا پیلولو ټینګار هغه څه وو، چې د سولې په تړاو د کابل-واشنګټن د پالیسیو ترمنځ ضد و نقیض والی ښيي.

د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۱مه) په نيويارک کې د اشرف غني د ليدنې مهم ټکی بيا په افغانستان کې تر ځمکې لاندې طبيعي زېرمو په اړه بحث و. په دغه ملاقات کې دواړو ولسمشرانو هوکړه وکړه، چې امريکايي کمپنۍ به په افغانستان کې تر ځمکې لاندې قېمتي زېرمو په استخراج کې کار وکړي، چې په وينا يې دا به په افغانستان کې د امنيت له ټينګښت، د افغانستان د اقتصاد پياوړتيا او په دواړو هېوادونو کې خلکو ته د کار موندنې په برخه کې اغېزناک ګام وي. له بلې خوا به دا چاره د دوی په وينا، افغانستان نور هم ځان بسيا او د امريکايي مرستو بوج به راکم کړي.

د افغانستان د کانونو او تر ځمکې لاندې شتمنيو په اړه ټرمپ ته معلومات ورکول هغه څه وو، چې د نورو عواملو ترڅنګ يې د ولسمشر ټرمپ پر دريځ اغېز وکړ او له افغانستانه يې د خپلو سرتېرو د ايستلو فکر بدل کړ.

په بل اړخ کې، افغان ولسمشر په لومړي ځل د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړه او د ولسمشر دغې وینا هم ځینې مثبت او ځینې منفي ټکي درلودل. د بېلګې په توګه ده نادولتي عناصر، تاوتريخوالی، د سیاسي تاوتريخوالي د پنځم موج بڼه وبلله، چې په دوام لرونکې توګه به تر راتلونکو لسیزو پورې نړیوال امنیت وګواښي. په بل اړخ کې پر پاکستان يو ځل بیا تکيه هغه څه وو، چې ښايي بیا هم پایله ونه لري.

دغه راز د سولې پرځای د ټرمپ تګلارې ته له دې کبله هیله من کېدل، چې دا به د هېواد ۸۰ سلنه خاوره د امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې راولي، هم تر ډېره افراطي برېښي او یوازې به په هېواد کې د جګړې د دوام په معنا وي.

په افغانستان کې د هند او پاکستان کړکېچ

له افغانستان څخه د شورویانو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د هند او پاکستان ترمنځ سيالي ورځ تر بلې زیاته شوې ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته، هند په افغانستان کې د خپلو اقتصادي او نظامي مرستو له کبله ښه نوم وګاټه؛ خو پاکستان او په تېره بیا د پاکستان نظامیانو دغه وضعیت د ځان لپاره له ګواښ سره تشبیه کړ. همدا لامل دی، چې د پاکستان پخواني لومړي وزير جنرال پرویز مشرف په خپله یوه مرکه کې وویل: «موږ ځکه د طالبانو ملاتړ وکړ، چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسو.»

د پاکستان مېشته وسله والو ډلو په تېره بیا لشکر طیبه او جیش محمد له‌خوا په افغانستان کې هندي قونسلګرۍ، اتباع او پروژې په نښه کېدل د دغه زیاتېدونکي کړکېچ عمده بېلګې دي.

په دې وروستیو کې د ټرمپ نوې تګلارې پر دغه کړکېچ نور هم سيوری وغوړاوه. له همدې ځایه ده، چې د پاکستان لومړي وزیر خاقان عباسي هم امریکا ته د خپل سفر پرمهال وویل: «موږ له افغانستان سره د هند د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو مخالف نه یو؛ خو موږ به هېڅ مهال هم په افغانستان کې د هند سیاسي او نظامي رول ونه غواړو.»

د خاقان عباسي وروستۍ څرګندونې له یوې خوا د مسلم لیګ ګوند له‌خوا د پاکستاني نظامیانو د خوشحاله کولو هڅه ده او له بلې خوا په افغانستان کې د پاکستاني استعماري تګلارې «ستراتېژيک عمق» ته اشاره کوي، چې دا بیا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل کېږي. دغه راز د خاقان عباسي وروستۍ څرګندونې دا هم ښيي، چې د پاکستان تګلاره اوس هم هماغه زړه په زړه ده او افغانستان ته له خپلو زړو عینکو ګوري.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    وایی اوبواخستۍ ځګ ته لاس اچوی داشرفغنی حکومت مخ پرسقوط دۍ چه افغانستان په لس ډالره خرڅیږی دۍ یی دځان دپاره غنیمت بولی بیاچه دده دباداررضایت هم پکښی وی، دۍ دامریکاطابعت لری ترافغانستان دامریکاوفاداره دۍ دۍ امریکامطرقی بولی له دین سره یادخاوری سره مینه نه لری – نه ټزمپ افغانستان قبضه کولای سی نه سیکولرستان افغانستان دمسلمانانوکوردۍ اووی به،دۍ به الله داسی وشرموی لکه نجیب ګو صبر اووخت ته ضرورت دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.