نهم ادب: خپل یا دبل کورته دننوتلو په وخت دپایزار کښلو او پښوکولو ادب

لیکنه: … عبد الفتاح ابو غده…

ژباړه: … مفتي احسان اللّه…

9- ادب: خپل یا دبل دوست کورته دننوتلو په وخت کې دپایزار کښلو او پښوکولو ادب

کله چې دیو دوست دملاقات لپاره ورشي، او یا خپل کور ته ننوزې، نو کورته دننوتلو او را وتلو په وخت کې ښه مهذب انداز خپل کړه، خپل نظر لاندي ساته، خپل اواز نرم لره، خپل پایزار پر خپل ځای کاژه، کله چې يې وکاژې، نو په ترتیب سره يې کښېژده، پایزار دي ګډوډ مه غرزوه، همداسي دپایزار دپښوکولو او کښلو اداب له یاده مه باسه، پښوکول له ښۍ او کښل له چپه پښې پيل کړه.

لکه رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم چې فرمايي:

إذا انتعل أحدكم فليبدأ باليمنى، وإذا نزع فليبدأ بالشمال لتكن اليمنى أولهما تنعل وآخرهما تنزع. رواه مسلم

ژباړه:

کله چې له تاسو نه یو څوک پایزار پښوکوي، له ښۍ نه دي پیل کړي، او کله چې پایزار کاژي، نو له چپه پښې دې اول وکاژي، (په داسي انداز) چې ښی پښه باندي اول پایزار پښو سي او په اخيري ترینه وايستل سي.

او دا رکم کله چې خپل یا دبل مسلمان کور ته داخلیږي، نو پایزار دي ښه وګوره، که په لاره دې له پایزار سره څه لګيدلي وي، هغه لیري کړه، او پایزار پر زمکه وکښوه، که څه ورباندي لګیدلي وي هغه به لیري شي، ځکه اسلام دپاکي، صفايې او دتهذیب دین دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.