نړۍ

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ته د قاتل خطاب وکړ

نن ټکی آسیا: د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر خپل امریکایي سیال په ونزولا کې په لاسوهنې او تاوتریخوالي تورن کړ، نوموړي نه یوازې پر جان کېري د یوه خاین تور لګولی،بلکي هغه ته یې د قاتل خطاب هم کړی دی.

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر الیاس جاوا وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري څو ورځې وړاندې د ونزویلا حکومت وننګاوه،چې د خپلو خلکو له ځورونې او د هغوی ولسي لاریونونو ته د اجازې د نه ورکولو څخه لاس واخلي.
د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر چې دا ځل یې په بې ساري تنده لهجه خبرې کولې او د دغه هېواد د یوه تلویزیون پر پرده را څرګند شو، وویل : «د ونزویلا خلک موږ نه،بلکي خپله ښاغلی جان کېري تاوتریخوالي ته رابولې، موږ دا ځل هوډ کړی،چې دا چاره به ټوله نړۍ کې رسوا کوو، موږ جان کېري د ونزویلا د ولس د قاتل په توګه پېژنو او زیاته یې کړه، چې: هرځل هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم کړو، خو ښاغلی کیري راوځي او د تاوتریخوالی اور ته بیا پوکی وهي. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x