نظــر

د ټرمپ بمبارونه او د طالبانو پرمختګ

خالد افغان زوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه، ورسره د پخوا په نسبت د امریکایي عسکرو جنګي تحرکات هم زیات شول. د ټرامپ له اعلان څو اونۍ وروسته په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو مشر جنرال نیکولسن خبریالانو ته وویل چې په تیره یوه میاشت کې یې دومره هوایي عملیات او بمبارونه کړي چې شمیر له تیر یوه کال څخه زیات دی.

واقعیت همدا دی چې د افغانستان له جنګه ستړي امریکایي پوځیان هڅه کوي چې دلته خپل وروستی زور( د پروتې لغتې) هم تجربه کړي نو ځکه یې بمونو او بمبارونو ته زور ورکړی. اشرف غني چې د امریکا په پوځي او مادي طاقت یې بیخي ایمان راوړی د امریکایي بمبارونو له پیل سره یې طالبانو ته ګواښ کړی و چې شکست به ورکړي.

خو دادی د څو اونیو په تیریدو سره لا هم د جګړې په ډګر کې د ټرمپ عسکر او داخلي مریدان کومه د پام وړ لاسته راوړنه نلري. نه خو یې کومه ولسوالي، کلی یا د پاموړ علاقه له طالبانو نیولې، نه یې طالبانو ته دسر کوم دروند زیان رسولی، نه یې دهغوی جنګي روحیه وژلې او نه یې هم کومه بله بریا او پرمختیا په نصیب شوې ده.

اما بالمقابل طالبان تر پخوا په قوي عزم او لوړ مورال لا هم د پرمختګ به حال کې دي.آبله ورځ په داسې حال کې چې اشرف غني په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ په ثنا او صفت مشغول و طالبانو په یوه توپاني هجوم سره د فاریاب بندر ولسوالۍ ونیوله او حکومتي عسکر یې د ټرامپ د طیارو په بدرګه وځغلول. پرون بیا طالبانو د کابل ښار کې د قرغې پر سرک د ټرمپ په نویو رالیږلو عسکرو باندې یو داسې خونړۍ سرتیری برید وکړ چې د هغوی له مغزو یې د فتحې او بریا خوبونه والوځول. تیره ورځ یو ځل بیا کابلیانو د ټرمپ د لښکرو غوښې، هډونو او ککرۍ ولیدلې چې د قرغې پر سرک آخودیخوا رغړیدلې. د کابل تنده یو ځل بیا د اشغالګرو په وینو ماته شوه او د نظر خاوندانو دا خبره نوټ کړه چې د ټرمپ د عسکرو د زیاتولو ستراتیژي په اصل کې په زړه کونجاړه شخوند وهل او د ناکامو تجربو تکرار دی چې امریکایان به د پرون په څیر د خپلو عسکرو د پرهرژلیو اجسادو نه پرته بله هیڅ نتیجه هم ترې ترلاسه نه کړي.

له دې نه علاوه طالبانو په نورو ډیرو سیمو کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د تل په څیر په روزمره شکل په خارجي او داخلي اهدافو مسلسل بریدونه کوي.د ټرمپ لخوا د اضافه عسکرو رالیږلو، د امریکا لخوا د کلمې شریفې توهین او په بمبارونو باندې د خلکو وژل او کلي ورانول هغه څه دي چې عام افغانان یې له امریکایانو متنفر کړي او طالبانو ته نږدي کړي دي.

دا وضعیت ثابتوي چې طالبان توانیدلې د امریکا جنګي ستراتیژي له چیلنج څخه په فرصت بدله کړي. د امریکا له بمبارونو سره ځان عیار او په عین وخت کې د ولس خپلولو او پوځي پرمختیاوو سلسله تعقیب کړي. ذکر شوي واقعیتونه مو دې نتیجې ته رسوي چې د ټرمپ ستراتیژي له هرڅو غورو لاپو سره سره بیا هم مطلقا ناکامه او طالبان د پخوا په څیر دپرمختګ په حال کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x