رسته اړخ ته: شیخ یوسف القرضاوي. چپ اړخ ته: شیخ سلمان الندوي

عمان: پر سعودي او ټرمپ د نیوکو وروسته هندی عالم وشړل شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): د عمان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې د هندي عالم څخه یې غوښتي چې له هیواده څخه ووځي، ځکه چې د تیري سې شنبې په ورځ یې په یوه وینا کې پر سعودي او د امریکې پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ توندې نیوکې وکړې.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي: عمان د هندي عالم «سلمان بن طاهر الحسیني الندوي» هغه څرګندوني غندي چې د شرعي علومو په پوهنتون کې يې د وینا پر مهال وکړې.

او زیاته یې کړه: ندوي د خپلې وینا له اصلي متن څخه په داسي انداز ووتی چی د عمان سلطنت د سیاست او تګلارې سره په مغایرت کې دی، ځکه نو امنیتي چارواکو د هغه په اړه لازم تدابیر ونیول او د هغه څخه یې وغوښتل چې له هیواده ووځي.

هندي عالم «ندوي» څه وویل:

په هغه ویډیو کې چې پر انټرنیټ په پراخه کچه خپره شوې، هندي عالم وویل: ټرمپ دیوث دی، قاتل دی، امریکا مجرم هیواد دی، په افغانستان، عراق او سوریه کې یې په ملیونونو انسانان وژلي دي، اوس که څوک ورسره دوستي کوي، نو لکه قرآن کریم چې وايي : (فهو منهم).. نوی دوی به هم د هغوی په څېر وي، او د هغوی په ګناه به شریک وي.. د قیامت په ورځ به یې بعثت هم د هغوی سره کیږي، ځکه چې قرآن کریم یې شاهدي ورکړې.

مونږ باید په داسي قضایاو کې قرآن کریم ته رجوع وکړو، په بېځایه شعارونو ونه غولیږو.

نوموړي همداراز په کلکه سره هغه ایتلاف وغندی چې د یوه اسلامي هیواد «قطر» پر ضد یې د امریکا سره لاس یو کړی او پر هغه یې ځکه بندیزونه لګولي چې د حماس ډلې مشران یې ساتلي، شیخ قرضاوي ته یې په خپل هیواد کې ځای ورکړی او د اخوان المسلمین ملاتړ یې کړی.

باید وویل شي، سعودي او امارات د اخوان المسلمین او حماس ډله تروریستي ډلې بولي او د شیخ قرضاوي په ګډون یې د اخوان المسلمین مشران او نور اسلامي شخصیتونه د ترویستانو په نامه په تورلیست کې شامل کړي دي.

بلخوا په عمان کې د شرعي علومو پوهنتون ویلي چې دوی وخت نا وخته د نړۍ له مختلفو برخو علماو ته بلنه ورکوي او هغوی ته د وینا کولو فرصت ورکوي، د علماو وینا د هغوی شخصي نظر څرګندوي، د پوهنتون توافق ورسره شرط نه دی.

له عمان څخه ایستل شوی عالم شیخ سلمان الندوي د هندوستان د غټو علماو او مفکرینو څخه شمېرل کیږي، نوموړي د «شباب الاسلام» په نامه په هندوستان کې یوه موسسه هم جوړه کړې.

شیخ سلمان د عمان څخه تر شړل کېدو وروسته قطر ته تللی او هلته د شیخ یوسف القرضاوي له لوری ورته هرکلی شوی دی.

د اماراتو غبرګون:

په خپل لومړي غبرګون کې د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو لپاره دولتي وزیر «انور قرقاش» پر ټویټر د شیخ سلمان الندوي وینا نفرت پاروونکې وبلله او وې ویل چې په دوحه کې د قرضاوي له لوري د نوموړي استقبال یو ځل بیا دا څرګندوي چې قطر د نفرت او سخت دریځۍ ملاتړ کوي، عمان ښه وکړل چې هغه یې له هیواده وشړی او قطر بد وکړه چې هغه ته یې هرکلی ووایه.

او زیاته یې کړه: د سلمان الندوي پر «مردارې» وینا باندي چوپتیا اختیارول هیڅ ممکنه نه ده، پارونکې او له بغضه ډکه وینا وه، قطر باید دداسي شخصیتونو سره اړیکې پرې کړي.

د نوموړي په جواب کې د علي په نامه یوه قطري ویلي: تاسو د علماو سره خپل نفرت ته ادامه ورکړئ، د شرابیانو سره مو محبت ته ادامه ورکړئ، مونږ به د امت مخلص علماو سره محبت ته ادامه ورکړو او پای به وګورو چې څوک پر حقه او څوک ګټونکی دی.

د انجینر علي السعدي په نامه یوه قطري په خپله تبصره کې لیکلي: په اماراتو کې هیڅ داسي عالم او بل نه دی پاته شوی چې د حکومت د رضا لپاره یې قطر ته ښکنځل نه وي کړی، نو داسي غوښتنې له قطر څخه مه کوه چې نه یې ته اهل یې او نه ستا تر شا ولاړ خلک ددې اهلیت لري.



2 تبصرې

  1. د اماراتو له نظر ښکاری چی د هغه هیواد مشران او حکومت مرتد شوی دی او هغه داچی دشیخ سلمان ندوی وینا ته یی نفرت پاروونکی بللی حال داچی ندوی صاحب قرآن کریم تفسیرکړی او وینا یی کړی داسی یی خو ندی کړی لکه د پاکستان مولانا فضل الرحمن چی د خپل هیواد په اړه یی یو رقم تفسیر کړی وی او دبل هیواد په اړه بل شان حق وینا یی کړی الله ج دی د شیخ سلمان ندوی صاحب په شان علماء په خپل حفظ کی ولری او الله ج دی هغه ملک هلاک تباه او برباد کړی چی امریکایانو ته یی په افغانستان د یرغل کولو لار هواره کړه او افغانستان یی ورته په خوله کی واچاوو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.