
سعودي او امارات د ترکیې د حکومت را پرځولو پلان جوړ کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): په ټویټر کې د «مجتهد» په نامه اکاونټ د هغه پلان څخه پرده پورته کړه چې په وینا یې سعودي او اماراتو جوړ کړی، تر څو په ترکیه کې د اردوګان حکومت ړنګ کړي.
په ټویټر کې د «مجتهد» په نامه اکاونټ چې قریب دوه ملیونه خلک یې «فالو» کوي، او هر وخت یې انکشافات د رسنیو د سر ټکي وي، د خلیجي هیوادونو په اړه وخت په وخت داسي استخباراتي معلومات خپروي چې وروسته رښتیا ثابت شي.
سرچینې ویلي چې سعودي او امارات په ډیرو غټو امکاناتو او بودیجه باندي د ترکیې پر رسنیو (میډیا) مصرف پیل کړی تر څو هلته خبریالان، تلویزونونه، اژانسونه او خبري ویب پاڼې واخلي او زیاتوي چې تر اوسه ډېر کامیابه نه دي خو پر پلان باندي کار روان دی.
نوموړي ویلي چې د یادو هیوادونو دغه کمپاین دوه هدفه لري، یو کوچنی او بل لوی:
کوچنی هدف: په ترکیه کې د قطر نوم بدول او د ترکیې پر حکومت فشار واردول تر څو د قطر په اړه له اوسني موقفه تېر شي.
لوی هدف: د اردوګان پر ضد ولس پارول او هغه له واکه لیري کول، فرق نه کوي که دا کار په ټاکنو کیږي او که په ولسي پاڅون.
نوموړي ویلي چې مناسبه نه ګڼي تر څو هغه نومان هم افشا کړي کومو چې ځانونه خرڅ کړي، ځکه فکر کوي په هغو کې به داسي کسان هم وي چې د ترکیې د حکومت له لوري په قصدي ډول ننویستل شوي وي تر څو د هغوی د پلانونو څخه ځان باخبره وساتي.
باید وویل شي چې د ترکیې په وروستي عسکري انقلاب کې هم د اماراتو لاس لرلو په اړه راپورونه خپاره شوي وه او ولسمشر اردوګان د اماراتو د نوم اخیستلو پرته وویل پوهیږي کوم هیواد د انقلاب ملاتړ کړی وو او څوک خوشحاله وه.
د یادونې وړ ده چې د خلیجي هیوادونو په وروستۍ شخړه کې ترکیه د قطر تر څنګ ودریده او دغه هیواد ته یې خپل عسکر ولیږل، د ترکیې دا کړنه څلورو هیوادونو وغندله او داسي ویل کیږي چې د همدې عسکرو د راتګ له امله یاد هیوادونه پر قطر باندي د عسکري برید څخه پر شا شول، ځکه چې په دې توګه به د ترکیې سره هم په جګړه کې ښکېل شوي وای او له ترکیې سره په جګړه کې د ښکیلتیا اجازه د نړۍ غټو هیوادونو په هیڅ صورت نه ورکوله.
ویل کیږي چې د مصر هیواد د جنرال سیسي ملاتړي رسنۍ ټولې د متحده عرب امارات په لاس کي دی چې د اخوان المسلمین ډلې د حکومت پر مهال یې د ملیاردونو ډالرو په مصرف رانیولې او بیا یې د دکتور مرسي پر ضد د ولسي پاڅون را پارولو لپاره وکارولې.
سعودي او امارات په ګډه په مصر کې د جنرال سيسي د حکومت په ټینګه مالي او سیاسي ملاتړ کوي او مخالفین یې په هر ځای کې ځپي، ځکه چې د کتونکو په وینا دواړه هیوادونه اسلام پال سیاسي ګوندونه د ځان لپاره خطر بولي.