ایټالیا: په سمندر کې د جیټ الوتکې د غورځېدو ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): نن د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو پاڼو کې لاندي ویډیو خپره شوه، چې په کښي د نندارچیانو په وړاندي یوه الوتکه ښودل کیږي چې د سمندر پر سر پوځي تمرینات کوي.

دغه جیټ الوتکه چې نوعیت یې «یوروفایټر» ښودل شوی، د ایټالیا د «تیرانسیا» په نامه ښار ته نیژدې په اوبو کې غورځېدلې.

په ویډیو کې الوتکه لیدل کیږي چې په ټینګه سره په سمندر کې غورځيږي او د سمندر اوبه څو متره پورته کیږي.

د الوتکې د غورځېدو وروسته د ۳۶ کلن پيلوټ «ګابریل اورلاندي» جسد موندل شوی.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.