په سوریه کې د روسیې سلاکارانو مشر جنرال ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې جنرال فالیري اسابوف د سوریې په دیر الزور کې د اسلامي دولت ډلې په هاوان وژل شوی دی.

جنرال اسابوف په سوریه کې روسي سلاکارانو د یوې ټولۍ مشري کوله.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې نوموړی د سوري پوځیانو په یوه قرارګاه کې وو، چې تېره ورځ یک شنبه د داعش له لوري په توغول شوی هاوان سخت ټپي شو.

وزارت ویلي چې نوموړي د «دیرالزور» ښار د ازادولو په جګړه کې د سوریايي ځواکونو سره مرسته او جګړه یې اداره کوله.

دیر الزور ښار تر اوسه لا هم د «اسلامي دولت ډلې» په لاس کې دی او د سوریې نظامي ځواکونو د روسي ځواکونو په ځمکني او هوايي ملاتړ بریدونه باندي پیل کړي دی خو تر اوسه لا د ښار په نیولو نه دي توانیدلي.

روسي رسنیو د وژل شوي جنرال په تور رنګ اړول شوي انځورونه خپاره کړي او داسي انځورونه یې هم خپاره کړی چې نوموړی د روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره ولاړ وي.

روسیې د کال ۲۰۱۵ څخه د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ پر سوریه یرغل پيل کړی او تر اوسه یې په ړندو بمباریو او جګړو کې په زرګونو ملکیان وژلي دي.

د امریکا منافقت:

بل لوري ته د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابوف رسنیو ته ویلي: «د روسي قومندان وژنه په اصل کې هغه په وینو لړلی قیمت دی چې د امریکا د منافقانه پالیسي له امله روسیې پرې کړ».

نوموړي وویل امریکا داسي ښکاره کوي چې ګواکي د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کوي، خو په حقیقت کې داسي نه کوي.



یوه تبصره

  1. امریکا په سوریه کی د شیطانستان غوندی پالیسی را اخیستی ده او دا پالیسی یی بریالی ده ځکه انګلیس چی کله په افغانانو بریالی نشو نو خپل بچی یی د افغانستان ترڅنګ ایجاد کړ او دادی نن افغانان تردی حده وځپل شو چی اوس په خپل وطن کی ګرځیدی نشی (پیښور) او هلته تری د انګلیس بچیان شناختی کارت غواړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.