fbpx

مصر: د مسجد پرانیستنه د ښځو په رقص وشوه / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): د مصر په البحیره ولایت کې د مسجد د افتتاح د مراسمو یوه ویډیو خپره شوې چې له امله یې په ټولنیزو پاڼو کې سخت غبرګونونه را پارولي دي.

په ویډیو کې ښکاري چې د علماو په شتون کې د یوه تاریخي مسجد پرانیستنې مراسم په داسي حالت کې کیږي چې د مسجد په دروازه کې نیمه بربنډې ښځې د سړیو تر څنګ رقص کوي.

د البحیره ولایت په «الرشید» ښار کې د «ابو مندور» په نامه تاریخي مسجد د پرانیستنې په مراسمو کې د اوقافو وزارت او د تاریخي اثارو د ساتنې وزارت مسؤولین هم حاضر وه.

په ویډیو کې ښکاري چې د «ازهر» په جامه کې دیني عالمان هم د رقص ننداره کوي.

باید وویل شي له هغه وروسته چې په مصر کې د اخوان المسلمین منتخب حکومت د یوه انقلاب په ترڅ کې د پوځي جنرال سیسي له لوري را ورپرځول شو، په دغه هیواد کې دیني ارزښتونو ته پاملرنه کمه شوې، ډیری علماء یا د اخوان المسلمین په نامه بندیان شوي او یا هم له هیواده شړل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د