نظــر

ولسمشر محمد اشرف غني ته پرانستي لیک

هدایت الله محمدي

ولسمشره! لوګر وژغوره!

ولسمشره! له کابل نه په څو کیلو مترۍ کې پروت یو زرغون او له طبیعي ښکلا ډک د لویو پرګنو او باشهامته خلکو یو لوی او تاریخي ټاټوبی موقعیت لري، د دغه ټاټوبي خلکو چې تل یې د اسلام، هېواد او دین لپاره سترې قربانۍ ورکړي دي، له تېرو درېیو څلورو لسیزو راهیسې په قصدي او غیرقصدي ډول له هر ډول امتیاز څخه محروم پاتې شوي دي، دا چې د دې ولایت سرښندونکو، باشهامته او مجاهد پروره ولسونو د دې هېواد او خاورې د ښو خدمتونو لپاره څومره د سر سړي ورکړي، دا هم ټولو ته لکه لمر روښانه ده، پوښتنه دلته دا ده چې لوګر ولې له پامه لوېدلی دی؟ له پخوانیو واکدارانو خو ګیله هم نشته، هغوی د ډالرو په ګرم بازار کې د نړیوالو د خوشاله کولو لپاره په خپلو وجدانو غبرګې پښې ایښې وې او د هېواد د خرڅلاو په بازار کې یې د خرمستۍ ګرمې نڅاوې کولې؛ نو په داسې حالت کې د هغوی سترګو د لوګریانو په سر د ظلم او بربریت هېڅ هم ونه لېدل، له 2001 کال راپدېخوا په لوګر کې په زرګونو داسې کسان په یوه او بله بهانه تر خاورو لاندې شول چې تر اوسه پورې یې دولت او امنیتي چارواکو د ګناه په اړه په ذره بین هم څه نه دي موندلي، په کراتو کراتو د امریکایي ځواکونو له لوري ړندې او له وحشت ډکې بمبارۍ وشوې، چې د دغه چمن تنکي او تانده ګلان یې په تورو سکرو بدل کړل او د خدای ورکړي ژوند څخه یې محروم کړل.

موږ هغوی نه ملامتوو، ځکه هماغو واکدارانو زموږ د سترګو په وړاندې له بهرنیو سره د افغانانو د مرګ او وژنې سندونه لاسلیک کړل، د هېواد خرڅونې سندونه یې ورسره لاسلیک کړل، د (SOP) په نوم سند یې ورسره لاسلیک کړ، موږ هغوی نه ملامتوو، هغوی ته چې کله هم بهرنیو سترګې رابرګې کړې وې، بیا یې ورسره په هېواد او هېوادنیو ګټو معاملې کړي دي او د چرسانو په څېر یې له ځان نېولې تر هېواد او ولسونو پورې پرې خرڅ کړي دي، هغوی زما د هېواد او ولایت په کیسه کې هم نه و؟ حتی داسې واکداران مو هم تر سترګو تېر شول چې د څوکۍ او امتیاز لپاره یې د خپلو پلرونو او نېکونو په تاریخونو د شرم پلسترونه کېښودل او د خپل مقام او منصب لپاره یې د وخت پنجرمینان او کلینران د جنرالۍ، مارشالۍ او قهرمانۍ تر منارونو جګ کړل، چې دا به هم هېڅکله د تاریخ له زرین قلم څخه پټ پاتې نه شي او د تاریخ بابونه به پرې شاهدي وایي.

ولسمشره! موږ اوس د دې ټولو ناخوالو او ننګونو تر څنګ تاسو ته لوګر ولایت دریادوو! هغه ولایت چې ستا د پلار او نیکه اصلي ټاټوبی دی، ستا مور، پلار، نیکه او انا هلته خاپوړې کړي دي، په جریبو جریبو ځمکې لرې، تربورونه لرې، ولسونه او قومونه دې پیژني، تا خپل ولایت ته ولې شا کړې؟ ولې دې د خپلو خلکو غږ نه اورې؟ آیا ته د لوګر له حالته نه یې خبر؟ داسې ورځ به نه وي چې په لوګر کې میندې نه بورې کېږي، داسې ورځ به نه وي چې په لوګر کې په یوه او بله بهانه مرګونه او ترورونه نه کېږي، امنیتي وضعیت تر دې کچې را ورسېده چې په راڼه میدان او سپینه ورځ دې عسکر وژل کېږي او رنجر ترې له مرکز څخه ولسوالیو ته انتقالېږي، د امنیه قوماندانۍ تر څنګ دې امنیتي ځواکونه هدف ګرځي، ستا د ولایت د ولایتي شورا وکیلان په خپل منځ کې چاړه او غوښه ګرځېدلي دي، دوی هم په خپلو غوږونو کې هم یو یو من پنبه ایښې ده، د ځمکو او نمرو لپاره یې د یوه او بل ګرېوانونه تر لمنې وشکول، ځنې خو په کې بیا لا داسې دي هم شته چې هر کال د پیسو په مقابل کې په خپل ځان او وجدان غبرګې پښې ږدي او د ولایتي شورا په کلنیو ټاکنو کې د څو پیسو په مقابل کې ځان خرڅوي، له ښارواله دې خدای مه خبروه، د شهیدانو او معلولینو د کورنیو نمرې یې د حلیم فدایي په لمسون په ګرم بازار کې لیلام کړې، د پارلمان وکیلان دې کله وزیرانو ته او کله هم د پروژو د نیولو لپاره د ریاستونو رئیسانو ته غومبر کوي، رئیسان دې هم د خپل موقف او څوکۍ لپاره وچې خاورې په دېوالونو موښي او بیا په هسکه غاړه د ښو کارونو نڅاوې کوي. امنیه قومندان دې هم د بېخودۍ په نڅا سر دی او په ټول لوګر کې یې د شړشمو تخم کرلی دی، په دې تمه ورته د بېخودۍ درمل خوري چې ګواکې په لوګر کې به امن راولي.

په هر صورت ولسمشره! موږ په ټوله کې یوه سالم، با دیانته، مسلمان والي او مدیر ته اړتیا لرو! د لوګر د درنو او مجاهد پروره ولسونو د صبر او حوصلې کاسه ډکه شوې ده. ولسمشره! که د لوګر ولایت له ناخوالو او روانو بدمرغیو د نورو ولایتونو وګړي خبر شي، ستاسو په دې ټولو راتلوونکو پلانونو به بې باوره شي، دا په دې معنا دوی به داسې انګیرې چې ته د خپل ولایت، خپل کور او کلي ساتنه نه شې کولای؛ نو دا د لوی هېواد چارې به څنګه سنبال کړای شې؟ د لوګر والي حلیم فدایي اوس مهال د خپل موقف او څوکۍ لپاره په لوګر کې د قومونو او پرګنو تر منځ نفاق ته لمن وهي، حتی ستانکزی په احمدزي او احمدزی په ستانکزي غوره بولي او کله کله په ځینو قومونو او پرګنو ریشخند هم وهي، همدارنګه یې د لوګر د ځوانانو تر منځ د کرکې او نفرت داسې پطرول شیندلي دي، چې خدای مه کړه د دښمن په یوه ګوګړ به د لوګر ټول ځوانان د اور خوراک شي، په خوښۍ ولسوالۍ کې یې کوچیان او د خوښۍ له خلکو سره او په محمد آغې ولسوالۍ کې بیا نیازیان د ګلمجمو په ملیشو او اردلیانو ووهل او د خروار په معدنونو یې هم بازار ګرم کړی دی او د لیلام لپاره یې د ولسوالۍ مقام هم بل ځای ته انتقال کړی، ترڅو له دغه ځایه معدنونه او کانونه په آسانه استخراج کړي.

ولسمشره! حلیم فدایي یو بل له سړیتوب او انسانیت لرې عادت هم لري، چې هغه ستا یوه مشاور (ابوالحسن یاسر) چې تاسو د فدایي د کارونو د ارزونې په اړه لوګر ته استولی و، تاسو ته یې په لیکې بڼه وړاندې کړی و؛ خو متاسفانه فکر کوم یا ستاسو حضور ته نه دی رسیدلی یا دا ده چې تاسو هم پرې سترګې پټې کړي دي، هغه دا چې نوموړی سره له دې چې یو لوی مفسد او په اداري فساد کې ښکیل سړی دی، له اداري فساد سره سره د نوموړي اخلاق هم صفر ته رسيدلي دي او د لوګر ولایت په مقام کې یې د بچه بازۍ سټیج جوړ کړی دی، د اشپز په نوم یې ازبک او تاجک هلکان په مقام کې ګمارلي او ټوله شپه ورسره ناڅي.

ولسمشره! نه لوګر دومره سپک دی او نه هم لوګریان! لوګر د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ژغورنې لپاره د سر سړي قرباني کړي دي، لوګر د علم او پوهې ټاټوبی دی، د جهاد او مبارزې ټاټوپی دی، د دغې خاورې خلک مینه ناک او سوله غوښتوونکي خلک دي، له جنګ او جګړو یې نفرت راځي، دا چې د ځینو مغرضو او پردي پالو کسانو له لوري په جبري ډول د جنګ ډګر ته ټیل وهل کېږي او مجبورېږي چې د وسلې له لارې خپل غږ پورته کړي دا هم د لوګر ولایت په والي او نورو چارواکو پورې اړه لري.

په هر صورت د ملي وحدت د حکومت له پیله تر اوسه کله چې فدایي د لوګر ولایت د والي په حیث ګمارل شوی، ستاسو له لوري بې شمېره پلاوي د والي په شمول د ټول لوګر د ادارو د ارزونې لپاره استول شوي دي، چې دغو پلاوو په خپل ایماني او اسلامي رسالت سره د لوګر د والي او ادارو او همدارنګه د لوګر ولایت د ناامنیو په اړه تاسو ته راپورونه وړاندې کړي دي، یا خو دا ده چې تاسو هم د لوګریانو په دې مجهوله او لالهانده برخلیک کې د فدایي ملاتړي یاست او لوګر او لوګریان درته د یوه توت اهمیت هم نه لري یا هم فدایي درباندې دومره ګران دی چې د ده د شرم هر سوري ته وار له مخکې تاسو هم ړندې بخۍ برابروئ او زړه مو نه غواړي چې د پلار او نیکه له مېنې دې دا په سلو مرضونو اخته د شر او رذالت پراذیت لرې کړئ!

ولسمشره! موږ یو ځل بیا درباندې غږ کوو که فدایي پر تاسو ډېر ګران وي او زړه ته مو ډېر درنږدې وي؛ نو په ارګ کې یې درسره مامور کړئ، ښه تېزه ژبه لري، ښه چالاکه دی، د غلطولو، تېر ایستلو او دسیسه سازۍ ښه عالي هنر لري، همدارنګه ستاسو کله کله په دیني مسایلو کې ژبه هم نښلي، فدایي په دیني علومو کې د ازهر پوهنتون څخه د دکتورا په کچه په کدر فارغ شوی دی، په دیني علومو کې یې په ټوله آسیا کې بدیل نه تر سترګو کېږي، بس په دیني چارو کې یې داسې مشاور وګمارئ چې د کابینې له وزیرانو یې صلاحیت زیات وي، هم به فدایي خوشال وي او هم به له دې وروسته په دیني مسایلو کې ستاسو ژبه نه غلطېږي، خو لوګر او لوګریان له دې حالته راوباسه او د خدای خاطر وکړه لوګریان د فدایي له ظلم او بربریت څخه خلاص کړه، که نه کابل به دې هم د لوګر له لاسه په سره اور کې ودرېږي او د کابل نورې سیمې خو پرېږده د ارګ دېوالونه او دروازې به دې هم په امنیت کې نه وي!

د لوګر د پرمختګ، آبادۍ او ښه امنیت په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x