نظــر

په تصور کې ولسمشر نوماند صاحب / رزین

دلته ډېره لوغنیزه تېره شوې او لاشته ، ډېر زاړه ، ځوانان او تنکي ماشومان ، میندې، ناوې او پیغلې د وخت د وحشت او دهشت شومه شوي ، ته به یا نه وې او که بیا وې هم نو داسې به وې لکه نه چې وې ، ځکه چې ستا شتون هلته هم امتیازي ؤ ، په دې مانا څه چې په ملت تېرېدل په تا یې هسې هوا هم نه لګېده ته هلته هم آسوده وې ، په ټولو عصري وسایلو بسیا ژوند دې درلود . زموږ خوارانو د سرونو په بدله کې درته ښه ژوند حاصل ؤ ، هر چا مو هرکلی کاوه او هر څه یې درکول .

اوس معلومیږي چې تاسې آن هلته هم د ولسمشرۍ په ټالو کې ټالېداست او ځان مو ورته تیاراوو د اولادونو له  پاره مو په بانکونو کې حسابونه پرانستل ، ښکاره ده چې اولسمشري مو هم د ځان له پاره غوښتله ، نه زموږ د خدمت له پاره .

نوماند صاحب !
ستاسې د رحم او خپلوۍ مثال موږ نه نن  لرو او نه مو د هغه مهال په یاد راځي ، هغه مهال مو هم یوه سلسله غوړې او غولونکې ژمنې راکولې او نن هم .

نوماند صاحب !
که خپه کیږې نه نوبیا خو دغه روانه المیه تا په دې میړني ملت لورولې ، کنه ؤ ده دومره بې مخینې قرباني په پایله کې چې دې د انساني تاریخ ښکلا قوم وړاندې کړه ، دهمغې المیې ترپخوا په څو واره توان کې پاتې کېدو له پاره هیڅ منطق هم نشته .

نوماند صاحب !
  د هغه تاریخ شلمه سرښندنو په پایله کې د نړۍ ډېری محکوم ولسونه د آزادۍ له نعمته برخمن شول ، خو موږ اوس هم ستاسو له برکته په (ایزه) کې یو او لا روان یو .

نوماند صاحب !
تاسو هغه مسیحا نه یاست چې ولسونه له یزو راباسی ، تاسو قوم ته د وینې ورکولو همت نه لری بلکې ژورې یاست د وینې  زبېښلو بې غیرتي بیا هم کړای شی .

نوماند صاحب !
ستاسو په اړه موږ ډېره اوږده او ترخه تجربه لرو .

نوماند صاحب !   
ته موږ ته د مراجعې هېڅ حق نه لرې ،ته قوم ته د مراجعې مخ نه لرې تاخو دا بت شکن ملت په وارو خرڅ کړی دی ، ته له موږه د هېڅ ډول غوښتنې له پاره وړتیا نه لرې . او ته زموږ نوماند هم نه یې ، ته ډېر بې وفا یې .

نوماند صاحب !   
ملت ستا په حکم سرونه هم نذرانه کړل ، ماشومان ، ځوانان ، بوډاګیان او هغه تورسرې چې د ستر او پردی بیلګې وې او د سارا شمال هم نه ؤ پرې لګیدلې ستا حکم ته په ډېر درناوي کې په ټولو ناخوالو ولورولې . خو ظالمه ! خدای ناترسه! تا په المیه نه بلکې د  المیو په خولو کې بې یاره او مدد ګاره پریښو دل .

نوماند صاحب !   
تا دا میړنی ملت په داسې ویر کې ویرجن او ستړی ولید چې تایې هم  اټکل نه شوی کولای ،د هرې ستونزمنې شیبې دې ښه او بشپړ انځور ګري وکړه ، د ډېرو هدیرو لکڼې د ولیدلې ، د مسجد ډېر کونجونه دې په پلاستیکي پښو  ډک ولیدل ، ډېر په غاړه کې پراته لاسونه هم هره شیبه ستا له مخې اخوا دیخوا تیرېدل .

نوماند صاحب !   
ډېر سپره مخي یتیمان دې له اوښکو او سلګیو سره په کنډوالو کې پریښودل .

نوماند صاحب !   
د شهید پلار د هم ولیده چې تا هم لیونی ونوماوه هغه ریښتیا هم د زړه تکیه او یواځنی زوی له لاسه ورکړی ؤ ، دهغه یوازې زوی نه ؤ شهید شوی . هغه ته بوره مور ، غمځپلې نګور ، او سپره یتیمان ورپاتې وو ، هغوی یې هر مهال لیدل خو نه یې اوښکې ور پاک کولای شوای او نه یې په تن پټولای شوای ،او نه یې په نس مړولای شوای ، هغه کار کولو ته هم نه ؤ وزګار .

هغه د شپې او ورځې ډېر وخت په تصور کې له شهید سره لګیا ؤ خبرې یې ورسره کولې ، کله کله به یې ورته وهم خندل او ټول حواس به یې سترګو ته راټول شول ، نصیحت یې هم ورته کاوه .

شهید په سیرت او صورت دواړو ښایسته ځوان ؤ ، په ډېر خواږه مجلس به ورسره لګیا ؤ ، ډېر خوند یې پرې اخیست ، دغسې به یې دخوند لاړې ورته تیرولې ، آن تر دې چې د مچو کولو هڅې به یې هم وکړې ، خو له ډېره افسوسه سره چې په دامینه یې نیمه خوا پاتې او په اوښکو او سلګو ور بدله شوه ، ځکه چې نه یې د شهید غاړې ته لاسونه ور ورسېدل نه یې نوراني مخ ته شونډان .

نوماند صاحب !   
تابه په جهنم صفته زندانو کې د (لا اله الله محمد رسول الله ) په ګناه د محکومو ځوانانو اوږدې او اوږدې لیکې په داسې حالت کې چې د ځولنو شرنګهار یې ویده او مړه ضمیرونه راپارول هم لیدلي وي .

نوماند صاحب !   
تا ډېرې بورې میندې ولیدلې چې په خواره جامه کې به یخ پړولې او سهار وختي به یې د شهید زوی مزار ته حاضري ور وړله .

نوماند صاحب !   
تا ټول له عاطفې او انساني کرامت سره په ټکر کې بمباري وې په دې میړني ولس ونه لیدل چې هیڅ یې هم جوړ ورپرې نه ښودل .

نوماند صاحب !   
تا په دې ملت کې چې نن یې خپل بولې د فقر او نیستۍ داسې حالت ونه لیده چې زړه زخمي کوي .

نوماند صاحب !   
ته خو روغتونو ته په هغه وخت کې هم وتلای شوای ایا په ډېر بد حالت کې د بشر دوستۍ تر سرلیک لاندې ټپیان دې ونه لیدل چې انساني فطرت پرې شرمیږي .

نوماند صاحب !  
دا هر څه دې په خپلو ګناه کارو ولیدل ، خو بیا دهم د یورپ لاره غوره کړه ، دا ویاړلی ملت د په ټولو ستونزو کې یواځې تر شنه آسمان لاندې شنه یخ او د شین سترګو د بربریت په رحم او کرم کې پرېښود.

نوماند صاحب !   
آیا دې ښه ملت په هغه وخت کې حق نه درولود چې په یو ډول یې په چوپړ کې پاتې شوی وای او په ماته بدنه دې د رحم ،خپلوۍ د خدمت لاس ورتېر کړی وای

نوماند صاحب !
هسې زه د قلمي عفت له مخې صاحب درته وایم او لیکم کنه و باور دې وشه چې ته یې وړ نه یې .
ته هېڅ هم نه لرې چې د په کلو کړیدلي خو با ایمانه ملت ته یې وړاندې کړې .
نوماند صاحب !   
ستا په ځای زه شرمیږم چې له دومره جفاوو سره سره بیا هم دې ملت ته د بیا آزمویلو لاس ورغزوې  او مرسته ترینه غواړې .

نوماند صاحب !   
د ضمیر او انسانیت خوښه خو دا نه ده ځکه که د     ضمیر خوښه او دانسانیت یوې ډېرې وړې برخې ته درناوی واي ، نو بیا خو لږ تر لږه دې ملت دا حق درلود چې تاخو هم غم شریکي ورسره کړې وای .

نوماند صاحب !   
دا ملت تا نه کوي ، ته یې قی کړی یې ، په لیدو دې هم ځوریږي ، نه دې مني ، ملت عکسونو ته رایه نه ورکوي ، کارنامو ته رایه ورکوي ، آن تر دې چې ته ځان ورته منسوب ګڼې په دې هم شرمیږي .

اسد الله رزین
۱۲۱۲ ‍۱۳۹۲هـ ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x