په سوریه کې افغان سخت دریځي شیعه ګان د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر څنګ

افغان حزب الله او د افغانستان راتلوکی خطر!

محمد حامد احرار

احرار الشام : مونږ د بشارالاسد ځینې نظامي ملګري د جګړې پر محال ونیول ، خو په عربي نه پوهېدل ، پوه شوو چې عرب ندي ، کرد ندي ، ایراني هم ندي ، دهغوی شکلونه د چینایانو دپه څېر وو ، خو وورسوته پوه شوو چې افغانان دي .

افغانستان کلونه کلنه را پدې خوا د پردیو له ظلمونو ، بې سوادۍ ، فقر ، بې کارۍ او د هېواد له نامعلومه سیاسي راتلونکي څخه په تکلیف دی او ځوریږي ، د پردیو د اهدافو په خاطر هره ورځ افغانان قرباني کیږي … خو ددې ټولو مشکلاتو سره سره افغانستان د یوه نوې او کړکېچن حالت په لور روان دی ، هغه په افغانستان کې د مذهبي جګړو پیل او شروع ده ، کوم چې هېڅکله به د پای ټکی ونلري .

کلونه کیږي چې د سوریې سني مسلمانان د بشارالاسد سره لاس او ګرېوان دي ، په سلګونه جوماتونه بمبار شول ، ښارونه له خاورو سره یوځای شول ، انسانیت تر پښولاندې شو ، سني مسلمانانو له جنسی تېري نیولې بیا تر ژوندي سوځېدو پورې هر ډول سخت مشکلات او سختۍ ولیدې … خو درد هغه وخت زیاتی وموند کله چې سوري مجاهدینو د دښمن په صفونو کې د افغانانو د شتون خبر ورکړ.

وروسته له ۲۰۱۲م کال څخه کله چې د بشارالاسد او سني مجاهدینو تر منځ جګړه سخته شوه ، ایران سوریې ته د پاسدارانو د لښکر(سپاه پاسداران) او فاطمي لښکر(لشکر فاطمیون) په لیږلو سره رسما نظامي مداخله پیل کړه.

له ۲۰۱۲م کال را پدې خوا هره ورځ ډلې ډلې افغان شیعه د فاطمي لښکر (لشکر فاطمیون) تر بیرغ لاندې سوریې ته درومي . فاطمي لښکر چې تقریبا له ۱۵۰۰۰ افغاني شیعه ګانو څخه جوړ دی څو کاله مخکې د موجودیت اعلان وکړ ، او اوس د بشارالاسد د حکومت د دفاع او د ایران د ګټو لپاره د جګړې په اول خط کې له سني مجاهدینو سره په جنګ بوخت دی .

د احرار الشام او جبه النصره په لاس د نیول شویو افغان شیعه له لوري ویل کیږي چې ایران دوی ته د میاشتې تقریبا ۶۰۰-۷۰۰ ډالره معاش ، د دوی د کورنۍ مصارف او د ژوندي پاتې کېدو په صورت کې ورته د ایران پېژند کارت ( شناسنامه ) ورکوي . ایران وروسته له لږ مودې نظامي تمرین څخه دوی د سوریې د وژونکي او سختې جګړې په لور لیږي کوم چې ورڅخه ژوندي را ګرځېدل په شک کې دي . خو تر ټولو جالبه داده کوم قانون چې ایران د جګړې لپاره وضع کړی پر اساس یې باید هېڅ ایراني لاصله د جنګ په اول خط کې ونه جنګیږي ، یعنې په حقیقت کې له افغاني قوت څخه د انساني ډال (سپر انساني – انساني دفاع) په شکل استفاده کوي .خو سره ددې ټولو سختیو بیا هم افغان شیعه دې جنګ ته د ورتلو لپاره لحضه شمېرنه کوي . موده مخکې مې د یوه هزاره (افغان شیعه ) سره ولیدل کوم چې دې جګړې ته دورتلو لپاره دېر لېواله وو ، دعلت پوښتنه مې ترې وکړه ویې ویل: زه ځم چې د خپلو شیعه وروڼو او د خپلو مقدساتو لپاره وجنګېږم او قرباني ورکړم .

د سوریې جنګ به ختم شي ، یا د مذاکراتو له لارې او یا هم د یوه طرف په بریا سره ، خو پوښتنه داده چې د فاطمي لښکر(لشکر فاطمیون ) کوم چې نژدې له ۱۵۰۰۰ افغانانو څخه جوړ شوی دی په بېرته را ګرځېدو سره به په افغانستان کې کوم حالت را منځته شي .

هغه لښکر چې د ایراني ګټو لپاره کلونه کلونه په اول خط کې د جنګ تجربه لري ، آیا په بېرته راتګ څخه به دوی هماغه پخواني افغانان وي ؟ له کوپړۍ څخه به یې د جنګ او جګړې فکرونه وتلي وي ؟ سني ستېزي او د سني مذهب سره به هېڅ کینه ونلري؟دوی به افغانستان په افغاني حزب الله بدل نشي؟ قطعا نه ، بلکه پرځای به یې افغانستان په دوهمه سوریه بدل کړي .

موده مخکې د ترکيې دولت هم افغانستان ته خبرداری وکړ تر څو ددې جدي خطر مخه مخکې له مخکې ونیستي ، خو بدبختانه هرڅه د پخوا په شان روان دي ، او د مذهبي جګړو لومړی قدم یا سړه جګړه پیل شوې . په شیعه اجتماعي شبکو کې صحابه وو پسې بد ویل ، د عاشوري په مناسبت په سني مېشته سیمو کې کېنایي ډوله الفاظ کارول …..دا هرڅه د دواړو طرفو په طرفدارانو مستقیم اثر لري ، او د کینې اور ته لمن وهي . حتې تردې چې په فېسبوک او نورو اجتماعي شبکو کې د اکثریت شیعه ځوانانو نظر داوو چې سږ کال په عاشوری کې مصرفېدونکې پیسې مصرف نکړي او پرځای یې د شیعه یانو په حمایت او نظامي قوت کې ولګوي .

خو دا په پوره یقین سره ویلای شم چې د سوريې د جنګ څخه را ګرځېدونکي افغانان به افغانستان ته ضرور په افغاني حزب الله بدلیږي ، او افغانستان به د مشکلاتو یو نوي فصل او دورې ته داخلوي .



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. محترم ليكوال صاحب السلام عليكم
    محترمه زما په نظر خو دې روافضو ته دونی جرئت او رړورتوب داعشی خوارجو ورکړ چی په عراق او سوریه کښی یې ورته خپل پرتوګ د ډیرو غټو ادعاوو با وجود زیړ په مرداریو ولاړه چی اوس دا حرامی روافض په اجتماعی شبکو کښی په صحابه و پسی په ډیره بی پروایی داسی چټیاټ لیکی. محترم لیکوال صاحب زه چی کله هم ددی داعشی خوارجو ویډیوګانی په اجتماعی شبکو کښی وینم نو ډیر افسوس راځی ویډیوګانی یی ټولی هندی او امریکایی اکشن فیلمو ته ورته دی او له هوایی ډزو او چټیاتو ماسوا نور هیڅ په کښی نه وی، بس خپل ټول وخت ددهغه عبثه فیلمونو په ډکولو د ریا او ځان ښودنی دپاره تیروی. زما په نظر دوي دروافضو په وړاندی ماسوا له پرتوګ مردارولو نور هیڅ هم ونه کړل. دعراق او سوریی اهل تسنن يې په روافضو تر آخری درجی وځپل او د اهل سنت په جامه کښی یی د ټولی دنیا د اهل سنتو نوم بد کړ. پرتوګ یی لړلی او سوری سوری پریښود. دوی غوښتل چی په نورو ځایونو کښی هم د عراق او سوریی فاجعه باره تجربی تکرار کړی ولی ونه توانیدل او الله سرټیټی او رسوا کړل.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.