له دولتي کور څخه ناامیده شربت ګله بیرته پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۶): هغه افغانه کونډه (شربت ګله) چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته له راستنېدو سمدستي وروسته ارګ ته ور وبلل شوه او د ولسمشر لخوا ورسره د کور ژمنه په رسنیو کې خپره شوه، تر اوسه دایمي کور نه دی ورکړل شوی او د استوګنې له ستونزو سره مخ ده.

د تېر کال په نومبر میاشت کې مېرمن شربت ګله په پيښور کې د جعلي شناختي کارډ په تور له پنځلس ورځني بند وروسته افغانستان ته راغله او دلته یې د هرکلي لپاره په ګلخانې ماڼۍ کې د شاندارو مراسمو تابیا نیول شوې وه.

هغه مهال د ارګ لخوا د شربت ګلې د هرکلي موضوع تر پراخ خبري پوښښ لاندې راغله او اشرف غني په زنګون کیش حالت کې د هغې یتیمان بچي په سینې پورې ونیول، چې وروسته یې دغه انځور په رسنیو کې خورا مشهور شو.

د شربت ګلې د ښه راغلاست په ویاړ مراسمو کې د ولسمشر فرهنګي سلاکار (اسدالله غضنفر) یوه اعلامیه ولوسته او ویې ویل چې ولسمشر اشرف غني د دفاع وزارت په یوه ښارګوټي کې مېرمن شربت ګلې ته په وړیا توګه یو باب کور منظور کړی.

په یادو مراسمو کې د ښاغلي غضنفر له اعلامیې وروسته ولسمشر اشرف غني مېرمن شربت ګلې ته یوه کیلۍ ورکړه چې ویل کېدل نوموړې ته د منظور شوي «کور» د دروازې وه.

خو څه د پاسه لس میاشتې وروسته په ډاګه شوه چې شربت ګله اصلا کور نه لري او تر اوسه په یوه داسې کرايي کور کې اوسیدلې چې د کرایې د نشتون له کبله یې د کور له څښتن سره جنجال د شړل کېدو تر بریده رسیدلی.

آغلې شربت ګله اوس د دولت له «منظور شوي کور» څخه نا امیده شوې او وايي چې تصمیم یې نیولی یا په جلال اباد کې د ځان لپاره سرپنا پیدا کړي او یا بیرته پاکستان ته لاړه شي.

د خواله رسنیو فعالان له آغلې شربت ګلې سره د دولت چلند قهرولي او د هغې له نامه څخه یې د یو ټاکنیز کمپاین په توګه سیاسي استفاده غندلې.

که څه هم د ګډحکومت چارواکي دا نه ردوي چې شربت ګله د کور او کرایې په ستونزو کې راګیره ده، خو خلکو ته اطمنان ورکوي چې په «ډیر نږدې راتلونکي» کې به یې ستونزې حل شي.

په خواله رسنیو کې له توندو غبرګونو وروسته د ګډحکومت د چارو د ادارې د رسنیو مسؤول (سعیدالله ترکي) ژمنه کړې چې په راتلونکو دریوو ورځو کې به شربت ګلې ته د کور کرایه ورکړي او د دایمي کور په اړه یې زیاته کړې چې په «ارزان قیمت» سیمه کې د کور په پیدا کولو پسي ګرځي او ژر به د دولتي مراحلو له طی کیدو وروسته شربت ګلې ته کور واخلي.

میرمن شربت ګلې د خپلو تیز رنګ لرونکو شنو سترګو له وجې هغه مهال نړیوال شهرت پیدا کړ چې کله ماشومه وه او انځور یې په ۱۹۸۴م کال د نیشنل جیوګرافیک مجلې پر ټایټل باندې خپور شو.

 



یوه تبصره

  1. اګرڅه د شربت ګلی پیښور هم خپل وطن دی خو هلته بیا انګریزان او د انګلیس غلامان هغه نه پریږدی وهی یی ټکوی یی جیل ته یی اچوی یا رب رحم وکړی زمونږ د وطن هره سیمه اشغال ده چیرته امریکا اشغال کړی چیرته انګلیس او دهغو غلامانو چیرته ایرانیانو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.