ټویټر په شپږو میاشتو کې ۳۰۰ زره اکاونټونه بلاک کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): ټویټر هغه اکاونټونه بلاکوي چې د دوی د سیاست خلاف نشریات کوي او په ځانګړي ډول هغه چې د سخت دریځۍ (تروریزم) په ګټه تبلیغات کوي.

د ټویټر له لوري په نشر شویو شمېرو کې ویل شوي چې د روان کال ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې یې 299،649 اکاونټونه ځکه بند کړي د «تروریزم» ملاتړ یې کوی او یا هم د سخت دریځو ډلو وه.

باید وویل شي چې د اوروپا او امریکا د ټولنیزو پاڼو (ټویټر، فیسبوک او یوټیوب) څخه غوښتي چې هغو اکاونټونه ته اجازه ورنه کړي چې د «تروریزم» ملاتړ کوي چې له امله یې دغو پاڼو هم داسي اتومات سیسټمونه جوړ کړي چې له مخې یې شکمن اکاونټونه په اتومات ډول له منځه ځي.

ټویټر په مجموعي ډول هره میاشت شاوخوا ۳۲۸ ملیونه فعاله غړي لري او د کال ۲۰۱۵ څخه یې د روان کال ۲۰۱۷ د جون میاشتې تر پایه ۹۳۵ زره د سخت دریځو اکاونټونه بلاک کړي دي.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    کشکی زه هم د تویتر فعال غړی وی ، یا ښه دی چه نه یم
    کشکی غړی یی وی په دی وایم چه اوس به می ورته لاندی پیغام په انګلیس ور لیږلی وی که پوره غلامی کی نه وایی کیدی شو سر یی پری خلاص شوی او له بندګی ژغورل شوی وی او که دا د دجالانو جاله وی نو بیا یوه خبره هم ورته ګټه نه کوله هغه پیغام دا وو :
    لمړی : دجالان د دموکراسی د بندیخانی ته د ازادی خونه او تر ټولو لوی دیکتاتوری ته مدینت یا تمدن وایی ، د بیان د ازادی په نوم د خلکو خولی تړی ، که همدا اسانتیاوی د هماغو د دوی په اصطلاح سخت دریزو سره وی او دوی ته یی د نظر ورکولو چانس نه ورکولو اوس به یی یی څومره چیغی نه وهلی او هغوی ته به یی په رښتینی سختدریځی کتلی او څومره بد تبلیغات به یی وربسی نه کولای .
    لمړی دوی باید سخت دریزی او دهشتګری تعریف کړی چه څوک په عملی بڼه کی سخت دریزه او لاخدا او څوک معتدله او با خدا او د مظلوم بشریت له غیږی خیری کوی او د مظلوم بشریت په زړونو حاکمیت لری او څوک د دجال له کومی او خیتی خبری کوی.
    زه ټویتر او ټویبتر په شان ټولو دجالی رسنیو ته وایم چه دجال د الله ج په مخالف قطب کی قرار لری ، عیسی ع به یی وزنی ، الل ج د ټولو خالق لایزال دی هغه دجال هم د هماغه الله ج مخلوق دی د شو او بدو خلکو د معلومولو د پاره یی خلق کړی هماغه دجال د هغه د پلویانو سره یو ځای په جهنم کی اچوی .
    ابلیس د جنی مخلوق لمړی لوی خبیث او ملعون شیطان او لوی سرکشه وو ، دا له اوره الله ج خلق کړی وو او ډیر علم الله ج ورکړی وو د دغه دوه لویو خصلتو له مخی یی ځان د زمکی د خلافت وړ ګاڼه یعنی تر نورو یی په همدی دوه خصلتو لویی کوله، کله چه د خلافت مقام داسی چاته ورکړی شو چه له خاورو ( د ابلیس په نزد له اوره ښکته ) او علم یی هم د شیطان په فکر تر ابلیس ښکته وو ورکړو ، نو ابلیس ورسره حسد او کینه وکړه چه د حس صدمه یی خبله ابلیس ته ورسیدله یعنی د الله ج له امره چه ادم ع ته یی باید سجده کړی وی ، او هغه ونه کړه د الله ج له رحمته بی برخی ( ملعون ) جه تر ټولو لویه سزا ده واوروله .
    همدا د ابلیس مقام انسانی شیطان ( دجال ) ته ورکول شوی په دومره توپیر چه جنی شیطان ( ابلیس ) تر ټول اول او انسانی شیطان ( دجال ) تر ټولو اخری لوی شیطان دی . نو دغه رسنۍ دغه لوی انسانی شیطان یعنی دجال له خوا استخدام شوی هڅه لری چه ټول انسانان جهنم ته بوځی . الله ج دی د دوی له شره ښه انسانان وساتی او به هغو شو انسانانو کی دی الله ج مونږ هم وشمیری .
    اول کی می وویل کشکی مونږ به تویتر کی غړیتوب لرلی یعنی کیدی شو زمونږ نصیحت ورباندی حه اغیزه کړی وی او دا چه لیکلی می دی چه [ ښه دی چه ددوی غړیتوب نه لرم کیدی شو د دوی بدو خصلتو په مونږ اغیزه کړی وی او مونږ هم د دوی په شان او د دوی له ډلی شمیرل شوی وی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.