افغانستان

ولسمشر کرزي د افغان پارلمان د ۱۶ دورې د څلورم تقنیني کال رسمي پرانسته وکړه

نن ټکی آسیا: نن د ولسي جرګې یا پارلمان د ژمنیو روخصتیو د پای ته رسېدا او د ولسي جرګې د څلورم تقنیني کال د پرانستلو ورځ ده، په همدې مناسب لکه څرنګه چې مخکې له مخکې ویل شوي ول، دا دوره هم د ولسمشر کرزي په وینا رسماً پیل شوه.

د ولسي جرګې د څلورم کاري کال د رسمي پرانستلو په غونډه کې د پر ولسمشر سربېره، د ولسمشر دوهم مرستیال، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ، د کابینې غړیو، د ولسي جرګې رئیس،مرستیالانو او نورو مسؤلینو او د مشرانو جرګې غړیو ګډون کړی وو.

ویل کېږي، چې د کال د نورو ټولو ورځو په پرتله ،یوازې په همدې ورځ د ولسي جرګې نصاب بشپړ وي او کابو ټول غړي يې حاضر وي.

 د ولسي جرګې رئیس په خپله وینا کې د مارشال فهیم مړینې ته اشاره وکړه ، ولسمشر کرزي، د نوموړي کورنۍ او د هغه لارویانو ته یې تسلیت ووایه او د هغه مرګ یې د هېواد یوه ستره ضایعه وبلله.
د ولسي جرګې د اکثره غړو، رئیس او مرستیالانو په وینا دا کال د دوی لپاره خورا مهم دی کال دی.
د ملي شورا یو شمېر غړي وایي، له ولسمشر حامد کرزي څخه به وغواړي چې ډیر ژر د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه یو مناسب کس شورا ته د رای اخیستلو لپاره معرفي کړي.
د یادونې وړ ده چې، د اساسي قانون د ۶۴ مادې له مخې د ولسي جرګې د نوي تقنیني کال رسمي پرانسته د ولسمشر له مهمو دندو څخه  ده. ولسمشر کرزي په همدې ترڅ کې وویل،چې دا به د ولسمشر په توګه ولسي جرګې ته د نوموړي وروستۍ وینا وي، خو زیاته یې کړه چې د راتلونکي کال په ورته مراسمو کې به هم د ولسي جرګې په بلنه د یوه مېلمه په توګه ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x