چین پر واټس اپ بندیز ولګوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): چین د امریکايي شرکت «فیسبوک» پر یوه بل خدمت «واټس اپ» بندیز ولګوی او په دې توګه دغه پروګرام د یوه لوی مارکیټ څخه محروم شو.

په دې توګه چین د فیسبوک شرکت ټول خدمتونه لکه فیسبوک ټولنیزه پاڼه، انسټاګرام پاڼه او واټس اپ باندي په بشپړه بندیزونه ولګول.

ددې تر مخه چین د واټس پر ویډیويي رابطو، انځورونو او فایلونو تبادلې باندي څارنه زیاته کړې وه خو اوس یې د لیکلي پیغام پر تبادلو باندي هم بندیز ولګوئ.

په چین کې د واټس اپ پر ځای د «WeChat» په نامه پروګرام کاریږي، کوم چې په صراحت سره وايي، د چین هیواد د غوښتنې پر اساس به هر کله حاضر وي چې د خپلو کاروونکو بشپړ معلومات ورکړي. وي چاټ یوازي په چین کې ۹۶۰ ملیونه کاروونکي لري.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    مګر دا پکی نه دی په ډاګه شوی چه د وپس اب خرابی څه ده ، لږ تر لږه په انفرادی ډول به مونږ هم تری ځان ساتلی اګر چه زه تر اوسه لا په دی هم نه پوهیږم چه څرنګه تری استفاده وکړم مکر یو خوږ ملګری می راته لیکلی وو چه د زر اییملونو دپاره له وپس اپ څخه کار واخله ، مخکی له دی چه په اړه یی پوښتنه وکړم هغه دوست می دجالی جیل کی اچول شوی هیله لرو او دعاګانی کوو چه الله ج یی بله ستونزه له جیله د ایمان سره وزغوری او د خپلو شکلو ښکلو بچیانو سره بیا یوځای او عادی ژوند پیل کړی .
    مګر دا چه اوس چین تری ځان ژغورلی چه هغوی هم کافر او حتی لا خدا دی او د امریکا له کفره ډاریږی معنی دا چه د دوی لا خدایی د چین له لا خدایی هم پورته ده ، یعنی امریکا د دجال په موقف یا دجال ته نزدی موقف کی قرار لری . ښه دی چه مخکی له مخکی خبر شو چه استفاده تری ونه کړم او لا به یی چین د بل کوم دلیل له مخی نه خوښوی والله اعلم

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.