نړۍ

د شکيل افریدي سزا د ۳۳ کلونو څخه ۲۳ کلونو ته را ټیټه شول

نن ټکی آسیا: د امریکایانو لپاره د جاسوسي کونکي ډاکټر (شکیل افریدي) سزا لس کلونو را ټیټه شوې، او جرمانه یې هم یو لک  پاکستانیو روپی کمه شوې نوموړی به اوس په بندي خانه کي ۲۳ کاله تېره وی، او دوه لکه او شل زره به د جرمانې په توګه پرې کوي.

 

باید وویل شي پر نوموړي باندي مخکې محکمې د ۳۳ کلونو بند پرېکړه کړې وه، او هم یې جرمانه ورته درې لکه او شل زره روپۍ ټاکلې وه.

دا پریکړه تقاعد شوې جګړن منیر اعظم نن اعلان کړې، څوک چي د فرنټېر کرایمز ریګولېشن په نامه محکمې مشري کوي، او همدا محکمه د شکېل افریدي دوسیه څیړي.

د شکیل افریدي وکیل سمیع الله افریدي ویلي چي د محکمې د دې پرېکړي تمه دوی مخکې هم لرله، ځکه چې دوی محکمې ته داسي شواهد او دلایل وړاندي کړې وه، چې فیصله به حتما ددوی په ګټه کېدل.
نومړي زیاته کړې چې دوي که څه هم په دې نوي پرېکړي خوښ دي، خو بیابه یې هم په بله محکمه کي چلینج کړي، تر څو د شکیل افریدي سزا نوره هم کمه شي.

باید وویل شي چې شکيل افریدي چي یو ډاکټر وو، د خپلي دندي څخه یې د امریکایانو په اشاره ګټه پورته کړه، او په پاکستان کې د پولیو په نامه په مختلفو سیمو کې کمپاینونه وچلول، تر دي چي د ابېټ اباد په ښار کې د اسامه بن لادن ځاي وموند، او هغه یې امریکایانو ته په نښه کړ، چې له کبله یې امریکا د اسامه په کور چاپه واچول، او هغه یې شهید کړ.

د امریکا له خوا د پاکستان په ځمکه کې عملیات کول د پاکستان د ناراضي سبب شول، او هغوي د امریکا سره په استخباراتي او نورو ځایونو کې همکاري محدوده کړل.

پاکستان د شکېل افریدې په نامه ډاکټر ونیوی، او پر هغه یې تور ولګوی چې د پاکستان پر ځمکه یې د خپل هیواد په خلاف د امریکا له پاره جاسوسي کړې، او د خپل هیواد سره یې خیانت کړی.

په لومړی کې داسي هم ویل کیدل چې کيدای شي د خیانت په جرم شکيل افریدي زندۍ شي، خو له هغه وروسته د امریکایانو او غربي هیوادونو د فشار له کبله د نوموړي سزا په پر لپسې توګه په یوه او بله محکمه کي کمیږي.

داسي هم ویل کیږي چې امریکا غواړي شکيل افریدي په هر قیمت د پاکستان له بنده خلاص کړي، ځکه چې د شکېل افریدي د نیول کېدو وروسته د امریکا هغه خبره چې خپل جاسوسانو ته یې کوي، چې تاسو به په هر حال کې ساتل کیږی، او تاسو ته به هیڅ ضرر نه رسیږې، درواغ ثابته شول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x