سعودي یو بل مشهور دیني عالم نیولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): په دې وروستیو کې د سعودي حکومت په پراخه کچه د دیني عالمانو نیول پیل کړي دي، په ځانګړي ډول هغه علماء چې په وروستیو سیاسي اختلافاتو او پيښو کې یې چوپتیا غوره کړې ده.

په ټویټر کې د «معتقلي الرأي» په نامه اکاونټ چې په سعودي کې د دیني عالمانو او نورو فعالانو د نیول کیدو جزئیات خپروي، ویلي چې په سعودي کې استوګن سوریايي دیني مشهور عالم «شیخ محمد المنجد» هم نیول شوی دی.

شیخ منجد ۵۷ کاله عمر لري او د سعودي د مشهورو عالمانو لکه محمد بن عثیمن، عبدالله بن جبرین، شیخ صالح الفوزان او شیخ ناصر الدین الالباني شاګرد پاته شوی دی او په همدې وجې نوموړي ته ډېر احترام کیږي او د سعودي په کچه د سترو دیني عالمانو څخه بلل کیږي.

په ټویټر کې د نوموړي په اړه د روانې میاشتې سپتمبر له پیله څخه تبصرې روانې وي چې باید د سعودي حکومت یې ونیسي، ځکه چې هغه یو سخت دریځی عالم دی، چې بالاخیره ونیول شو خو د نورو علماو په څېر یې هیڅ جرم معلوم نه شو.

ویل کیږي چې د سعودي حکومت د هغو مشهورو علماو څخه غوښتي چې په ټویټر او ټولنیزو پاڼو کې فعاله حضور او شهرت لري، چې د سعودي وروستي سیاستونه وستايي، څوک چې دغه کار نه کوي او چوپتیا اختیاره وي، هغه به نیول کیږي.

د ټولنیزو پاڼو فعالان وايي، همدا وجه ده چې شیخ عایض القرني او شیخ العریفي تل د حکومت په پلویتوب څرګندوني کوي تر څو ځان له زندانه وژغوري.

باید وویل شي چې ځیني داسي شیخان او دیني عالمان هم نیول شوي چې د نیول شوي کسانو سره یې خواخوږي ښودلې لکه د شیخ مناور النوب په نامه دیني عالم چې د نیول شوي شیخ سلمان العوده سره یې خواخوږي ښودلې وه.

شیخ سلمان العوده په اړه ویل کیږي چې په خلیجي شخړه کې بې طرفي يې ددې لامل شوه چې بالاخیره د استخباراتي جاسوس په تور ونیول شو او د بهرنیو هیوادونو سره په اړیکو هم تورن دی.

په تیرو ورځو کې د مکې مکرمې د ام القری پوهنتون د تدریسي کمیسون غړی محمد البراک هم ونیول شو څوک چې د مسلمانو عالمانو د ټولنې (رابطة علماء المسلمين) غړی هم دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په سعودي کې د بندي کولو دې لړۍ ته په اشاره ویلي چې دغه هیواد د یوه لوی زندان حیثیت خپل کړی دی.

بل لوري ته د فاینانشیل ټایمز په نامه ورځپاڼې لیکلي چې د سعودي ځوان وليعهد محمد بن سلمان یو داسي نظام را منځته کول غواړي چې حتی هغه کسان نه بخښي چې چوپه خوله پاتې کیږي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د اسلامي سني تنظیمونو پر وړاندي خپل موقف سخت کړی دی او ځیني سیاسي ډلې لکه اخوان المسلمین او حماس ډلې یې د «تروریستو ډلو» په نامه نومولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د روان کال ۲۰۱۷ په لومړۍ میاشتي جنوري کې په یوه راپور کې ویلي وه چې د سعودي د هغه وخت ولي ولي عهد محمد بن سلمان د دیني عالمانو پر خلاف یوه ستراتیژې ترتیب کړې د کوم له مخې چې به دهغو علماو مخه نیول کیږي چې د نوموړي پر اقتصادي او ملکي اصلاحاتو نیوکي کولای شي.



2 تبصرې

  1. Aslam O Alikom Wr Wb! Staso Sa Me Da Arzzo Da Ka Da Hagha Alimano Pora List Jor Kai Chi Da Saudi Hokmat Newali De Aw Zindan Ta Ye Achawali De. No Ba Da Dunya Musolmanan Pa Khabar Se, Ka Sa Hum Musalmanan Kho Hes La Wala Ka Waki, Sha Dai Che Bia Wana Waye Chi Moz Khabar Na Wo.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.