قدس شریف ته نیژدې ۳ یهودي عسکر وژل شوي، بل ټپي دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): نن د سه شنبې په ورځ سهار د فلسطین په قدس ښار کې یوه فلسطیني بریدګر پر یهودي عسکرو ډزي وکړې چې په ترڅ کې یې ۳ تنه عسکر ووژل شول او یو بل عسکر ټپي شوی دی.

د الجزیرې خبریال ویلي چې پيښه د قدس شریف په لویديځه کې د «هار هدار» په نامه یهودي کلي په دروازه کې را منځته شوه. دغه کلی یهودي حکومت په زور د فلسطینیانو پر ځمکه جوړ کړی.

بلخوا اسرائیلي سرچینو ویلي چې یوه بریدګر پر پوله ساتو عسکرو ناڅاپه ډزي وکړې چې له امله یې څلورو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته او بریدګر هم په جوابي ډزو کې ووژل شو.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم د بریدګر هویت څرګند شوی دی، خو د الجزیرې خبریال ویلي چې بریدګر په دغه پېښه کې د کلاشنکوف څخه کار اخیستی وو ځکه وتوانید چې زیات یهودي عسکر ووژني.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.