امریکا پر شمالي کوریا د جګړې له اعلانه پر شا شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې رسنیو ته وویل چې مونږ له دې وروسته هر ځای د امریکايي الوتکو د را نسکورولو اجازه لرو ځکه چې امریکا پر مونږ د جګړې اعلان وکړ، خو امریکا وايي د جګړې اعلان مو نه دی کړی.

د بهرنیو چارو وزیر چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته په سفر دی، وویل: د ټرمپ په وینا د شمالي کوریا زعیم به پر خپل منصب ډېر دوام ونه کړي.. دا زمونږ پر هیواد د جګړې اعلان دی.

باید وویل شي چې امریکا په خپلو لویو جنګي الوتکو په جنوبي کوریا کې پوځي تمرینونه هم پیل کړی دي چې شمالي کوریا د ځان لپاره ګواښ بللي دي.

خو په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د حکومت ویاندي ساره ساندرز وویل: د نوموړي دا خبرې غیر معقولي دي ځکه چې مونږ پر شمالي کوریا د جګړې اعلان نه دی کړی، دې خبرې ته اشاره کول هم ډېره بې عقلي ده.

باید وویل شي چې ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې که هیواد یې وغواړي شمالي کوریا د ځمکې له مخې له منځه وړلای شي.

بلخوا د جنوبي کوریا حکومت وروسته تر هغه چې د شمالي کوریا سره د جګړې لهجه تونده شوې، د امریکا څخه غوښتي چې د تحمل څخه کار واخلي او خپله تونده لهجه نرمه کړي.

شمالي کوریا ادعا کوي چې د اتومي سرګلولې لرونکې د لیري واټن توغندۍ یې امریکا او د هغه ایتلافي هیوادونه په نښه کولای شي او همداسي یې په دې وروستیو کې ګواښ کړی چې تر اتومي بم قوي «هایډروجانک» بم به په ارام سمندر کې وازمائي. چې امریکا یې مخالفت کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.