شعـــــرونه

غزل – اکبر سیال

تا که په خله باندې اقرار د محبت نه کوو
خو ياره سترګو دې انکار د محبت نه کوو

پټ پټ دننه مو په يو بل پسې ډېر ډېر ژړل
خو مونږ په شونډو به اظهار د محبت نه کوو

ژوند ترې لاس اويستل ،حالاتو پرې مېچنې دل کړې
چرته چې ټول کلي روزګار د محبت نه کوو

ددی مرګوني ژوند په شا د عزرايل څه قصور
دلته به يو سړي يو کار د محبت نه کوو

چا په اوربل چا په پټکي کې به ټومبل ګلونه
غږ به لمن ته کنډه تار د محبت نه کوو

په رڼا ورځې ستوري چا په سترګو چرته ليدل
سياله چې اوښکو دې پړقار د محبت نه کوو

اکبر سیال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x