افغانستان

طالبانو په تخار ولایت کې لس پوستې نیولي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): نن د سې شنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې وویل چې طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو څخه لس پوستې نیولي دي او ګڼ شمېر اربکیان یې د جګړې پر مهال وژلي دي.

نوموړي ویلي چې تېره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ د پل مؤمنین او ګورتیپه په سیمه کې د دولتي ځواکونو او اربکیانو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یاد پرمختګ وشو.

او زیاته یې کړه چې په دغه عملیاتو کې اوه تنه اربکیان مړه او ژوبل شوي دي او نورو عسکرو د تیښتې لاره خپله کړې ده.

مجاهد ادعا کړې چې د پوستو نیولو تر څنګ یې په زیاته کچه وسله او مهمات غنیمت کړي دي او همداسي يې د خواجه غار ولسوالۍ یوه لویه سیمه د اربکیانو له ظلمه او «شرارته» خلاصه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x