نړۍ

د سرطان څخه د امریکايي سناتور جون ماکین د خلاصون فرصت کم شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د امریکا په کانګریس کې د افغانستان د جګړې کلک ملاتړی جان ماکین د دماغي سرطان څخه د خلاصون امکانات کم شوي دي.

نوموړي د امریکايي تلویزون «سي بي اس» سره په مرکه کې پر خپل دماغي سرطان د کنټرول په اړه وویل: ځیني خلک وايي چې ۳ سلنه امکان شته او ځیني نور بیا وايي چې ۱۴ سلنه امکان شته، زه فکر کوم چې ټول توقعات په دې اړه منفي دي.

ماکین وویل چې د ډاکټرانو له کاره راضي دی او غواړي په نیژدې راتلونکې کې خپل د ژوند وروستی جشن ولمانځي تر څو له ژونده مننه وکړي.

ماکین اتیا کاله عمر لري، له پوځ څخه د سیاست ډګر ته ور وتلی دی، د ۱۹۸۶ راهیسي د امریکا په کانګریس کې غړیتوب لري، په ۲۰۰۸ کې یې د باراک اوباما پر ضد د جمهوري ګوند په استازیتوب په ولسمشریز انتخاباتو کې ګډون وکړ.

د نوموړي په مغزو کې را ختلې دانه یا «تومور» د څلورمې درجې تومور دی چې تر ټولو ناوړه تومور بلل کیږي، د ډاکټرانو په وینا په بدن کې په ډېره چټکۍ سره خپریږي.

باید وویل شي چې جان مکین په وروستي ځل د تیرې جولايي میاشتې پر ۴مه نېټه کابل ته راغلی وو او هلته یې پر امریکايي ولسمشر ټرمپ غږ کړی وو چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي او نوې جګړییزه ستراتیژې ژر تر ژره جوړه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

خو خپل كار يي وكرل مرگ نه مخكي عسكر او ترمپ يي وغلول چي دلته عسكر وليژي خو كه الله كول عسكر به هم داسي زاي ته رازي چي دي نه مخكي به لوي تعداد هغه دنيا كي به ددي استقبال به وكري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x