ټرمپ پر اشرف غني ټینګار کړی چې د طالبانو دسیاسي دفتر تړل وغواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): برتانوۍ ورځپاڼې (ګارډین) په یوه ځانګړي راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په اشرف غني باندې زور اچولی چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د تړل کېدو غږ پورته کړي.

د ورځپاڼې په وینا تمه کیږي چې اشرف غني به د نوموړي دفتر له بندیدو سره موافقه وکړي، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې. دا موضوع د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د ټرمپ او اشرف غني د ملاقات پر مهال راپورته شوې.

ګارډین د افغان چارواکو په حواله لیکلي چې په قطر کې د طالبانو شاوخوا ۳۶ کسیز غیر رسمي سیاسي پلاوی د سولې د مذاکراتو لپاره هیڅ نه کوي او دا دفتر طالبانو ته فقط سیاسي مشروعیت ورکوي.

د ورځپاڼې په باور له یوې خوا ټرمپ د طالبانو سیاسي دفتر ته د اوباما د یو ناکام اقدام په سترګه ګوري او له بلې خوا سعودي عربستان او متحده عرب امارات له لومړۍ ورځې په دې هڅه کې دي چې څرنګه په قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل حکومت به لومړی په رسمي ډول د نوموړي دفتر د تړلو غوښتنه وکړي خو د نهايي پرېکړې واک به د قطر له حکومت سره وي.

داسې راپورونه شته چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد او امریکايي ولسمشر ټرمپ هم په نیویارک کې په دې اړه خبرې کړي او ټرمپ د قطر له امیر څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.

د ګارډین په وینا د طالبانو سیاسي کمیسون په ۲۰۱۱ کال له امریکا او جرمني سره تر پټو ملاقاتو وروسته په قطر کې لومړی د ځان دایمي حضور ثابت کړ او بیا یې په ۲۰۱۳ کال په رسمي ډول سیاسي دفتر افتتاح کړ چې د طالبانو د بیرغ او لوحې په سر د کابل حکومت له مخالفت وروسته بیرته وتړل شو.

که څه هم نوموړی دفتر له هماغه وخته بند دی، خو په اړه یې وخت په وخت راپورونه ورکول کیږي چې استازو يې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې په مختلفو کچو مذاکرات کړي او په ځانګړي ډول په هیواد کې د بشري مرستو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخو کې هلې ځلې کوي او د بندیانو د خلاصولو او تبادلې پروسې یې په کامیابۍ سره پر مخ وړي دي.

راپور کې ویل شوي چې د طالبانو سیاسي پلاوی به د تګ لپاره کوم هیواد ونه لري، ځکه چې پاکستان ته که ولاړل، ټول به ونیول شي ځکه چې د قطر پروسه له سره پیل شوې د همدې لپاره وه چې د طالبانو سیاسي موقف د پاکستان له اغیز څخه ووځي او طالبان له امریکا سره مستقیما خبرې وکړي، همدا لامل و چې پاکستان د لومړۍ ورځې راهیسي هڅه وکړه چې دغه دفتر وتړل شي.

خو د چارو آیرلنډي څیړونکي (مایکل سیمپل) ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې که په قطر کې د طالبانو په سیاسي کمیسون بندیزونه ولګیږي نو طالبان به له دې اقدام څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي او ادعا به وکړي چې «امریکا په افغانستان کې سولې ته ژمنه نه ده».

د طالبانو د سیاسي دفتر د فعالیت په اړه هغه وخت امیدونه لا زیات شول کله چې د پګواش نړیوالې موسسې تر چتر لاندي په دوحه کې دوهم بین الافغاني کانفرانس ترسره شو او ولسمشر اشرف غني طالبان یوه سیاسي ډله وبلله او د مذاکراتو دعوت یې ورکړ، خو دغه پروسه هم وروسته تر هغه سخته متضرره شوه کله چې د امریکا ډرون الوتکو د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه کړ.



3 تبصرې

  1. مونز نه پو هیژو چه اصل مسپله چیره ده د شورای نظار لندغر اوباشان او د هزاره میخکوبیان او د ایران جاسوسی میدیا گانی د طالبانود قطر دفتر په هکله داسی نشریات کوی چه ترامپ ویلی جه باید د طالبانو دفتر بند شی اما غنی ویلی چه اوس لا وختی ده اما یو تعداد نوری د ایران جاسوسی مید یا گانی بیا لکه تاسی غوندی ……….. چه اپلتی تبصری او افاوات چه نشر کوی حقیقت به چیری وی ایا د غنی په هکله اویا د ترامپ په هکله اما

  2. شه كار دي په دغه عمل سره هفه خلكوته د خبر هم واضع كيژي چي گوداگي رژيم سمره صلح دوست دي دوي يو دفتر نشي زغملي نو الله مكره كه طالبان توپك كيژدي او دغه دولت سره صلح وكري نو به سه حال وي غني ديوث سره بايد د توپك د خولي سخه خبري وشي ترسو چي محوه سي ان شاء الله

  3. داسی نده چی افغانان سوله نه غواړی لیکن امریکا ،انګلیس اوبچی یی (شیطانستان)،ایران ،چین ،روس اونورګاونډیان هیڅکله هم نه غواړی چی افغانستان په کرار شی ځینی مو د دین دښمنان ځینی د خاوری دښمنان ځینی دمعادنو دښمنان ځینی دمو د ویاړلی تاریخ دښمنان اوبه خړه وی او ماهیان نیسی او له دی ویره لری که چیرته افغانان متحد او متفق شول او هیواد کی یی سوله راغله نو بیا به مونږ په دالو هم ماړه نشو او افغانستان به بیا د نړی د مسلمانانو خواږی ځای وی او د نړی د مظلومو مسلمانانو د غږ اوریدو ځای به وی .یا الله ج زمونږ ټول دښمنان تباه کړی خصوصا دا دانګلیس بچی شیطانستان چی امریکی ته لیار ورکړه او افغانستان یی په امریکا اشغال کړ. آمین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.