افغانستان

د تاجکستان پولې ته څېرمه دوه تنه افغانان وژل شوي

نن ټکی آسیا: د تخار امنیتي چارواکي وايي، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان-تاجکستان پولې ته څېرمه پر دوو افغانانو ډزې کړې دي او ځای پر ځای يې وژلي دي.
ویل کېږي، چې دواړه وژل شوي کسان کب نیونکي دي.

د تخار د والي د ویاند سنت الله تیمورپه خبره، چې یاد کسان تېره ورځ په دشت قلعه ولسوالۍ کې د آمو سیند په اړوند سېمه کې د کب نیونې پر مهال د تاجکستاني پوله ساتو ځواکونو ترډزو لاندې راغلي او وژل شوي دي.
نوموړي وویل، چې د دې پېښي په تړاو پلټنې روانې دی.
د تاجکستان حکومت او سرحدي ځواکونو په دې باب خپل نظر نه دی ښودلی.
د یادونې وړ ده، چې کابو یوه میاشت وړاندې هم افغان چارواکو ادعا کړې وه، چې په بادغیس کې د ترکمنستان هېواد څو تنه سرحدي عسکر د طالبانو له خوا وژل شوي دي؛خو طالبانو دا تورونه په کلکه رد کړي وو او په تړاو یې د وژل شویو ترکمنستاني عسکرو له کورنیو او حکومت سره خواخوږي ښودلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x