کُردستان که منځنۍ آسیا ته دوهم اسرائيل ؟

لیکنه : محمد حامد احرار

صهیونیستي ورځپاڼه: اسرایل په پوره توګه د آزاد کردستان ملاتړی دی ، او غواړي پر امریکا فشار راوړي تر څو د آزاد کردستان سره همکاري وکړي ، د آزاد کردستان په صورت کې به اسرایل لومړنی هېواد وي چې کردستان به په رسمیت پېژني .

د صهیونیستي دولت منځته راتلو چې کوم مشکلات اسلامي نړی ته تحفه کړل د هغه همرنګه مشکلات به کردستان اسلامي نړی او په خاصه توګه منځنۍ آسیا ته وړاندې کړي ، ځکه د کردستان جعرافیایي جوړښت د افغانستان په څیر ډېر اساس او د اهمیت وړ دی. د عراق په کرد مېشته سمیه (کردستان )کې د صهیونیستي ملګري دولت په راتلو سره به په منځنۍ آسیا کې یو لوی بدلون راشي .

عراقي کردان کلونه کلونه راپدې خوا د عراق د دولت سره اختلاف لري او ورسره لاس او ګرېوان دي . کردان ځان ته مستقل او ځانګړی دولت غواړي او د خپلواکۍ مبارزه کوي. تېره ورځ د عراق په کردي سیمه کې د آزاد کردستان لپاره ریفرنډم یا ټولپوښتنه وشوه ،دغه ټولپوښتنه د اربیل ، سلیمانیه او دهوک ولایتونو سربېره په کرکوک، سنجار ، دنینوا په بعشیقه ولایت او د صلاح الدین ولایت لانجمنو سیمو کې هم تر سره شوه . خو ورسره ایران ، ترکیې ، دمشق او بغداد کلک مخالفت و ښود. داچې کردستان د ایران ، ترکیې په شان قدرتمندو هېوادونو سره نژدې او او د منځنۍ آسیا د اکثریته هېوادونو ترمنځ پروت دی ، او د تېلو په لویه کچه زېرمې لري ، پر اساس یې د کردستان اهمیت زیات ، یو سیاسي او ستراتیژیک موقعیت خپل کړی دی ، دا پداسې حال کې ده چې اسرایل په کلکه د ازاد کردستان ملاتړي دي او په ښکاره او پرېمانه توګه یې همکاري کوي ، تردې چې د کردانو د خوشحالۍ په مراسمو کې د آزاد کردستان د بیرغ تر څنګ د اسرایلو بیرغ هم رپیږي او کردي ځوانان یې ښکلوي ، داهغه څه دي چې ایران او ترکيه یې تر بل هرڅه ډېر اندېښمن کړي دي، سره ددې چې د آزاد کردستان منځ ته راتګ له ځان سره نور ډېر مشکلات هم لري.

هغه کردان چې په ترکیه، سرویه او ایران کې مېشت دي، دوی به هېڅکله په آرامه هرڅه قبول نکړي او د آزاد کردستان په شته والي کې به دوی د آزادۍ غوښتونکي او د خپل نېژادي هېواد (کردستان) سره به د یوځای والي هڅې کوي ، او د ترکیې او ایران لپاره به یو نوی جنجال وي .

سره ددې ټولو د آزاد کردستان اغيزې به د افغانستان او سیمې په قومونو هم لوی اثر ولري او ډېری به د جدایۍ او آزادېدو فکر او طرف ته مخ واړوي (په خاصه توګه بلوچستان او د بلوڅو قوم ).

کردستان د افغاسنتان او پاکستان په څېر په څو قومه هېواد (عراق) کې پورت دی ، او د قومي جوړښت له پلوه له افغانستان او له بل هرهېواد څخه زیات له پاکستان او ایران سره ورته والی لري ، کوم چې ددغه دوه هېوادونو په قومي سیاست کې هرنوع تغیر او بدلون په افغانستان هم تاثیر لري . که د کردستان ټولپوښتنه د آزادی او استقلال لاره همواره کړي او کردستان په یو مستقل او رسمي دولت بدل شي تاثیرات به یې حتې تر ایران او پاکستان راتېر او تر افغانستان پورې را ورسیږي . افغانستان په تېرو لسیزو کې د ډېریو منځنیو جګړو خاوند او لیدونکی وو ، خو تر اوسه د جدایۍ او تجزیې فکر پکې په ښکاره نه وو څرګند شوی، خو داسې ویل کیږي که چېرې کردستان خپله آزادي په بریالیتوب سره ترلاسه کړي نو د افغانستان او سیمې نور قومونه به د کردي تقلید پر اساس د آزادۍ او جداوالي فکر تر ډېره خړوب کړي .

پوښتنه داده چې په ایران ، افغانستان او پاکستان هېوادونو چې د عراق په شان څو قومي جوړښت لري ، همدارنګه د کردستان په شان د بلوڅو په نامه مشترک لوی قوم پکې مېشت دي کومې اغېزې به پرې ولري ؟

بلوڅان تقریبا د کردانو په څېر په مشابه او همرنګه موقعیت کې واقع دي ، ایران ، افغانستان او پاکستان دغه لوی قوم تقسیم کړی دی ، کوم چې په پاکستان کې د بلوچستان په نامه مستقل ایالت لري او زیاتره برخه یې همدلته واقع ده ، خو په اففانستان کې په اقلیت او یوه برخه یې په ایران کې مېشت دي .ملي ګرا بلوڅانو د کردانو په څېر په وروستیو وختونو کې خپل سیاسي او نظامي فعالیت (خاصا په پاکستان کې) ډېر کړی دي ، داچې ملي ګرا او آزادي غوښتونکي بلوڅان به وکولای شي د آزاد کردستان انګېزه او د آزادی اخیستلو لاره او فکر ځان ته نقل او خپل کړي یا نه ، خو دا معلومه ده چې د بلوڅو په دغه ایدیالوژۍ او آزادۍ غوښتونکي فکر به ډېر ژور اثر ولري ، او تر ډېره ممکنه ده چې د آزاد کردستان نه وروسته د آزاد بلوچستان نوبت وي .



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. محترمه ته اشتباه پوه شوی یی د افغانستان او پاکستان جیوپولیتک دمنځنی ختیځ او کردستان له جیو پولیتک سره ځمکه او آسمان فرق لری. په افغانستان او پاکستان کښی تجزیه د اوس لپاره او په موجوده حالت کښی د نړیوالو قدرتونو د هیڅ اړخ په ګټه نده یوازی به خپل ځان ته مشکلات وزیږوی او بس. حتی ددهغه کردستان له تجزیی سره چی اسرائیل او انګلیس یی ملاتړ کوی په اوسنیو شرایطو کښی امریکا موافقه نده او وایی چی اوس یی وخت ندی ځکه د امریکا ګټه په کښی نشته د امریکا ګټه په اوسنیو شرایطو کښی په عراق کښی په کمزوره فدرالی دولت کښی ده.

  2. د نوي ورلد اردر نقشه چي امريكا او اسرايل دير موده مخكي جور كري وو په سيمه د نوي دولتونو تشكيل شامل وو چي كردستان سخه شروع او بيا رو رو زموژ خواته هم را درومي شمال كي عطا نور غندي كسان مركز كي هزاره دوستم او تورن اسماعيل همدغه كار لپاره دوي ساتلي دي او تاسي ژر به ويني چي ژغ به پورته كيژي فاسد رژيم يو تذكري په سر او ملي سرود په سر سمره جنجالونه جور كرل د تول دهمغي لوي كار يعني د وطن تجزيه كولو په لور لمرني گامونه ول نور تاسي خپله هوشياران ياست

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.