د خلکو د اصلاح لنډ او هر اړخیزه نسخه

لیکنه: سلیم خوګیاڼی

الله تعالی فرمایې: ﴿ اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ﴾ [سورة العنکبوت: ۴۵].

ژباړه: هغه شی (په خپل اُمت باندې) تلاوت کړه، کوم چې تاته وحې کړی شوی دی، چې د کتاب (قرآن کريم) څخه عبارت دی، او لمونځ ودروه. (او ستا اُمت دې هم تلات وکړي او لمونځونه دې ودروي او دا ځکه چې) يقينا لمونځ (چې په تلاوت باندې هم مشتمل دی) د بې شرمه کار او (په شريعت کې) د نا اشنا کار څخه (خلک) منعه کوي، او ضرور (په دغې باره کې) د الله تعالی ذکر (د بل هر شي څخه په تاثير کې) لوی دی. او په خاص توګه په دې لحاظ چې) الله تعالی په هغو کارونو باندې پوهېږي کوم چې تاسو يې (په مهارت سره) اجراء کوئ (نو ضرور به د قيامت په ورځ سزا يا جزا درکړي).

فحشاء داسي عمل ته ویل کیږي چې د هغه قباحت او خرابي دومره ښکاره او ډاګيزه وي چې هر د عقل خاوند که مؤمن وي اوکه کافر درک یې کولای شي او بد بې ګټې يې بولي، لکه زنا ناحقه قتل غلا او نور….

منکر هغه عمل ته وایې چې اهل الشرع د هغه په حراموالې او ناجائز والې باندي اتفاق کوي، لمونځ واقعاً هم انسان له ګناهونو څخه منع کوي خو شرط پکي دا دی چې لمونځ له ټولو شرائطو ارکان سنتو او ادابو سره برابر وي، خضوع عاجزۍ پکې وي او د الله تعالی په حضور کې لمونځ ګوزار بايد داسې ولاړ وي لکه له الله تعالی سره چې مخامخ خبرې کوي. په دي اړه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم فرمايي: «ﻗَﺎلَ: أَنْ ﺗَﻌْﺒُﺪَ اللهَ ﮐَﺄَﻧﱠﻚ ﺗَﺮَاهُ ﻓَﺈِنْ ﻟَمْ ﺗَﮑُﻦْ ﺗَﺮَاهُ ﻓَﺈِﻧﱠﻪُ ﯾَﺮَاك» (متفق عليه)

ژباړه: يعنې جبرائیل علیه السلام وویل: احسان دې ته وایې چې د الله تعالی داسي عبادت وکړې لکه ته چې الله تعالی په سترګو وینې که چیري ته الله تعالی نه وینې نو الله تعالی خو تا وینې.

همدا راز که څوک لمونځ سم وکړي الله تعالی ورته د نورو نېکو اعمالو د کولو توفیق هم ورکوي او له ناروا کارونو څخه یې منعه کوي . حضرت ابي هريره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغي ورته یې وویل چې فلانی سړی د شپې لخوا تهجد لمونځ کوي چې سهار شي بیا غلاګانې کوي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ژر ده چې لمونځ به یې له غلا څخه منعه کړي.

که کوم کس سره له لمونځ کولو څخه بیا هم له ګناهونو څخه منعه نه شو نو باید پوه شي چې د ده په لمانځه کې نقصان شته.

له حضرت عمران بن حصین څخه روایت دي چې له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه پوښتنه وشوه چې د دي آیت ﴿ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ ﴾ [العنکبوت: ۴۵]. څخه مطلب څه شي دی؟ هغه ﷺ وفرمایل:

«من لم تنهه صلاته عن الفحشاء والمنكر فلا صلاة له».

ژباړه: څوک چې لمونځ له فحشاء او منکراتو څخه منعه نه کړي نو د هغه لمونځ هیچ شي هم نه دي.

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: «لا صَلاةَ لِمَن لَمْ يُطِعِ الصَّلاةَ» یعني د هغه چا لمونځ ‎، لمونځ نه بلل کیږي چا چې د خپل لمانځه اطاعت ونه کړي (معارف القرآن پاره /۱۲/۲۱).

که په انصاف سره له خپل ځان سره محاسبه وکړو نو ډېر کم خلک به داسي وي چې د خپل لمانځه اطاعت کوي او څه چې په لمانځه کې وایې په هغه اقرار کې صادق وي ځکه په هر لمانځه په مکرر ډول دا آیت تلاؤت کوي: ﴿ إِیَّاکَ نَعْبُدُ وَ إِیَّاکَ نَسْتَعینُ ﴾ يعنې موږ خاص ستا عبادت کوو او له تا کومک غواړو؟ خو په افسوس سره چې همدې لمانځه کې به ریاء کوي او هره ریاء عبادت د غیر ده! رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلې: « إِنَّ يَسِيرَ الرِّيَاءِ شِرْكٌ » (رواه ابن ماجه /مشکوة ص ۴۵۵\).

ژباړه: يعنې بې له شکه چې لږ غوندي ریاء هم له الله ﷻ سره شرک ده.

موږ هره ورځ له الله تعالی سره وعده کوو چې «وَنَشْكُرُكَ وَلا نَكْفُرُكَ ، وَنَخْلَعُ وَنَتْرُكُ مَنْ يَفْجُرُكَ» يعنې او موږ ستا شکر کوو ستا ناشکري نه کوو جدا کیږو او پریږدو هغه کسان چې ستا نافرماني کوي؟

خو متاًسفانه له سلام ګرځولو څخه وروسته متصل بیا په هر الهي نعمت ناشکري کوو او له هر لوی فاسق فاجر حتي کافر سره مو دوستي وي خپل اولادونه وروڼه او ځان د هغو په خدمت کې غلامان کوو اعاذنا الله. په داسي کولو سره به بې له شکه موږ دلاندي آیت په مصداق کې راځو:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ. كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴾ [الصف: ۲-۳].

ژباړه: ای هغو کسانو کومو چې ايمان راوړی دی! تاسو هغه خبره ولې کوئ په کومه باندې چې عمل نه کوئ (د کومې په عمل کولو سره چې باوري نه یاست)؟. د الله تعالی په نزد د غضب د حيثه (دا خبره) ډېره لويه ده چې تاسو هغه څه واياست کوم چې نه يې عملي کوئ.

الله تعالی دي لومړۍ موږ بیا ټولو مسلمانانو ته د صحیح عبادت کولو توفیق راکړي؟ امین یا رب العالمین



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.