د نن سرلیکنه

د حوت د څلور ویشتمې په یاد کې ! – سرمقاله

نن ټکی آسیا- سرمقاله: ۳۵ کاله مخکې د ۱۳۵۷ کال دحوت دمیاشتې په ۲۴ نیټه د هرات مسلمان ولس د وخت د طاغتیانو پرخلاف پاڅون وکړ.

دغه پاڅون په حقیقت کې د کمونستانو پرخلاف د ټول افغان ولس د کرکې او نفرت  غبرګون وه چې د کمونیستانو له سخت وحشت سره مخ او په نتیجه کې یې ۲۴ خالې لاسې هراتیان په شهادت ورسول شول.

د هرات پاڅون په افغانستان کې د کمونیستي وحشیانو او عقیدوي مسلمانانو ترمنځ هغه مقابله وه چې د شهیدانو پرمظلومو وینویې د کمونیستي زبرځواکې د نابودي پیغام ولیکل شو.

په دې جهادي پاڅون کې چې د هرات د انجیل ، پښتون زرغون ، ګذره ،اوبه او غوریانو له ولسوالۍ څخه پیل شو پاڅون کوونکي د توحید دکلیمو له ښکلیو بیرغونو سره یوځای د هرات په ښار رامات شول ، او د الله اکبر په کفر ځپونکو شعارونوسره یې یوپربل پسي د خپلو ولسوالیو مرکزونه د کمونیستي رژیم له ځواکونو څخه تصفیه کړل.

د حوت په څلورویشتمه هرات ښارته د پاڅون کوونکو په رارسیدو سره د هرات په ارګ (اختیارالدین قلعه) او د هرات په امنیه قومندانۍ کې  د خلقي رژیم ملحدو پوځي افسرانو د پاڅون کوونکو پرخلاف مقاومت پیل کړ او د هغوئ د ځپلو او شهیدانولو لپاره یې له خپلو ټولو پوځي وسائلو درنو وسلو، شوبلو او هوايي ځواک څخه کار واخیست .

د خلقي رژیم کمونیستو صاحب منصبانو د ښار په منځ د زلمي کوټ فرقې افسرانوته هم د پاڅون کوونکو د ویشتلو امر صادر کړ ، خو د  دې فرقي مسلمانو افسرانو د هغوئ امر نه ومانه او د پاڅون کوونکو د ویشتلو پرځای یې د خپلو وسلو خولې د رژیم د افرادو پر لور راوړولي ، چې دې کار کمونیست چارواکي نورهم وارخطا کړل او وحشي کړل.

د رژیم کمونیستي افسران په دې وپوهیدل چې د دوی پرخلاف راپاڅیدلې مسلمانان یواځې عادي کلیوال نه ،بلکې د هغوی ترڅنګ پوځي افسران،دولتي منسوبین، علماء، قومي متنفذین، محصلین او د شهید روزونکي هرات ټول اسلامي فکر لرونکي کسان ولاړ دي ، نو یې د دغه ملي پاڅون د مخنیوي او ځپلو لپاره له یوه خاص تکتیک څخه کار واخیست او هغه داچې  د هغو زغره والو وسائیلو پرسر باندې کوم چې د قندهار له لوري د پاڅون  د ځپلو لپاره ورروان  ول شنه بیرغونه پورته کړل ، ترڅو پاڅون کوونکي ورباندې تیرباسي چې دا ځواکونه هم د دوئ د مرستې لپاره راغلی ، دا زغره والې شوبلې چې کله د پاڅون کوونکو منځته ورداخلې شوې نو یې پر هغوئ پیرونه شروع کړل او په ډیر وحشت سره يي په دومره زیات شمیر پاڅون کوونکي شهیدان کړل چې د هغوئ د مظلومو انعکاس  دښار پر واټونو مالوم او ټول ورباندې تک سره شول.

خو د وحشي کمونیستانو له دومره وحشت سره سره بیاهم هغوی ونه توانیدل چې د پاڅون کوونکو جهادي روحیه وځپې، د دغه سترپاڅون جهادي اغیزو د ټول هرات او بیا په مجموع کې ټول افغان ولس ته  سرایت وکړ او ټولو د ملحدو کمونیستانو او بیا د هغوئ د وحشي بادارانو شورویانو پرخلاف جهادي مقاومت  پیل کړ.

هماغه وه  چې د افغان مسلمان ولس د دغه برحق اسلامي پاڅون له برکته ټول کمونیستي ځواک له خپلې ناولې عقیدې سره دځمکې له مخه نابود او د افغانستان په شمول یې نورډیر محکوم هیوادونه له تسلطه وژغورل شول.
د کب د څلور ویشتمې په څیر د غسې تاریخي ورځې زمونږ د مجاهد ملت لپاره  د حریت ، خپلواکي او آزادي پیغام له ځانه سره لري.
نن چې زمونږ هیواد له یوه بل نړیوال استعماري ځواک سره په مقابله لګیادی  که څه هم چې له زماني پلوه د دغې مقابلې او د شوروي اشغال د مقابلې ترمنځ ۳۵ کلن واټن موجود دی، خو محرک،انګیزه او د دواړو مقابلو هدف مشترک دی.

دغه مشترک هدف د پردیو له اشغال څخه د خپل هیواد ازادول او په هغه کې  د خپلواک مقتدر اسلامي نظام قائمول دي .

الله تعالی دي افغان میړنی ولس په خپل دغه مشروع هدف کې بریالي لري .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x