په دوبی کې لومړۍ هوايي ټیکسي وازمویل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ دوشنبه په دوبی کې د هغې هوايي الوتونکي ټیکسي ازموینه تر سره شول چې ټاکل شوې په دغه ښار کې به په کار اچول کیږي.

دغه هوايي ټیکسي چې په حقیقت کې د کوچنیو ډرون الوتکو یوه غټه نسخه بلل کیدای شي، د څرخونو په واسطه الوتنه کوي او دوه کسان له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي.

الوتکه به چلونکی نه لري بلکې د جي پي ایس او تلیفون په واسطه به کنټرولیږي، مشتریان به کولای شي چې د تلیفون په واسطه هغه ځانته ور وغواړي.

تېره ورځ یې په دوبی کې کامیابه ازموینه وشوه خو ګمان کیږي چې اقلا پنځه کلونه لا شته تر څو دغه هوايي ټکسي فعاله شي.

د چارواکو په وینا که څه هم الوتکه په تخنیکي لحاظ تر ډېره پرواز ته چمتو ده خو بیا هم ځیني اړخونه شته چې نور کار ته اړتیا لري، د مثال په ډول که ددغه الوتکې مخته په هوا کې یو شی راشي، نو دا به څه کوي؟ او همداسي ځیني قوانین شته چې تعدیل غواړي.

هوايي ټکسي کولای شي چې نیم ساعت په ۱۰۰ کیلومتر سرعت سره پرواز وکړي، په یاده الوتکه کې ۹ بیټرۍ لګول شوي چې په برق چارجیږي او د سپرلیو د ژغورنې لپاره په پراشوټونو سمبال دي.

ازموینه د دوبۍ ښار په جمیرا بیچ سیمه کې تر سره شوه او په دغه مراسمو کې د دوبي وليعهد شیخ حمدان بن محمد هم ګډون کړی وو.

نوموړي وویل چې په دوبۍ کې د میټرو د کامیابه تجربې وروسته دادی مونږ یو قدم بل مخکې اخلو او د هوايي ټکسي ازموینه تر سره کوو.

انځورونه او ویډیو:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.