rishtia

صدق (ریښتیا ویل)

عبدالبصیر حامد

علماوو د صدق درې درجې او مرتبې ښودلې:

صدق مع الله: مانا دا چې انسان په خپلو اړیکو کې الله جل جلاله ته ریښتنی او مخلص وي. د ده هره وینا او هر عمل خاص د الله د رضا لپاره وي، د ده باطن او ظاهر دواړه یو شان وي ټکر سره ونه لري، د ریا او د ځان ښودنې لپاره کوم عمل نه کوي، د ده دا پوره یقین او دا ایمان ولري چې الله جل جلاله مې په هر حال ویني، یعني که نوموړی کومه خبره یا وینا کوي، یا کومې خبرې ته غوږ ږدي، مخسد که انسان کوم عمل هم کوي هغه “خبیر”، “علیم”، “سمیع” او “بصیر” ذات پرې خبر دی، لنډه دا چې د نوموړي له ټولو کړنو څخه باخبره دی. له همدې ویرې په خاطر تل د الله د رضا او خوښۍ په لټه کې وي.

همدې ته صدق مع الله (د الله په وړاندې حق او ریښتیا ویل) وایي.

د صدق دویمه درجه:

② صدق مع الرسول صلی الله علیه وسلم: مانا دا چې انسان خپل عبادت د هغۀ شریعت مطابق تیر کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د الله له لوري ورکړل شوی. مخسد دا چې د ژوند هره ګړۍ یې په مکمله توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اطاعت کې تیره کړي. خپل ځان د دین او د رسول الله سنتو تابع وګرځوي. الله فرمایي:

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِى يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [سُورَةُ آل عِمرَان : 31]

(خلكو ته ووايه: ” كه په رښتيا تاسې له الله سره مينه لرئ، نو زما د پيروۍ لاره غوره کړئ؛ الله به هم مينه درسره وکړي او ګناهونه به مو در وبښي. او الله بښونكى او د رحمت څښتن دى.)

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (کُلُّ اُمَّتِي یَدخُلُونَ الجَنَّةَ اِلَّا مَن أبَیٰ ، قِیلَ : وَمَن یَأبَیٰ یَارَسُولَ اللّہ؟ قَالَ : مَن أطَاعَنِي دَخَلَ الجَنَّۃَ ، وَمَن عَصَانِي فَقَد أبَیٰ) رواه البخاري.

زما هر امتي به جنت ته ځي؛ نه هغه چې انکار او نافرماني وکړي، صحابه وویل: اې د الله رسوله! سوک به (د جنت له تګه) انکار کوي؟! وې فرمایل: چا چې زما خبره ومنله؛ هغه به جنت ته ځي او چا چې سرغړونه وکړه؛ (حقیقت کې) هغه انکار وکړ.

د صدق دریمه درجه:

③ صدق مع الناس: مانا دا چې انسان د الله د بنده ګانو سره په راکړه وکړه، خبرو اترو او هر ډول عمل کې باید ریښتیا او دینداري غوره کړي. له دروغو، بدو ردو او دوکې چلونو څخه په مکمله توګه ډډه وکړي.

یادونه: صدق/ریښتیا دائره ډېره پراخه ده، هر مومن لپاره اړینه ده چې؛ په خپل قول، وینا ایمان، عمل، کار، نیت، وعده، هوډ او د زوند په ټولو چارو کې ریښتینی او صادقه وي. ځکه چې همدا د ایمان نښه ده. او په همدې کې د انسان د دواړو جهانو کامیابي، بربالیتوب او نېکبختي ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.