د وسوسې مراتب، احکام، او علاج!!!

لیکوال: خواجه خوستی

او چاته چې داسې وسوسې عارضیږي دهغه لپاره زیری او تسلیت!

د وسوسو دا مراتب پیژندل ډیر ضرور دي کنه نو په اکثرو ایتونو او احادیثو به پوه نه شوو لکه لاندې ایت او حدیث

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

وان تبدوا ما في انفسکم او تخفوه یحاسبکم به الله

وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم القاتل والمقتول کلهما فی النار الحدیث

نو اول باید وسوسه اوپیژنوو چې وسوسه څه ته وایي:

وسوسه په لغت کې الصوت الخفي پټ اواز ته وایي او په اصطلاح کې القاء دیو شي چې بلوونکی وي شر طرف ته. ددې په مقابل کې الهام دی هغه وایي القاء دیو شي چې داعي او بلوونکی وي خیر طرف ته.

دغې وسوسې لپاره پنځه مراتب دي چې اولې درې مرتبې يې غیر اختیاري دي او اخري دوه یې اختیاري دي.

اول: هغه غیر اختیاري فعل او کار دی چې زړه ته راشي په زړه کې دوران یعنې قرار ونه نیسي سمدستي بهر شي دامرتبه د ( هاجس ) ده.

دوهم: هغه غیر اختیاري کار دی چې زړه ته راشي او په زړه دوران هم وکړي خو لکن په زړه کې مینه ورسره پیدا نه شي دا مرتبه د ( خاطر ) ده .

دریم: هغه غیر اختیاري کار دی چې زړه ته راشي قرار هم ونیسي او مینه هم ورسره پیدا شي خو لکن اراده دکړلو یا د نه کړلو ورپورې ونه تړل شي دا مرتبه د ( حدیث النفس ) ده.

ددې درې واړو حکم دادی چې په زړه کې راشي که خیر وي نو ثواب یې نشته او که شر وې عذاب یې نشته.

څلورم: هغه اختیاري فعل او کار دی چې زړه ته راشي قرار هم ونیسي په زړه کې مینه هم ورسره پیدا شي او اراده د فعل هم ورپورې وتړل شي په دې شان چه فعل یې راجح او ترک یې مرجوح شي دامرتبه د (وهم) ده.

حکم یې دادی که دا اراده په خیر کې وي نو نوشي جان ثواب یې دی او که په شر کې وي نو عذاب یې نشته دا دالله تعالی لوی فضل دی په مسلمانانو باندې.

پنځم: هغه اختیاري فعل دی چې زړه ته راشي دوران هم وکړي او دفعل او کولو يې ښه مظبوطه اراده وکړي خو لکن دڅه مانع او عارض له وجې هغې ته ونه رسیږي دې مرتبې ته (عزم) ویل کیږي. حکم یې دادی که په خیر کې وې نو ثواب یې دی او که په شر کې وي نو عذاب ورپورې متعلق کیږي.

علاج یې احدیثو کې ذکر دی. عن ابي هریرة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم یاتي الشیطان احدکم فیقول من خلق کذا من خلق کذا حتی یقول من خلق ربک فاذا بلغه فلیستعذ بالله ولینته متفق علیه.

دابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چې نبي علیه السلا!م فرمایي چې کله په تاسو کې یو چاته شیطان راشي نو ورته وایي دا شی چا پیدا کړی دا شی چا پیدا کړی تر دې چې ورته اووایي الله چا پیدا کړی دی نو چې دې خبرې ته ورسید نو اعوذ بالله دې اووایي او دافکر دې پرېږدي.

بل حدیث شریف کې راځي چې امنت بالله ورسوله دې اووایي.

چاته چې داسې وسوسې عارضیږي او په هغه باندې تکلم ډیر عظیم جرم ګڼي نو دا دصریح ایمان علامه ده ځکه حدیث شریف دی.

عن ابي هریرة قال جاء ناس من اصحاب رسول الله صلی علیه وسلم الی النبی صلی الله علیه وسلم فسألوه انا نجد فی انفسنا ما یتعاظم احدنا ان یتکلم به قال اوقد وجدتموه قالوا نعم قال ذاک صریح الایمان رواه مسلم.

دابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چې بعضې اصحاب دنبي علیه السلام هغه ته راغلل پوښتنه یې ترې وکړه چې زموږ زړه ته خو داسې وسوسې را عارضیږي چې موږ يې په خپلو ځانو کې ډیره لویه ګڼو چې په هغه باندې تکلم وکړو نبی علیه السلام ورته اوفرمایل چې رښتیا داسې وسواسې تاسو ته عارضیږي دوی او فرمایل هو. نو نبی کریم علیه السلام ورته اوفرمایل چې دا صریح ایمان دی.الحدیث. ځکه چې شیطان په مثل دسارق او غله دی غل هغه کور ته دداخلیدو هڅه کوي چې په هغه کور کې مال موجود وي نو شیطان هم هغه زړه ته وسوسه اچوي چې په هغه کې ایمان موجود وي.

دا کومه د تشویش او د خفګان خبره نه ده ځکه داسې قسم وسوسې صحابه کرامو ته هم عارضيدې حتی دلمانځه په وخت کې!!

عن القاسم بن محمد ان رجلا سأله فقال انی اهم فی صلوتی فیکثر ذلک علی فقال له امض فی صلوتک فانه لن یذهب ذلک عنک حتی تنصرف وانت تقول ما اتممت صلوتي رواه مالک.

دقاسم بن محمد نه رویت دی دی فرمايي چې یو سړی نبی علیه السلام ته راغی او ويې فرمایل چې ما ته په زړه کې وسوسې را غورځي او دا وسوسې په ما باندې ډېرې شي نو نبی علیه السلام ورته اوفرمایل چې خپل لمونځ دې کوه ځکه دا وسوسې به تانه تر هغه وخته پورې ختمې نه شي چه لمانځه نه فارغ شې او ته به وایې چې ما خپل لمونځ پوره نه کړ

والله اعلم وعلمه اتم واحکم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د