زه په مور ډیر ګران وم!

لیکوال: خالد افغان

دا ځل مې ټلیفون کې ورور ته په ډیر قهر سره وویل، مور مي ولې زما سره خبرې نه کوي؟

جهاد خو څه جرم نه دی د خپل پلار په قدم مې قدم ایښی، څه مست نه یم چې کور مې پریښ، ماته هغه خویندې هم سترګو کې غړیږي د کومو خویندو چې ګلالي وروڼه دزندان د تورو پنجرو شاته ژوند کوي.

ماته هغه تور سري هم سترګو، سترګو ته کیږي چې د کومو تور سرو د زړه ټوټې تر تورو خاورو د همداغو راغلو کفارو له لاسه لاندې دي.

ګوره وروره مور ته مې داسې وو وایه.

که صباح شهید شوم بیا دي زما قبر ته هم نه را درومي او زما مخ هم چې ونه ګوري.

ورور مې راته وویل هغې ته مې دا ټولې خبرې کړي هغه وایی زه نه یم ورته وایه چې مصروفه ده .

ورور مې پسې غبرګه کړه ورورجانه تا خپل حق پر ځای کړ، پریږده یی مور دی ډیره ظالیمه شوي اوس یی هغه مینه له تاسره نشته!

غوسه راغله ټلیفون مې کته کړ.

لاندې د تلاشی ملګري راته غږ کړ.

خالده!

ما ویل اورم.

وایل یی دا کس وایی زه د خالد ملګری یم، ته یی پیژانې؟

د کس په لیدلو مې زړه خوږ شو زما د مکتب ملګری وو په منډه ورغلم غیږه مې ترې چاپیره کړه او له پوښتنو ورسته مې ډیر ورته وویل ګرانه نن شپه راسره ماتل شه.

هغه ویل نه خالده یاره زه ځم کار لرم بل وخت حتما راځم په تلو کې یی راته وویل او ریشتیا هغه د مور بیماري د څنګه شوه؟

مال کومه بیماري؟

ویی ویل هغه د پښو بیماري!

زړه مې درز کړ خو ځان مې پوهه نه کړ ور غبرګه مې کړه اوهو ګرانه مال څه چل شوی هغه اوس ټیک ده خدای ج ښه کړه.

احمدجان مې رخصت کړ.

ډیر په تشویش کې شوم د ټلیفون لپاره بیا د غونډی سر ته وختلم.

د ورور نمبر ډائل کړ تر لږه شیبه وروسته مې ورور ټلیفون اوچت کړ .

خالده اوس راغلم بازار ته مور مې کور کې ده چې ورشم ستا خبرې به بیا هم ورته وکړم.

په ډیر ارام سره مې ورته وویل رورجانه د مورکۍ له بیماری خبر شوم دا راته وایه اوس سنګه ده؟

وایل یی چا درته وو ویل؟

مال ګرانه زموږ همصنفي محمدجان راته وویل.

ورور مې وویل اهو ګرانه مور مې نه غوښتل چې ته خبر شې مور مې ویل هسې نه خالد جان دلته راشي زموږ د کلي اربکیان هر وخت کور ته راځي او ستا تپوسونه کوي.

په رپیدلو شونډو مې ورته وو وایل ورور جانه نو مورکۍ مې خبرې نه شي کولی؟

ویل یی ورور جانه تاته پته ده چې زموږ کور کې سم ټلیفون کار نه کوي هغه د کور سره نزدې غونډي ته راشم درسره خبرې وکړم خو مور مې هغې ته نه شي راتلی ته چې کله هم له کوره تللۍ یی له هغې نه پس تاپسې مور جانه په غبرګو پښو شله ده!

او هر وخت ژاړي لمانځه ته یی غیږه کې له کټه را کوزه وو!

دا د خبرې په اوریدو مې پرمخ د ګرمو اوښکو قطارونه را مات شول.

ستونی مې راډک شو.

اوښکې مې شیبه په شیبه زیاتې دې.

خبرې مې نه شوې کولی ټلیفون مې بند کړ.

شاته مې مخ واړه وه ګورم چې زما شاته زموږ د لس کسیزې قطعې قومندان ولاړ دی دواړه سترګې یی له اوښکو ډکې دي.

په ژړغوني اواز یی راته وویل خالد جانه ارام شه انقلاب دی زړه مضبوط کړه لاندې ملګري درباندې پوهه نه شي.

له ډیر غم نه ځای پر ځای کیناستم قومندان صاحب ته مې په سلګو، سلګو کې وویل امیر صاحب زه په مور ډیر ګران وم.

زه په مور ډیر ګران وم!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.